يوه كلي كي نامتو غښتلى ځوان و
هم شته من و هم په مټو پهلوان و
خان به تل و په ښكارونو پسي تللى
د يارانو له ټولۍ سره وتلى
چي له ښكاره به راستون سو په راحت و
خداى وركړى داسي كور لكه جنت و
انتظار يې هر ګړى ښايسته مېرمن وه
سر تر نوكه لكه جوړه چى په ستن وه
دوه او درې يې لا په كور كى ماشومان وه
يو تر بله ښايسته لكه ګلان وه
خو په قام كي دا رواج و د خانانو
يوه ښځه وه پېغور د بډايانو
چي په قام كي زورور او يا شتمن و
درې څلور يې وې عورتى ډير زامن و
يوه ورځ د خان د ښار په منځ كي شپه سوه
شپه يې چېرته په ښادي كي مېلمنه سوه
په ښادي كي يې څو نجوني وې ليدلي
زړه يې يو وړ يوې ښكلي نازولي
په كتلو يې كباب د خان زړګى كړ
په عشوه يې خوب آرام ورنه پردى كړ
خان مين سو د نازونو پر مېرمني
په زړګي يې پوري ووري ولاړې ستنى
څو واده يې كړله ناوې په لكونو
ورته رايې وړل مالونه په بارونو
اوه ورځى اوه شپې جوړ وه جشنونه
هم غوايي حلالېدله هم پسونه
په خيرات ماړه د كلي مسكينان وه
آن د ښار څخه راغلي فقيران وه
اتڼونو كي سرناوي ږغېدلې
شاه زلميو په ټوپك نښي ويشتلې
د كلا په منځ كي نجوني نڅيدلې
له بهره د زلمو نارې راتللې
په هغه شپه كليواله سوه ارزانه
چي له ښاره را واده سوه مسته ګرانه
لا په كلي كي روان وه اتڼونه
چگي د ګراني او ارزانى سول جنګونه
په كلا كي لا تمام نه وه جشنونه
چي د خان پر كور نازل سوله غمونه
هره شپه د خان پر خونه باندى غم و
هره ورځ به ورته جوړ نوى ماتم و
هره ورځ په كور نوې ننداره وه
د دوو بنو پر هر څه باندى جګړه وه
له جنګونو څخه خان هسي نالان سو
جنت كور ورته دوږخ ګزران يې ګران سو
له ناكامه به روان سو په ښكارونو
په مزلونو د دښتونو جګو غرونو
له مېلو څخه كلا ته چي به ستون سو
هغه آش هغه كاسه پوخ يې لړمون سو
پر كلا د ښارۍ جوړه پاچهى وه
كليواله لكه مينځه دا بي بي وه
ټول د ګراني په قسمت سول چي خواږه وه
مځكه سره وه د ارزاني باندى شپه وه
د انار په شان يې زړه له وينو ډك و
زړګى نه و په سينه كي ډك توپك و
خان مين د خپلي ګرانى پر نخرو و
په منتر كي بند له سر څخه تر پښو و
نه په غم كي د ارزانى د جامو و
نه يې ځاى ته ورغلى په مياشتو و
چي به خان راوړل مالونه يا ښكارونه
مخ ته نه سواى ور وتلاى اولادونه
ماشومان له بېري نه سواى را وتلاى
چا د ګراني مخ كي سپوڼ نه سواى وهلاى
په كلا كي ګراني نوى ژوند تيار كړ
د كلا څخه يې جوړ د ښار بازار كړ
نقابونه يې له مخه كړله ليري
د پلو پردې يې ټولي كړلې څيري
سينګار كړى پر بامونو ګرځېدله
نه له سيال نه له نا سياله پټېدله
نه د بني نه د بل پر وا يې كړله
په كټ كټ به يې ځوانانو ته خندله
يوه شپه چي خان په لوى سفر و تللى
د غرڅه ښكار پسي غرونو ته وتلى
يو ښايسته يو برېتور په ځان غښتلى
د بي بي خوني ته ولاړى غلى غلى
كليوالي سيورى وليد په تياره كي
زړه يې سم په دربېدو سو په سينه كي
د سينې پر كور يې اور د غيرت بل سو
زړه يې وريت په هغه اور كي سو جلبل سو
په توكل د خوني خواته سوه روانه
ټول وجود يې سره لمبه و زړه لړزانه
چي په خونه ور دننه سوه ارزانه
پر پالنګ باندي يې ولېدله ګرانه
لڅه پڅه د خپل يار سره پرته ده
لاس تر غاړه له نګار سره پرته ده
د كلونو له دلدار سره پرته ده
په خپل كور كي له اغيار سره پرته ده
چيغه پورته سوه له ستوني د ارزاني
ورته پام سو له پالنګ څخه د ګراني
ويل تېره سه بې شرمي بې پدري
اوس له دې هم راته جوړي كه خبري
چي زه يو ځل له دې شوقه سم بې غمه
خبروم دي په كارونو دوه عالمه
سره تبۍ به درته مځكه كلى كور كم
تر عالمه به دي مخ په تبۍ تور كم
زهرجني چي دي زما د عشق شېبې كړې
خپلي ورځي دي كړې توري شپې ترخې كړې
ويرجينيا
25/11/2002