د لمبو څاڅکي
د نن په ائينه کې چې موسکى راته پرون دى
اشنا دادې ادا ده که جادو او که جنون دى؟
د کوم يو ګل پر شونډو د خندا سندره شنه کړم
پر پېغلو پسرليو مې راغلى چې کونتون دى
په ګرمو شونډو خاندو خو يو بل ښکلوى نه شو
زما و ددې ترمنځ څه د ډيورنډ کرښې تړون دى
منمه د ((شمال)) د لمبو څاڅکي دلته نه شته
ددې ګلبڼ پر پاڼو يې پرې ايښى خو طاعون دى
کوم چا که د رښتينو لېونو پوښتنه وکړه!
په دغه وران مالت کې خو يې يو استازى يون دى.
١٣٦٩/٨/٢٣
د خندا قتل
موږ د خداى په کتابو
او د نبي په احاديثو کې
دا لوستي وو چې:
قتل د روح لويه ګناه ده په ژوندون کې د چا
او ملايکې د خداى ذات دي
چې له ټولو ګناهو نه پاکې
خو اوس کلونه کېږي
چې تر مودو نه مخکې
زموږ د سوي زړه د مينې کور نه
د بېګناوو ماشومانو او ځوانانو
د ژوندون جنازې
د فرښتو په بېګناوو ګوتو
ځي د اسمان غېږي ته
نو اوس د مينې تخيل کې د وجدان
او عاطفې د سمندر پر څپو ناستو
د احساس بڅرو
ووايئ چې:
دا بېګناهه او معصومې فرښتې به زياتي
د نازولو ماشومانو د تنکۍ خندا په قتل
ګنهکارې نه شي!؟
١٣٦٩/٤/٢٦
د آه سکروټې
د درد په ژرنده دل نه شوې زما د عشق نينې
د نرمو شونډو ځل نه شوې زما د عشق نينې
د سوز په اور چې اوړي نن د مکر په خوږو
د چا د زلفو ول نه شوې زما د عشق نينې
تڼاک اميد مې واړوه تر پولو د ازمون
لمبو ته بې تکل نه شوې زما د عشق نينې
د چا د مينې سيند کې مې احساس غوټې وهلې
چې بندې په اجل نه شوې زما د عشق نينې
د آه سکروټو دود کړلې بټيو کې د اور
پوليو سره مل نه شوې زما د عشق نينې.
١٣٦٦/٩/٢٦
غيرتي لېمه
زما د مينې ښکلا
لکه بېباکه ماڼو
د قهرجنو لمبو
د سيند په مستو څپو
تاوه راتاوه شوه
او ډوبه شوله
او د اميد هيله مې
د اور په غېږه کې په نرمو پښو
په اسوېلو اسوېلو
ونڅېده
خو زه هغسې چې پخوا ومه څه
هسې به يم هسې به اوسمه لا
نه به د چا خندا ته وخاندمه
نه به قبلې ته د ښکلا او حسن
د خپل غيرت لېمه کاږه ونيسم.
١٣٦٦/١٠/٤