مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د موږكانو جرګه



د لوى ښار څخه دباندى يو لوى كور و
چي يو وخت د خپل څښتن په زور سمسور و
دېرش، څلوېښت پكښي آبادي لويي خوني
ګرځيدې پكښي ښايستې د كار مېرمني
شاوخوا باندي ولاړ جګ دېوالونه
د قلا په شان لرله يې برجونه
شپه او ورځ يې اوسگيدونكي په قرار وه
نه د غلو نه د رهزنو ورته لار وه
څو يې سروي په مابين كي وې ولاړي
اوږدې كړي يې له كور څخه وې غاړي
وخت په وخت به پكښي جوړه مهماني وه
د څښتن له بركته پرېماني وه
پكښي جوړ وه د غنمو ګدامونه
ذخيره وې پكښي وريجي خروارونه
چي څښتن له دې دنيا كړى رحلت و
له خپل ځان سره يې وړى بركت و
نه هوښيار پكښي معلوم و نه يې مشر
نه باور مشر ته پاته و په كشر
هر يوه ځانته ويله چي زه من يم
هر هلك ويل څښتن يمه واكمن يم
په لږ وخت كي كور ويجاړ له خلګو هـېر سو
خوشالي يې كله كله غم يې ډېر سو
چا يې شاوخوا ته مځكي كړلې لاندي
چا زړې دعوې قاضي ته كړلې وړاندي
اخيستو ته يې چم جوړ كړ بډايانو
ورته سترګي كړلې خړى ګاونډيانو
د كاله مشر چى ولاړى غم پر كور سو
د هستۍ سوه ورته شا د نېستۍ زور سو
نه په كور كي مهماني وه نه خاني وه
نه د هر څه پرېماني وه ارزاني وه
لويي خوني وې ولاړي تشي توري
پرې لوېدلي وه د غم او تيارې سيوري

كارخانې يې وې نيولي موږكانو
د دانو او د غلو داړه مارانو
هره ورځ به يې پر كور وه اخترونه
نوي نوي اتڼونه وه جشنونه
ورځ تر بلي ډېرېدل په زړونو ښاد وه
په نسونو وه ماړه په تن آباد وه
خو پيشو په دې كاله كي اوسېدله
هره ورځ په هره خونه ګرځېدله
پر كاله د موږكانو لوى ماتم و
د پيشو د لاسه نوى نوى غم و
هره ورځ د موږكانو جنازې وې
څوك به كم وه او د چا په سترګي سرې وې
يوه ورځ سره را جمع موږكان سول
په جرګه كي سره غونډ هوښيار لويان سول
ويل موږ توري پيشو يو كړولي
څوك تر مرګه ډارولي څوك وژلي
د پيشو د لاسه مخ د مځكي اور دى
هره ورځ مو نوى نوى غم پر كور دى
دې غضب ته اساسي چاره په كار ده
غر كه هر څونه دى جګ پر سر يې لار ده
يوه ږغ كړه چي په موږ كي جاسوسان دي
له پيشو سره جوړ سوي موږكان دي
په هر ځاى كي چى موږ جوړ كړو اتڼونه
د پيشو تر غوږو يو سي احوالونه

او چي كله د كندو خواته تېرېږو
ناببره پر پيشو باندى پېښېږو
زما يقين دى څوك احوال ور وړى پيشو ته
كښينوي يې زموږ په لارو كي حملو ته
بل موږك چي هم خوله ور و هم هوښيار و
هم تر نورو يو څه پوخ د غلا په كار و
ويل دا له ناچارۍ بدګوماني ده
بد ګومان لره په پاى كي پښېماني ده
نه موږك د جاسوسۍ سي زړه كولاى
نه پيشو سي د موږك خبر منلاى
زه بېريږم چي تر منځ به مو بدي سي
را نازل به مو غمونه پر ښادي سي
شور به ګډ د موږكانو په وطن وي
خپل به وژنو رانه پاته به دښمن وي
بل موږك چى زمانو و ازمېيلى
په څو واره له پيشو و تښتېدلى
تر كندو په پټو لارو ښه خبر و
هم چالاكه و تر نورو هم زړه ور و
هغه غاړي كړې تازه وينا ته سم سو
ويل ستړې مي سوه خوله زړه مى قلم سو

لا تر څو به د پيشو څخه ډارېږو
لا تر څو به په غارونو كي پټېږو
لا تر څو به د پشو غوړي چمبې وي
زموږ به بوري ميندى ژاړي سترګي سرې وي
دا يوه موږ په سلګونو مږكان يو
نو بيا ولي په چاره پوري حيران يو
ځئ په لټه د پيشو په لوري ورسو
دوه يا درې د ټول ټبر د بلا سپر سو
كه پيشو لري تېرې تېري منګولي
موږ هم نه يو څه درنې بلا وهلي
جوړوو چي په كندوانو كي غارونه
د پيشو تر زړه ايستلاى سو غاښونه
"په دنيا كي چي يې نوم لوړ پر آفاق دى
اتفاق دى، اتفاق دى، اتفاق دى"
خو هر ګوره موږكان ټوله بې زړه وه
د پيشو سره د جنګ پر طرف نه وه
د جګړې او اتفاق خبر سو پاته
په جرګه كي بل موږك جوړ سو وينا ته
هم خوله ور و هم زړه و هم هوښيار و
په ټبر كي يې ګټلى اعتبار و

دا څو مياشتي د غنمو تحويلدار و
ځكه دى تر هر موږك په غوښو بار و
ويل لوى مصيب زموږ بېخبري ده
ځكه موږ ته له پيشو پېښه خواري ده
راسئ ټول پر دې يوه خبر سلا سو
هر يو تېر له بېلي بېلي مدعا سو
زنګوله به د پيشو كو ور په غاړه
په خبر به يو چي راغله او كه ولاړه
په جرګه كي سوې چكچكي آوازونه
چا لكياني ښورولې چا غوږونه
د تحسين ورباندي جوړ سول بارانونه
تحويلدار ته يې ويل آفرينونه
په دا منځ كي يوه ږغ كړله يارانو
زه يو سوال كوم دوستانو موږكانو
خداى مو سم كه آخرت او دنيا دواړه
زنګوله به د پيشو څوك كي په غاړه؟
سره وكتل هوښيارو موږكانو
ښوروله شخ بريتونه مشرانو
په يوه پوښتنه ختمه هنګامه سوه
د پيشو د زنګولې خبر سړه سوه
د غار خوله كي چي پيشو و غوږ نيولى
له خندا يې پښتورګى وه چاودلى
وير جينيا - 18/10/2004

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery