ما د خپل عمر د ازل پر تندي
پر هغه سپينه پاڼه
چي لا رنګونه د زمان ور رسېدلي نه وه
چي لا بادونه د آسمان پر غوړېدلي نه وه
چي لا ګردونه د جهان ورته ختلي نه وه
په خپلو ګوتو خپل قسمت وليكى
ما د تقدير د لامكان پر لمن
ما د خالق ما د يزدان پر لمن
په خپلو وينو قسمت ولمباوه
ما له محرابه ياغي سوى بنده
د خپل وجود په شمع
د خپل ژوندون په لمبه
په خپل تندي كي سجده وسوځول
راته ابليس په كټ كټ وخندله
راته قسمت په ساندو وژړله
او زما په سرو وينو لړلي ګوتي
د خپل جانان پر سپينه پاكه لمن
د ځوانيمرګي پښيمانۍ په لمبه وچي سولې
كابل انتر كانټينينټال
2002/6/16