زه لكه اوښكه له خپل كور سره اشنا نه سومه
چي د باڼو او د ګرېوان په تكل
په بې اختياره سفر وخوځېدم
زما په شبنم غوندي واړه زما په ښيښه وجود كي
زما په لنډي زما شېبه وجود كي
زما په بې رنګه په ساده وجود كي
د هغه كور ټوله رازونه پټ دي
د هغه ښار تياره كونجونه پټ دي
چي يې پخپله پېژندلى نه يم
چي يې يوه شېبه خپل كړى نه يم
نه په سفر ورته راغلى ومه
نه مي په خوښه چا منلى ومه
نه په اختيار مي هستېدلى ومه
نه له آواز نه فرياده آشنا
له زرو ژبو سره
د نورو تلليو په څېر ورغړېدم
زه لكه اوښكه په شبنم غوندي واړه بدن كي
په خپل بېرنګه په ښيښه بدن كي
د هغه كور ټوله رازونه لرم
چي يې يوه شېبه خپل كړى نه يم
لا تر ګرېوانه رسېدلى نه وم
لا مي لنډۍ لاره پى كړې نه وه
چي مي بې پښو وجود دانه دانه سو
د سترګورو د هوښيارو مخته وځلېدم
هم مي په ژبه هم په راز پوهېدل
مګر په سل ژبو ګونګي پاته سول
د يوه بل پر لور يې وكتله
يوه شېبه يې پر شونډانو موسكا وغوړېده
او زما شبنم غوندي بې رنګه وجود
له زرو ژبو سره
پر بې اختيارو لارو ورغړېدى
له هري سترګي هري ژبي بېګانه پاته سو
او د نېستۍ په څېر له ياده ووت
پېښور
2002/5/16