ما د شپې په تور ګرېوان كي
ګوره څومره بېحسابه اوښكي توى كړې
ما مي سترګي لكه شمعي
ستا پر لار وې لګولي
او نظر كي لكه شمع
خپلو اوښكو له تياره مرګي ساتلي
خو د شپې په تور ګرېوان كي
نا اشنا چي هم له زړه هم له زړه سوي دى
هره شپه تري تم كېږي
په زرګونو بېحسابه روڼې اوښكي
ما هم دلته د پېړيو په كوګل كي
د زمان د تورو لارو په كوتل كي
د خپل عقل افلاطون و زيندۍ كړى
په لوى لاس مي د جنون شپې سپينولې
پر سراب مي خپلي سترګي غولولې
روڼي اوښكي مي دانه دانه شمېرلې
سل سوې زر سوې
په ميليون تر حساب تېري
شپې لا توري وې
خو تور وېښته مي سپين سول
ته را نه غلې
خو زه اوس هم
د مړ ژواندي عمر كور ته
ورلېږم سلګۍ د اوښكو
تا ته لار د انتظار كي
بلومه داسي شمعي
چي سېليو د زمان ته مخامخ دي
ويرجينيا
2003/9/24