دميو اباسين
د مينې څړيکه مې د وريت زړګي پردو کې ځلي
عشقه ګناه دې زما سويو اسوېلو کې ځلي
چا مو دمينې د جانان زلفو ته اور ونيوه
چې شنه دودونه يې زموږه په شعرو کې ځلي
دا خو زما د اسوېلو د تپ تاونه ويني
ځکه خواږه يې د سرو شونډو په سرو کې ځلي
زما د عشق ستونى دې لوند نه کړ پرې يوځلې هم
څه که د ميو اباسين دې اننګو کې ځلي
پام چې په تريو نظر يې حسن ته نظر ونه کړې
د خوشال توره مې تراوسه لا پښتو کې ځلي.
١٣٦٦/٤/٢١
خوشال لېسه
د اوښکو سمندر
وخت چې له غوسې نه سور تکل ته شونډې وسپړي
ژوند په اوښکو لوند شي او اجل ته شونډې وسپړي
مينې سمندر د سپينو اوښکو په ځير ونه ليد
اوس به نو زړګى د چا تسل ته شونډې وسپړي
تاوه شي ترخو کې د احساس د فرياد چغه پرې
دا د غم قلم مې چې غزل ته شونډې وسپړي
ډوب چې وي زړګى د اورني غم په سيندونو کې
چېرې به حسينې ستا وربل ته شونډې وسپړي
ورغړي تڼاک هوس ماحول د اغزيو کې
عقل او اميد چې مستقبل ته شونډې وسپړي
تاوه کړه لمبه د ګرمو شونډو په سينه کې مې
وريت ويده زخمونه به يې ځل ته شونډې وسپړي.
١٣٦٦ل کال،تله
د خوږو مکر
تڼاک ځيګر مې حسن په سپرغيو سولوي
د آه اوښکه مې عشق په مايوسيو سولوي
د عقل د احساس سترګو ونه ليده پرهر
د وخت د اور په زور يې په اغزيو سولوي
خندا يې سمندر شي زما درد ته په هوس
د مينې د بڼ ګل مې په سيليو سولوي
د عشق د خوږ مکر ته نظر کړئ اوښکو نن!
په شونډو باندې آه د لېونيو سولوي
د درد په کړايي کې په زړګي شي خود لوګى
خوږې زلفې چې يار په اننګيو سولوي
د سور مستقبل ټال کې به عشق وزانګي اخر
خندا که نن اميد په اسوېليو سولوي.
١٣٦٦/٧/٢٩
ارام سمندر ته!
ولې غلى او ارام يې
ته خبر يې چې څه وشول او څه کېږي
د نړۍ په وچو غرونو، سپېرو دښتو، ځنګلو کې؟
ته خبر يې چې څه اوري
د اسمان له ګرېوانه نه
د بېوسه روح پر مينو؟
ته خبر يې چې ټول ژوي
يو د بل د ژوند په بيه د ژوندون شېبې رانيسي؟
ته خبر يې د وحشت د پاچايانو
واکمني دقاف له غرونو ان زموږ تر کوره رسي؟
ته خبر يې چې زموږ د کلي خوا کې
هره ورځې د کارغانو ډلې ډلې
د وګړو پر سينو باندې ټونګې کړي؟
که نور هم غواړې همداسې:
چې ماران او څمڅرې دې
د سيسيو بچي وخوري
او پر سمه لويه لار دې
د لېوانو کاروانونه
د شپنو په رمو ګډ شي
که نور هم غواړې همداسې
چې بيا هم روحي وګړي
د چا مينې ته اور ورکړي
د چار روح کړي تيږو لاندې؟
نو که داسې نه وي خو ځه
تر پېړيو زغم نه وروسته
په څلور کونجه دنيا کې
د توپان نغمه خوره کړه
چې نړۍ له بوى شي پاکه
او شي ړنګه پاچاهي د ځناورو، ګنهکارو هوسونو
او څو تنه بېګناه به
شي سپاره د نوح بېړۍ کې.
١٣٦٩/٤/٢٢