يو سړى و خپله ښځه ورسره وه
دى پياده ښځه پر خره باندي سپره وه
د مېړه او د مېرمني مركه وه
څه غيبت و څه صفت كيسه توده وه
څه له يوڼو څه له خواښي په ګيله وه
څه يې نوري كيسې كړې لاره اوږده وه
پر سړي باندي مېرمن وه ډېره ګرانه
يوه ورځ يې ستړى نه سو له بيانه
چيرته ناسته وه ټولۍ د بېكارانو
مسافر ته يې سو پام د ظالمانو
ويل ګورئ دا بې شرمه بې غيرته
دى پياده ځي پر خره ناسته ده عورته
دا وطن به له بې ننګو خرابېږي
نه له خلګو نه له قوم څخه شرمېږي
نه معلوم دى ورته قدر د مېړونو
نه بېرېږي د عالم له پېغورونو
د مېړه مقام كتاب دى ذكر كړى
خداى پخپله په قران كي پېژندلى
كموي د مړو قدر بې ننګان دي
دا بې قومه دا بې پلاره ناكسان دي
سړي واوريدې د ډلي سپكي سپوري
لا تر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري
ويل ښځي ته پياده سه زه سپرېږم
د دې خلګو له پېغور څخه بېريږم
چي له كلي څخه ووتو دباندي
زه پياده ځم ته سپره له ما د وړاندي
چي پياده ښځه روانه سړى سپور سو
په يوه ګړي كي جوړ ورته پېغور سو
ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دى
په مزلو يې ښځه مړه كړه مخ يې تور دى
جګه ونه سور يې مخ دى اوږې پلني
په مړانه كي كمزورى تر مېرمني
مور او پلار دا خېټور دى نازولى
په خواري يې د لمر مخ نه دى ليدلى
دا له خدايه نه شرمېږى ظالمان دي
په بيابان كي ګيدړان د كور زمريان دي
چي په كور كي وي لوى سوي نازولي
دوى سپاره ښځي پياده ورسره ځغلي
همېشه د بل په لاس په نس ماړه دي
نه د جنګ دي نه د ننګ تيار خواره دي
چي سړي خبري واوريدې حيران سو
سمدستي له خره راكښته سو روان سو
خر دمخه دوى تر شا وهل مزلونه
ويل ګوندي اوس به كم سى پېغورونه
لا يې شل قدمه نه وه اخيستلي
لا د كلى منځ ته نه وه رسېدلي
چي تر غوږ يې سول د خلګو آوازونه
د هلكانو د لويانو ريشخندونه
دا سړى او ښځه دواړه لېونيان دي
خر دمخه دوى پياده پسي روان دي
كه پر پښو يې دى دا اوږد مزل وهلى
نو يې خر د څه دپاره رانيولى
په خندا يوه را ږغ كړله ځوانانو
له عالمه بې خبره هلكانو
دغه خر يې هم ملګرى هم رهبر دى
په دښتو كې لار ښوونكى د سفر دى
دوى له خره سره روان ورسره مله دي
كه دا خر ورسره نه وي دوى ړانده دي
هم مېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول
له ناكام څخه سپاره د خره پر شا سول
بيا له سره يې شروع خپلي كيسې كړې
ور په زړه يې تېري تېري خاطرې كړې
ور په ياد يې كړل د خلګو ريشخندونه
پر هر موړ باندى ښكنځل او پېغورونه
چي ناڅاپه يوې ډلي د ځوانانو
له عالمه بې خبره بې كارانو
ويل وګورئ دا څونه ظالمان دي
پر يوه خره سپاره دوه تنه لويان دي
نه زړه سوى لري دا خلګ نه زورېږي
نه له خداى نه له عذاب څخه بېريږي
نه يې شرم له مخلوقه د دنيا سته
نه په زړه كي يې څه ويره د عقبى سته
كه هر څو يې ځان له موږ څخه پردى دى
كه حيوان دى ژبه نه لرى ګونګى دى
خو د خداى له قهره هم بېره په كار ده
يوه ورځ د ټولو خلګو ګور ته لار ده
پر حيوان باندي چا ايښى دومره بار دى
خداى ته وګورئ يو څه انصاف په كار دى
په قيامت به را ژوندى دغه حيوان سي
سمدستي به د خاوند پر لور روان سي
دى به ځغلي خر به جګ ورباندي سپور وي
په اوږو به ساه شړى مخ به يې تور وي
له مېړه له ښځي وركه سوله لاره
هم له خره هم سفره سوه بېزاره
مېړه بيا پر پښو روان ښځه سپره سوه
بيا له سره هغه نوې ننداره سوه
دروازى د ښار بندېږي په قلفونو
څوك تړلاى نه سي خولې د عالمونو
ويرجينيا
15/3/2002