يو غريب سهار له خوبه سو راپورته
مخ يې ونيوى د ښار د كوڅو لور ته
بيا پرون غوندي په كار پسې روان سو
بيا د ښار په بازارو كي سرګردان سو
بيا به څرنګه ماښام ورځي تر كوره
بيا به څرنګه نغرى ويني بې اوره
ماشومان به بيا له لوږي څخه ژاړي
يو به ګرمه بل به غوړه ډوډۍ غواړي
وړه لور به يې په اوښكو سترګي سرې كړي
ماشوم زوى به يې سلګيو كي ګيلې كړي
كرۍ ورځ يې سوله تېره په چرتونو
د مېرمنى او د لوږو اولادونو
چي يې دوې ورځي ګوله نه ده خوړلې
نه يې وچه نه لنده ډوډۍ ژوولې
په واټونو ګرځېدى چي مازيګر سو
په زړه شين سو نور له كاره لاس په سر سو
لاس د فقر يې هر چاته و نيولى
ګرځيدى په دوكانو په زړه نتلى
تر ماښامه يې پيدا يو څو روپۍ كړې
چي ايله يې په سودا وچي ډوډۍ كړې
نه يې اور وليد په كور كي ماشومانو
نه توده ښوروا تر خوله سوه د كوچنيانو
نيمه شپه يوه ماشوم ويل بابكه
سبا شپه مو په توده ښوروا ماړه كه
شپږ كلني به ژړلاى تر سهاره
څو څپېړي يې مور وركړې سوه كراره
سهار لمر لا پر آسمان نه و ختلى
چي غريب د فقر لاس و را ايستلى
كرۍ ورځ يې فقر وغوښتى بازار كي
نه يې پلى نه يې سپور پرېښود په ښار كي
يوه چا ورته ويل چى بخت دي تور دى
درنژدې چي لوى جومات دى د خداى كور دى
د جومات په منځ كي جمع ده ولاړه
هلته ورسه له مخلوقه خيرات غواړه
په جومات چي كوي خلګ لمونځونه
همېشه وېشي پر خلګو خيراتونه
هلته ورسه په خيرات به دي زړه سوړ كي
جيب او لاس به دي كړي ډك نس به دي موړ كي
غريب سم د جومات مخ كي پر ګونډو سو
په ژړا او په فرياد او غلبلو سو
چي مي وږي په كاله كى ماشومان دي
په يوې ګولې مړۍ پوري حيران دي
په شپو شپو راته پراته وږي نهر دي
لكه وچ لرګي له مړو برابر دي
پر بې وزلو زړونه وسوځئ دوستانو
زما اولاد وبولئ خپل مسلمانانو
تېرېدل د فقير مخته ډله ډله
چا له كبره د ده خواته نه كتله
چا يو څو توري پيسې وركړلې تېر سول
هم فقير هم يې د ده ماشومان هېر سول
پيسې لږ وې تر هيڅ شي نه رسېدلې
نه ډوډۍ او نه ښوروا ته بسېدلې
فقير تش لاس او جيبونو ته حيران سو
له ناكامه د خپل كور پر خوا روان سو
فقير غوښتل چي سي ولاړ خپلي كوڅې ته
چي يې لار سوه برابره ميخانې ته
پكښي ناست يو څو ملګري څو زلميان وه
بې خبره له دنيا څخه مستان وه
لاس تر غاړه سره ناست وه نازولي
د هوښيارو له دنيا دلته راغلي
د فقير لوري ته پام د يوه ځوان سو
هم سرو سترګو هم جامو ته يې حيران سو
له خپل جيب څخه پيسې يې را بهر كړې
په زړه ستړي درويزګر لره يې وركړې
ميخانه كي ورته پام سو د ځوانانو
له دنيا د بېخبرو بد مستانو
هر يوه پيسې له جيبه را ايستلې
چا لس ګوني چا شل ګوني وركولې
پر ګدا باندي يې جوړ پيسه باران كړ
ور پوره يې د تاوده نغري ارمان كړ
ده لاسونه كړله پورته ويل خدايه
ته بېشكه مهربان يې رهنمايه
تر هرچا يې مهربان په دې جهان كي
شريك نه لرې خالقه په آسمان كي
ته قادر يې ته رازق يې ما منلى
خو ادرس دي چا غلط و راښودلى
ويرجينيا
16/5/2004