تاسو يې پېژنى دا څوك دئ؟
كله ولاړ ســــــي په خــــــــيالونو سردرو ته پورته كېږي
كله كـــــښته سي درو ته سپين ســندريږي يې ياديږي
كــــله مل وي دكـــــــوچيانو په كــــــــېږديو كي اوسېږي
كــــله ځان خــــــپل زنداني كړي زولنې ورته شرنګيږي
بيا په مــــــينه د جانان كـــــــــي يادوي اغـــــــزن خوبونه
بـيا وطــن شــــــهيد شــــــــهيد وي يادوي ستړى مزلونه
بيا له قـــــــــهره او له جــــــوشه په ســـوكو وهي ټانكونه
هــــا زړي خاطـــــــرې ورشې وېښوي وېده مـــــــــــــغزونه
كـــــله ځي تر كـــــــــــــندهاره يادوي كــــاږه تـــــــــــــګونه
كـــــــله ســــــــتايي كـونړونه په حجرو كي چنګ برېتونه
كــــــــله پورته بدخــــــــشان كي لـــــټوى ښكلى لعلونه
يـــا په دښــــــــــتو د پروان كــــــــــــي دلاله وو سره ګلونه
بيا په خــــــيال كي يو ځل ورشى د غازيانو و ټولۍ ته
بيا په اوښكو ورته ناست وي د وطن بوري موركۍ ته
بيا په سرو اوښـكو ژړېږي د شهېد ورور و خوركۍ ته
بيا ورليـــــكى ســـــــــلامونه د كوچني غازى سلګۍ ته
كــــــله ســـــــــــتايي په وطن كــــي د غازيانو مورچلونه
كـــله غـــــــــــــــندي د بيدردو او نامــــــــــــــــردو چپاوونه
كــــله ســــــــــــــــتايي د باتورو جنـــــــګياليانو سنګرونه
كــــــله غـــــــــــندي په كــوڅو كي بېګگانه او پردي پلونه
بيا خــــــــــــــــيام وي بيا بــــــــــــــــاران وي بيا پـيالې وي
مــــــــــېله وال له ښــــــاره ووځى د بابا صاحب مېلې وي
د يارانو په ټولۍ كــــــــــــــي هــــم سندري هم نغمې وي
وريادېږي يي جونــــــګړه روڼ كــــــــړې خپلي شپې وي
بيا زاهـــــــــــد او معتصب ته رياګــــاني ور پېغور كړي
بيا په شــــــعر او په خيال راته سينګار د بابا كور كړي
بيا ورځــــي تر خــــــــــــــــپل جانانه بهانه د ابا ګور كړي
چي بيا وروسته رقــــــيبان يي په محفل كي ور پېغور كړي
بيا په خـــــــپلو ستـرګــــــــــو ويني د پېغلانو ګــــودرونه
د تيارو اجــــــــــاره دار پــكښي كـــــــــــــــــــــــــرلي افتونه
پېغلي نه شى وړاى ګــــــودر ته شنه منـــګي او امېلونه
په ګـــــــودر كي د پېغلانو د پرديو مورچــــــــــــــــــــــلونه
بيا كــابل وي مستي پېغلي يي پښي لوڅي وريادېږي
يتيمان او ببر ســـــــــــــــري ماشــــــــــــــومان ورته ژړېږي
كـــــــــــلاګـــــــــاني د بابا يې د پــــــــــردو په لاس نړېږي
په نـــــــــــــاورين د زورورو عـــــــــــزتونه خـــــــــــــــــرابېږي
بيا ځـــــــــوانانو د وطن ته په خـــــــــــــــــــوږه ژبه ګــــــــويا دئ
وايي پرېږدئ سنــــــــــــــــــــــــګرونه دا وطن مــــــــــــو د ابا دئ
د مورچــــــــــل و ځـوان ته وايي چي دا كلى زما او ستا دئ
تا د خــــــــــــــــــــــور ټكرى پېيلى دا دســـــــــــتور د نااشنا دئ
كـــــــــــــله غاړه د هلــــــــــــــــمند كي راته ستايي اتڼونه
د هلـــــــــــــمند نه جــــــــــلاله ته وړي شرنګي او امېلونه
كــــــــــله ځي د هـــــــــــــندوكش نه يوار ګـــوري خيبرونه
كــــــــــله ځي وهــــــــــــدېروته را شميري مـــاشوم قبرونه
بيا پر لـــــــــــويه لار روان وي وېښوي ويده خــــــــوبونه
بيا د اوښــــــــــــكو په زورونو ورانوي كښلي خــــــــطونه
بيا بوډى اســــــــــــمان ته وائگي نور دي نه وړم فرمانونه
ما يوه ســـــــــــجده مــــــــــــــــنلې نور يې نسته محرابونه
بيا په ســـــــره غرمه ميوند وي بيا ايوب او ملالۍ وي
بيا بولـدك وي بيا لښكري ورسره چي تور پېكۍ وي
بيا ميرويس وي بيا جـــرګې وي ګورګينانو چي سلګۍ وي
بيا بابا توره ايســــــــــتلې د غـــــــــازيانو چي ټولۍ وي
كــــــــــله ډاډ وي لارويـــانو او لار وركــــــــــــــو قافلو ته
چي هــــــــــــا تللي په ســـــــېلونو توتكۍ به بېرته راسي
كله مـــــــــــــل وي د پردېسو او غــــــــــــــــــمجنو مساپرو
وايي توري شــــــپى تېگريږى دا وطن به زما او ستا سي
كــــــــــله زېرى شي ســـــــــاقي ته او غوږ كي ورته وايي
د حــــــــــــــميد د ترانو او شـــــــــنو پيالو دور به بيا سي
كـــــله تور چپه كاكل د خپل جانان په خوب كي وېني
په تعبگير كــــــي د زاغانو پايـــــــــــــكوبونه به رسـوا سي
بيا د خــــــــــــيال په ټال ياغــــــــــــي سي تارېخونه وريادېږي
هــــــــــــــــغه توره د بابا يي هر ګــــــــــــــــــړى مـــــــخ ته ځلېږي
وايي ولــــــــــي زموږ غـــازيان له قبرو نه راپورته كېږي
دا ژوندي په مـــــړو حساب دي چي وطن ېى لېلامېږى
تاسو يې پېژنئ دا څوك دئ؟
دا ازل ته ياغـــــــى ســـــــــــــوى
چي جـــانان يې خپل وطن دئ
او وطــــــــــن يي پردى ســــــوى
چــــا په غوږ كـــــــــي راته ووې
" زه ېى پېژنم غنى دئ دا زړور دا ببر سرى "
ما وې نه ګــــــرانه غلط ســـوې زموږ د هــيلو
" جــــهاني " دى د جانان په لــــمبو سوى