مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

درې غوايي



درې غوايي يوه ځنګله كى اوسېدله
تل به درې واړه ملګري ګرځېدله
په ځنګله كي به يو ځاى سره روان وه
يو د بل د ښكر په زور پهلوانان وه
يو يې تور دوهم ابلق دريم يې سپين و
د زمري يې زړه په غوښو پسى شين و
كه هر څو زمرى پاچا و د لېوانو
زور يې نه و برابر له درو غويانو
چي زمري به ورته سپين كړله غاښونه
درو غوايانو به ور واړول ښكرونه
له ناكامه به زمرى بيرته روان سو
پر زړه پاته د خپل ښكار به يې ارمان سو
يوه ورځ ورته ګيدړ ويل سلطانه
دا يوه خبره واوره له نادانه
د غوايانو تر منځ اور د نفاق بل كه
پر يوه يوه جلا جلا يرغل كه
بيا به موږ هم سو ماړه ستا له خيراته
شپه او ورځ به كړو دعا و خپل پاچا ته
زمري وكړې سپين ابلق ته څو خبري
چي پر زړونو لګيدې لكه شكري
د عمرونو ورته يادي يې كيسې كړې
د نسلونو يې وريادي خاطرې كړې
ورته ويې غانده تور په څو څو شانه
سپين ابلق يې تور ته كړله بد ګمانه
چي سپېره يې ټول واښه كړل د ځنګلونو
كرۍ ورځ د ده تېرېږي په شخوندونو
دا تور مخى دا كم اصله دا بدرنګه
ولي نه ليري كوئ له خپله څنګه
كرۍ ورځ يې جوړى كړي وي رمباري
كه په نس موړ وي كه وږى يو څه غواړي
بد ښكاريږي په ټولۍ كي د غوايانو
دا كم اصل ولي بولئ له يارانو
زه يې پېژنم په اصل غويى نه دى
دا له نسله د يابو دى يا د خره دى
كه له ځانه يې جلا نه كړئ ملګرو
يوه ورځ به ياست پښېمانه ښكرورو

دا يوه خبره زما واورئ زړه ورو
دا قانون دى د اصيلو ځناورو
په ټولۍ كي چي كم اصل يې پيدا سي
د اصيلو ځناورو ورته شا سي
څوك يې نه بولي له ډلي د خپلوانو
په ټولۍ كي حساب نه وي د يارانو
كه پر وخت مو تور ونه ايستئ له ميانه
بيا سبا به مو ګيله وي له خپل ځانه
سپين ابلق ته ويل وروره خوښه ستا ده
چي دي هرڅه فيصله كړه زما سلا ده
بيا يې وكتل زمري ته ويل وايه
ستا د تور د وركولو څه ده رايه؟
زمري داړي كړلې سپينى ويل ګورئ
سبا دواړه كړئ جلا له توره لورى
زه او تور چي سو تنها زه په پوهېږم
تاسي ولاړ سئ زه له ده سره جوړېږم
چي سبا لمر را ښكاره سو په ځنګله كي
تور يوازي را روان و په ګوښه كي
كرۍ ورځ يې په رمباړو كړ ځان ستړى
د يارانو يې سو ورك ژوندى او مړى

چي زمري ورته له ورايه ښكاره سر كړ
تور غوايي هم ځان جګړې ته برابر كړ
زمري مخامخ پر تور باندي حمله كړه
په تېره منګول يې غاړه ور پاره كړه
كه هر څو به يې تر خوله ختې رمباړي
په وجود يې ښخېدې د زمري داړي
له ناكامه يې ناري كړې چى يارانو
زه مو پرې ښودم دښمن ته نامردانو
دغه حال چى نن زما سبا پر بل دى
خپل عمل د هر سړى د لاري مل دى
د ابلق زړه باندي وسو ويل سپينه
زه او ته او تور شريكه لرو وينه
كشكي نه مو واى پرې ايښى دا زوى مړى
د زمري له خولې مو بيرته واى خلاص كړى
سپين په قهر ورته و ويل ابلقه
په دستور د دنيا پوه نه يې احمقه
دا بد ذاته دى كم اصل دى دا تور دى
د ده ژوند اصل غوايي لره پېغور دى
چي يې ايښې وه ګيدړ د نفاق لومه
تور غويى سو د زمري د پنجو شومه

يو څو ورځي د زمري خېټه مړه وه
د غوايي پر غوښو وازګو يې مېله وه
اوږده ژبه يې خپره وه پر برېتونو
مړه ګېډه يې وه ډكه له ټېغونو
غړومبېدى د تور غوايي په غوښو موړ و
يو څو ورځي يې د ګېډى دوږخ سوړ و
په تاوده وه د زمري تېره غاښونه
شاوخوا يې پر كوله طوافونه
پر مېله باندي چي تېري ورځي شپې سوې
غوښى ختمي سوې چي پاته وې ورستې سوې
د زمري په نس كي بيا لوږه پيدا سوه
ورته ياده خپله تېره مدعا سوه
ورنژدې د سپين غوايي خوا ته ورو ورو سو
څه د غرونو څه ځنګلونو په كيسو سو
ورته ويې كړل خواږه خواږه نكلونه
تېرول يې زاړه نوي متلونه
پكښي ياده يې كيسه كړه د غوايانو
د اصيلو او كم اصلو حيوانانو
ويل سپين پوست دي روښان لكه سهار دى
د غوايي د جنس او نسل افتخار دى

راته كړي مي كيسې خپلو نيكونو
سپين غوايى دى د زمريانو له نسلونو
نور غوايي چى قسم قسم په رنګو دي
يا د نسله د اوښانو يا د خرو دي
زه اوته په دې ځنګله كي ښه ښكارېږو
زه او ته دواړه اصيل سره جوړېږو
دا ابلق هم د تورانو له كاله دى
دا كم اصل د غوايي له نسله نه دى
په اور شو كي د ځنګله ځان شريك بولي
ځان بادار ورته ښكارېږي د ټول غولي
يوه ورځ به دا ځنګل ټوله د ځان كړي
مړه له لوږي به كوچني لوى حيوانان كړي
دا ابلق چي شپه او ورځ پكښى څرېږي
كه ځنګل هر څومره لوى دى خو خلاصېږي
دى را پريږده زما وروركيه ښكروره
د غرور باد به يې وباسم له سره
د زمريانو په وروري كه ته رضا يې
د ځنګله به زه وزير ته به پاچا يې
سپين غوايي ځان له ابلق څخه ګوښه كړ
زمري ورو ځان ور نيژدې په يو پلمه كړ

ابلق ښكر نه و سم كړى لا جګړې ته
چي يې داړى د زمرى ولاړې سينې ته
په يوه حمله پر څټ د غوايي سپور سو
د ابلق تر سترګو ټوله ځنګل تور سو
چي هر څونه يې رمباړي كړې په زوره
چي كومك ته را رسگږه سپينه وروره
دغه حال پرون پر تور وو نن پر ما دى
د خوني زمري يرغل سبا پر تا دى
د ابلق وروستۍ رمباړي سوې كراري
د زمري داړو يې بندي كړې بغاري
بيا څو ورځى د زمري مېله تازه وه
د ابلق په پستو غوښو يې خوله سره وه
په ځنګله كي سپين بېغمه را روان و
د زمري له ورورګلوۍ غره په ځان وو
خپله وينه يې ګڼله سوچه اصله
ښكارېدى ورته خپل ځان له بله نسله
د غرور نشې اخيستى سپين غويى و
دى په خپل خيال كي پاچا وزير زمرى و
چي ناڅاپه د ښكاري زمرى غړومبى سو
مخامخ ورته په لاره كي مرګى سو

چى د خيال نشه يې ووته له سره
په ژړا سو چي زمريه برادره
ما دي داړو ته يوازي غويى تور كړ
ستا دپاره بېګانه مي ابلق وروركړ
زما او ستا ده په رګو كي يوه وينه
د اصيلو تر مابين په كار ده مينه
هر خدمت ته دي حاضر زه دي چاكر يم
په ځنګله كي ته پاچا زه دى نوكر يم
زمري وويل بې عقله ښكروره
له قانون د ځناورو بېخبره
د زمري او د غوايي په منځ كي څه دي
زما خوراك د غوايي غوښي ستا واښه دي
ستا خدمت به و په كار د دوو غوايانو
چي اوس ډلي په لګيا دي د مېږيانو
په ژړا سو سپين غويى ويل يې خدايه
په ريشتيا چي زه كم عقل وم له ځايه
په هغه ورځ مي مرګي ته ځان تيار كړ
چي جلا مي تور له ځانه په اختيار كړ
چي ابلق مي د زمري په خوله جلا كړ
هغه ورځ مي ځان له مرګ سره سودا كړ

د غوايي او د زمري پردۍ دي ويني
د دښمن سره څوك څنګه پالي ميني
چي په اصل او كم اصل تېر وتلم
په لوى لاس مي د مرګي خولې ته ورتللم

ويرجينيا
26/4/2003

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery