خدايه كشكي مي د عرش په كنګرو كي
لوړ له ستورو پاس په جګو آسمانو كي
پاس له ټولو جنتونو دوږخونو
ستا د شان ستا د قدرت په آيينوكي
د ا لهام د فرشتو تر وزر پورته
د اسرارو د پردو په كرشمو كي
ستا له څنګه ستا له تخت سره مي ځاى واى
سترګور او زورور لكه هماى واى
له هغه ځايه مي ټول جهان ليدلاى
يو په يو مي د سينو پټي سپړلاى
دوه رنګي مي له رنګونو بېلولاى
پر بڼو مى د تزوير اوښكي ښودلاى
د شيطان له وزرونو مي لښكري
د ريا سپينو جامو كي را ايستلاى
چيغي پورته واى د حق له منبرونو
د منصور په نوم خطبه ويل كېدلاى
نه خپلوي به له شيطانه واى د سترګو
نه به ژبي په دروغو ګړېدلاى
نه به ډكي واى كوڅې له غمازانو
نه لستوڼو كي ماران به پټېدلاى
پاكول او بېلول مي سپين له توره
خبرول مي ټول وګړي ستا له زوره
يوه ورځ به مي ليداى له آسمانونو
چي سپېگرې تشي كوڅې دي د ښارونو
نه په خولو كي به ګړېږي د چا ژبي
نه به ويني د چا سترګي د سرونو
له تيرو تورو به سرې ويني څڅېږي
سره اورونه به وي بل د كساتونو
دا جهان دى تا له رنګه پيدا كړى
هم ژوندى دى هم پايېږي په رنګونو
لېوني دي چى بېرنګه پيدا كېږي
بېرنګي په هېڅ قانون كي نه ځايېږي
ته په عرش كي پاچهي كوه سلطانه
موږ له رنګ سره پخلا ښه يو يزدانه
د وګړي ځاى جهان د خداى آسمان دى
رنګ په برخه رسېدلى د انسان دى
ويرجينيا
2003/4/25