د وينو رود نيل
احساس پر عقل بلې کړې لمبې په لپو لپو
جنونه په سر واړوه نشې په لپو لپو
د شونډو تبسم دې رانه ګرد د غم ونه ليد
د زړه وينې که غړپ کړې زمانې په لپو لپو
موسکۍ شه د سورکي پرهر د وينو رود نيل ته
حسيني ډکوه ترېنه پيالې په لپو لپو
لذت کې د خندا دې چې لاهو شي خوند د نورو
په سترګو کې مې تاوې شي ګيلې په لپو لپو
اغزو د ګل د پاڼو تبسم دى په اور سوى
په زلفو چې دې ټومبم ترانې په لپو لپو
هوس دې د ښايست بيا د جنون په سيند کې لامبي
د عشق په زړه مې موښي چې ايرې په لپو لپو.
١٣٦٦/٦/٢١
د وير سکروټې
عشقه زورور يې خو توبې مه ماتوه
شونډو د اشنا ته اوسېلې مه ماتوه
پروت په کې لذت دى د زمان د لېونو
پام کوه ساقي ډکې پيالې مه ماتوه
ځو اشنا په عشق کې پر اغزنه خوني لار
غېږې د وصال ته ارادې مه ماتوه
وکړه په مغرور نظر خواږه خواږه کاته
تاته مې اسرې دي دا اسرې مه ماتوه
موښم نن په شونډو ستا سره ښکلي اننګي
کړې دې وعدې وې اوس وعدې مه ماتوه
خير که زه دې وريت کړم په سکروټو کې د وير
څانګه د اميد مې زمانې مه ماتوه
راز د محبت په کې نغښتى دى د يار
سويه اسمعيله زولنې مه ماتوه.
١٣٦٥/١١/١٣
د اوښکو جنازې
پر سوي مخ مې دي روانې سلسلې د اوښکو
راته خندېږه او کوه مې تماشې د اوښکو
چا مې پر شونډو د خندا د څپې ځل ونه ليد
عشقه! ګرم نه يمه راغلي مرحلې د اوښکو
د کوم احساس له خولې نه وځي د زګېرويو کتار
چې د شعر سترګو نه مې خوشې دي ويالې د اوښکو
دا به تصوير د چا د وير وي انځور کړى قلم
ځکه يې نوکې نه تويېږي ترانې د اوښکو
څومره د مکر تخيل ته کښته شوي نرم!
په نوم د ميو راته مخ کې ږدي پيالې د اوښکو
څنګه به ګاټي مټکور نه شي د سترګو زما
چې شپه او ورځ ترېنه تاوېږي سرې لمبې د اوښکو
شي به کږې د يار مغرورې سترګې عقله که نه؟
چې ورته يوسم ستړې شوې اندېښنې د اوښکو
ستا د لذت ناظر دې سېزي د عشق هيله زما
اخر به وړم د خندا کټ کې جنازې د اوښکو.
١٣٦٦/٢/٢
له جېل نه... ګيله
(( ته په وړوکي جېل کې
موږ دلته لوى زندان کې))
د يوې مينې د ارمان په هيله وسوزېدو
ته خو لا ښه وې
د خوږې مينې د پاڼو شنه دودونه دې ونه ليدلو
موږ ورته ښه کتلې
چې مو د مينې سره ګلونه د يارانو د لمبو
د سمندر څپو کې وسوزېدل
ژبه مو ګونګه وه تړلې وه د اور د دار په
مستو ليکو
چغې مو نه شوې وهى
ښه مو ليدله خپله مينه د انګار د سمندر ګوتو کې
پاڼې يې ورژېدې
خندا يې وچه شوله
او ليلايي حسن يې مړاوى شو د درد په چړو
خو مينه مړه نه ده لا
پام چې نهيلى نه شې
اوس نو زموږه مينه
زما او تا غوندې يو څو لېوني
په مينه مست څيرې ګرېوان
او سرببري غواړي
چې ورته وناڅي لمبه شي
او د خپلو زړګو د وينو مستې فوارې
ورته امېل امېل کړي
بيا به زموږه مينه
له خندا شنه شي
او ګلونه به يې بيا زلفو کې وټوکېږي
او بيا به موږ لېوني
هم ورته هلته له خندا نه شنه شو.
١٣٦٨/٢/١٢