بي بي رابيا هغه د عرش ملكه
ها نازولې د خالق لا مكان
چي يې له ژونده و شيطان شړلى
چي يې په زړه كي ځاى نيولى يزدان
چي يې پيوند و د احتياج شلولى
لار ور څرګنده وه د كور د رحمان
چي د دنيا له نعمتونو ګوښه
چي په خلوت كي يې جوړ كړى جهان
هم يې كوثر هم يې دلبر ور سره
هغه سگرابه له وصال د جانان
د پسرلي په يوه ښكلي ماښام
چي د نسيم له نازه مست وه ګلان
سپوږمۍ څيرلى و نقاب د وريځو
ځلېدل ستوري په سينه د آسمان
له شاه زلميو وه رنګين باغونه
په ميخانو كي نڅېدله مستان
د جام پر شونډو تشېدل خمونه
تر آسمانو تللې نارې د مغان
نغمه، رباب، شهباز، مطرب نڅېدل
په پنجرو كي ژړېدل بلبلان
مينځي ور ناري كړل بي بي را ووزه
چي قدرتونه د سبحان ووينې
سپيني سپوږمۍ سره د ستورو اتڼ
پرشنه كمبله د آسمان ووېنې
د پسرلي له نشې مستي پاڼي
چي كرشمې د خپل جانان ووينې
بي بي ور ږغ كړله دننه راسه
چي په خلوت كي دي يزدان ووينې
په دې تياره كي له جهانه ګوښه
پخپله نور د لامكان ووينې
چگي بې ګلونو بلبلان ووينې
چي بې له شمعى پتنګان ووينې
بي بي رابيا هغه د عرش ملكه
په خپل خلوت كي لا مكان ته تلله
هغې په زړه كي و خپل عرش جو كړى
د سترګو رپ كي خپل جانان ته تلله
په قناعت يې بل پيوند شلولى
لكه شغله اووم آسمان ته تلله
د هغې ټول وجود له مينى جوړ وو
خو په سينه كي يې يوه مينه وه
هغې يوازي يو جانان پېژندى
دغه يوه دغه پخه مينه وه
كه يې له غيرو وو پيوند شلولى
هغې له زړه و هر نفرت شړلى
لكه لمبه له هره عيبه پاكه
زړه كي يې مكر د شيطان وژلى
هغې ويل د لامكان خالقه
د كايناتو او جهان خالقه
چي دي دنيا كي زما نصيب كړى دى
هغه دي وركړه دښمنانو لره
خپل جنتونه نعمتونه كوثر
وركړه پېرزو يې كه دوستانو لره
ما لره بس جانانه ستا مينه ده
د زړه په كور كي مي تنها مينه ده
بي بي رابيا هغې د نور مېرمني
هغې د هر انسان په درد خوږمني
په يوه لاس كي يې ډك جام نيولى
او په بل لاس كي يې وه سره اورونه
تلله د غرونو او دښتونو پر لور
لا يې په مخ كي وه ياغى سيندونه
ويل يې اور د دوږخونو وژنم
چي نه انګار نه يې لمبې پاته سي
ورځمه اور يې په فردوس ګډوم
چي نه كوثر نه يې ويالې پاته سي
چي نه انسان جنت ته ومسېږي
چي نه لمبې د دوږخ وغورېږي
چي نه په زړه كي يې د حورو طمع
نه د سقر له خوبه ولړېږي
غواړم بې طمع بېله ډاره انسان
د زړه په كور كي ځاى كړي نوم د يزدان
پريوزي سجدې ته د خالق لامكان
په شپه او ورځ يې وي په زړه كي جانان
بي بي رابيا هغي د نور مېرمني
هغي د هر انسان په درد خوږمني
د نفرت زڼي له سينې ايستلي
ريښې د ميني يې په زړه كي پلني
چي يې سوځلي وې د زړه پر غولي
د عشق له اوره د شيطان څرمني
ځكه يې عرش كړى خلوت كي و ځاى
او نازولې وه د ميني د خداى
ويرجينيا
6/9/2004