مناجات
د جانان د بلا مخ ته خدايه زر ځله مي سپر كې
لكه غشى پر سينه مي د رقيب ور برابر كې
چى پرون يې ور په ياد سي د دښمن د بورو ورارو
يوه چيغه مى لا پورته پر شمشاد او پر خيبر كې
بيا شرنګى د سپينو تورو بيا محمود وي بيا اشرف وي
پر لښكر د غليمانو د مرګي د پوځ ګذر كې
بيا ميدان د پانى پت وي بيا ګلګوني توري راسي
پر لښكر د مرېټي مي د احمد لاسونه بر كې
چى مړژواندي ورنه تښتي افسران د پرنګيانو
په كابل كي مى آسمانه بيا پيدا وزير اكبر كې
بيا ملاله په ميوند كي بيا ايوب در څخه غواړم
بيا مي لاندي تر اسونو د دښمن خوني لښكر كې
له امو تر ارغسانه له كنړ تر هريروده
د لستوڼي ښاماران مي يو په يو زېر او زبر كې
يوار بيا راته تاوده كې زما د قام ساړه رګونه
بيده بخت راته ويښ كې را پخلا مي مرور كې
بيا جشنونه په ښارو كي اتڼونه په دښتو كي
بيا پېغلوټى په خېمو كي بيا مي كور په كور اختر كې
له پامير تر كندهاره له هلمنده تر مزاره
اولسونه مي په چيغو ربه يو په يو خبر كې
چي يو روح سي بل يې تن سي يو يې سر بل يې بدن سي
چي جارېږي يو تربله يو ميرا بل قلندر كې
له كنړه تر ارغنده له پنجشېره تر ميونده
هريو بوټى مي سوما كې هر يو څاڅكى يې كوثر كې
چي دا لمر وي دا اسمان وي د پښتون قام دي ودان وي
د دښمن عمر يې خدايه لنډ د ژمى مازيګر كې
چي ړندې كي غبرګي سترګي د فرنګ د ميراث خورو
د مرګي له خوبه ويښ مي د افغان بيده ټبر كې
هم يې ويښ كې له خوبونو هم الفت وركې د زړونو
هم يې تن جوړ كې له زغرو هم رڼا د عقل وركې
چي جهان ورته حيران وي چي خجل ورته سيالان وي
زما د هر وګړي سترګي آيينه د سكندر كې
جهاني چي پكښي ليكي د زمري اولس نظمونه
هر آواز يې د بلال كې هره لوېشت ورته منبر كې
2001/12/8
ويرجينيا
خدايه كوم لوري ته ځمه نه د ځان نه د جانان يم
نه له ښكليو ياغي سوى نه د زلفو بندېوان يم
زړه مي ځي د ساقي كور ته آيينه مي بولي ګور ته
ما د مني رنګ اخيستى نيم بوډا يمه نيم ځوان يم
نه مي ږغ چاته اشنا دى نه سندري مي څوك اوري
له منزله ناخبره كښېوتلى په كاروان يم
له رحمانه مي زده كړى متانت د دروېشانو
په بهار او په خزان كي مستقيم په خپل مكان يم
دا يوه شېبه هستي مي د نېستى په نوم راوړې
لكه اوښكه درته راغلم په بڼو كي اوېزان يم
نه راتلل مي په اختيار وه نه په تللو مي خبر يم
د شبنم په دود راغلى د شبنم په دود روان يم
نه سندره سوم د ميني نه كيسه د نيمو شپو يم
نه فرهاد يمه د غرونو نه مجنون د بيابان يم
نه خليل سوم د اورونو نه خيام د محفلونو
نه منصور يم د دارونو نه د كاڼو په نښان يم
سر خرويي دي سوه په برخه ځه رهي سه لېونتوبه
د سكروټو پر سر يون دى د خيالونو جاله وان يم
مبارك دي سه خوبونه زلېخا لمن مي نيسه
د يعقوب د اوښكو پل يم رسېدلى تر كنعان يم
وزرونه مي راوړي چي تيار هغه د يار دي
نن يې وسوځه پانوسه زه چي خان يم په ياران يم
يو نصيب يو جهاني دى څو سندري د اغزيو
تريخ تاراج دى د غوټيو زه همزولى د خزان يم
يار چي له اغياره سره مل سو اوس به څه وايو
درد چي له پرهاره سره خپل سو اوس به څه وايو
ولاړو د شهيدو سفرونو له كاروان سره
ورك چي مو له سيوري سره پل سو اوس به څه وايو
موږ خو پسرلي ته د ګلونو كجكول ونيوى
اور يې د اوربل پر سينه بل سو اوس به څه وايو
خپل نصيب مي لاره پر سكروټو راښوولې وه
ورك مو له منزل سره مزل سو اوس به څه وايو
موږ په قافلو كي غبرګي سترګي پسي يو وړلې
ولاړى د يوسف كميس بدل سو اوس به څه وايو
ما تر كوه قافه پوري هر قدم شمېرلى وْ
خپل قسمت په لار كي راته غل سو اوس به څه وايو
ما لا جهانى زلمي كلونه ورته ايښي وه
ږغ مي په كوګل كي د اجل سو اوس به څه وايو
ويرجينيا 2004/8/15
راځه زه به غزل درته ليكم ته راته ګوره
په تورو به دي شونډي مچوم ته راته ګوره
د زړه په شين محفل كي دي تصوير پيوندومه
په خيال كي به دي زلفي لوبوم ته راته ګوره
محفل ته مي راوړي نذرانه دي وزرونه
بورا رنګه به ځان كبابوم ته راته ګوره
پښېمانه مي تندى دى د ځوانۍ له سركښيو
محراب ته دي سجدې درپسي وړم ته راته ګوره
بوډى لاس به مي نيسي له ګلرخ ساقي جامونه
زلمۍ زلمۍ پيالې به تشوم ته راته ګوره
د عمر له دوږخه مي ځنځير درته راوړى
دانه دانه توبه مي ماتوم ته راته ګوره
ازل مي په غوټيو كي نصيب نه و ساتلى
سينه به په اغزيو سولوم ته راته ګوره
درځم له لېونيو وينو مست او رنګېدلى
جنون ته به مي كاڼي ژړوم ته راته ګوره
كاڼه به مي په چيغو كم غوږونه د وختونو
شين چتر د اسمان به لړزوم ته راته ګوره
وعده مي له فرهاده سره نوې كړه جانانه
تېشه مي پر تندي باندي در وړم ته راته ګوره
نصيب له جهاني سره جوړه يمه راوړى
زخمي سلګۍ په اوښكو اوبوم ته راته ګوره
2004/8/30
واشنګټن ډي سي
ولاړل چي پرون يې د قسمت ماښام ته وخندل
نن په جګه غاړه يې منصور مقام ته وخندل
څنګه به په سرو سترګو د قتل ګناه وژاړي
موږ خو د خپل حق د انالحق پيغام ته وخندل
پرېږده محتسبه د خرقې د دوه رنګۍ جنت
موږ په يو رنګي كي دوږخي انجام ته وخندل
چا د انګوري شونډو مستۍ دلته راوړي يو
شرنګ مو د سندرو د كوثر و جام ته وخندل
راسه په رڼا كي د پرهېز جنازه وباسو
شيخ چي د منبر پر څوكه خپل كلام ته وخندل
رنګ د لېونتوب يې ايله نن په سترګو وليدى
خم په وچو شونډو كي چي زموږ خيام ته وخندل
ولاړى جهاني د خپل نصيب د قافلې سره
كرښو د تندي يې د ازل مرام ته وخندل
2002/12/20 ويرجينيا
راځې چي پر دې لاره پيغامونه به راوړې
ځولۍ ته د خيالونو مي ګلونه به راوړې
زاهد مي په سبا سبا زلمي كلونه يوړل
ساقي توبه مي خرڅه كړه جامونه به راوړې
قسمته له يارانو په توپان كي يم بېل سوى
ساحل درڅخه وړى يم موجونه به راوړې
پوهېږم چي رانه غله اوس مى سترګي ورلېږمه
جنونه هوښيارېږم ځنځيرونه به راوړې
رقيب مي په سكروټو جنازې ته لار نيولې
رويباره تر مزاره سلامونه به راوړې
غرور مي په تندي كي سوځوم درته راځمه
سجدې ته مي جانانه محرابونه به راوړې
چي ستړى دي له ژونده يم محفل ته درغلى
پانوسه وزرونو ته اورونه به راوړې
كنعان ته مي ويلي جهاني ماشوم خوبونه
د ستورو تر ګودره تعبيرونه به راوړې
2004/9/4
وير جينيا