د عقل احساس
ستا د غمبورو د ښکلا سُرخي چې ځل ووهي
زما زړګى ورته له تندې ځنې جل ووهي
د شونډو جام نه دې خواږه په نورو مه دوړوه
د مينې تاو مې درنه خداى مه کړه اجل ووهي
د زړه پر تل مې پرهرونه سره او شنه غوندې شي
کله چې ټال دې سره ګلونه په وربل ووهي
زما د عقل احساس دود شولو د مکر په اور
څنګه به حسنه اميدونه ستا منزل ووهي
لږ دې ګوړين نظر په سترګو کې تسل نڅوه
چې مې زړګى د مينې سختې په تکل ووهي.
١٣٦٦/٢/١١
نازک خيال ته!
ته لا تراوسه پورې
د عشق په اور کې
د سکروټو په سر
تڼاکې شوى نه يې
ته لا تراوسه پورې
د اسوېليو او آهونو په اور
لکه نينه داسې اوښتى نه يې
ته لا تراوسه پورې
د غم تنور کې
اور لړوني غوندې
لوغړن شوى نه يې
نو نازک خياله!
د خوښيو خياله!
د هوسونو خوشاليو خياله!
لاړ شه د عشق د اور په ګرمو لمبو
خپله سينه وموښه
او د احساس په سيند کې ولمبېږه
بيا نو راځه!
موږه د اور بڅرو
تر کاڼو کلکو سره
د عشق او پاکې مينې
په نوم سنګر ونيسه
او د اسمان کاڼو ته سر ونيسه!
١٣٦٦/٨/١٤
د حيا په لاس
عشقه لېونى شومه دتا په لاس
زړه دې زما ورکړ د بل چا په لاس
هجر د زړګي تل راته وسېزه
خداى خو دې نور واخلي د بلا په لاس
رسي د اميد کار و ان منزل پورې
تم که چېرې نه شي د جفا په لاس
خلکو يارانه کې رنګينۍ وکړې
زه هسې ګير شوى د حيا په لاس
څنګه به تندى په ځمکه نه وهم
وينم جام د ميو د ملا په لاس
بخته! ګدايي باندې دې مه ژاړه
ډېرې ښکلې لوېږي د ګدا په لاس.
١٣٦٥/٥/١٥
ډالۍ
نن د ديدن په ورځې
د اور او وينو تر شېبو نه وروسته
څوک د عطرونو تر باران نه لاندې
د ميو سيند کې له جانان سره غوټې وهي او خاندي خاندي
څوک د هوس په ميو
د مرغلرو د خوندو له پاسه
رغړي را رغړي مينه مينه وايي
چا د ګلونو په بستر کې
شونډې ايښې دي په نرمو شونډو
او د عشقونو د خوندو جامونه
بې درېغه درېغه په سرو اړوي
خو زه له درد نه رغېدلى انسان
د اور په څڼو زنګېدلى انسان
د احساس اور کې کړېدلى انسان
نن د سرو اوښکو او د وينو د موسم له بڼه
خپلې خوږې مينې ته
شاعرانه او ښکلو سترګو ته يې
پستو پستو خماري زلفو ته يې
د شعر د بزم د مسرو ګلونه
د خپلو اوښکو په تار پېيم
ترې امېل جوړوم
ډالۍ کوم يې ورته
يوه د درد او د شعرونو ډالۍ
د زړه د سوز او پرهرونو ډالۍ.
١٣٦٧ل کال ٥مه مياشت
د لوى اختر دويمه ورځ