ښايستې نجلۍ په خمارو سترګو كي
د زړګي پټ راته رازونه وايې
چي په نظمونو راته خوله پوري كې
دانه دانه راته دردونه وايې
ته چي موسكۍ سې زه دي سرو شونډو كي
پټ له زړګي سره حالونه وايم
زه دي پوښتم له غټو سترګو كيسې
زه دي كتونكى داستانونه وايم
څه افسانه ده ستا له نظم سره
چي له بيتونو دي زخمونه اوري
دا څه رازونه دي په وينو كي دي
چي له رګونو دي اورونه اوري
ښايستې نجلۍ ستا سره نه ښايېږي
داسي غمجني ګيله مني شونډي
دا له بهره له سره رنګه ښكلي
دا په دننه كي خوږمني شونډي
ښايستې نجلۍ په عمر تاندي لښتي
ته لا تر اوسه د دردونو نه يې
ځه د ګلونو سره لوبي كوه
ته د اغزيو د زخمونو نه يې
ته لا د شپو د ژړېدلو نه يې
تا لا زلمۍ ورځي خندلي نه دي
ته له ترخو څخه كلونه ليري
تا لا د ژوند خواږه څكلي نه دي
ځه د ګلونو په لمن كي نجلۍ
لكه ماشومه داسي ورغړېږه
لكه د غرونو د دښتونو هوسۍ
وځغله، ودرېږه، وتورېږه
ته چي په نظم راته خوله پوري كې
ته وا پر شونډو دي ترخه پاته دي
سترګي دي هركله آسمان ته ګوري
ستا له آسمانه سره څه پاته دي
پر سوركۍ شونډو دي خندا خپره كه
پرېږده د خوب د ناكامۍ خبري
راسه كيسې د شاپېريو وكه
ستا سره نه ښايي بوډۍ خبري
ورځه خپرې څوڼي په ټال كي كښينه
له رنګينيو سره و زنګېږه
د كوه قاف خوبونه وتخنوه
له شاپېريو سره ونڅېږه
ورځه د نجونو په ټولۍ ګډه سه
چي پيغلتوب درسره ورقصېږي
له پايزېبونو داسي شرنګ پورته كه
چي له مستۍ دي مځكه ولړزېږي
درڅخه تښتي دا ناځوانه ځواني
دا بې وفا عمر وفا نه لري
دا د يوې شېبې ميلمه دى ښايست
لكه برېښنا ځغلي بقا نه لري
ښايستې نجلۍ په عمر تاندي لښتي
ته لا تر اوسه د دردونو نه يې
ځه له ګلونو سره لوبي وكه
ته د اغزيو د زخمونو نه يې
ويرجينيا
2002/12/26