دارغوان له سرو ګلونو سره مينه لرم
زه چي سره ګل د ارغوان ته ګورم
په هره پاڼه كي يې ځان وينمه
لكه ښاخلې چي يې زما وينه لري
لا ارغوان چي زما په وينو كي وي
زما په رګو كي ارغوان بهيږي
لكه چي زړه مي وي له ده سره پيوند وهلى
لكه نفس چي مي له ده سره وي ژوند منلى
دى زما په ساه ژوندى دى
دى زما په وينه پايي
د ده له پاڼو سره
دا زما رګونه ښايي
روح مي د ده له ميني
ناڅي سندري وايي
چي ارغوان ته ګورم
په هره پاڼه كي يې ځان وينمه
كله مي ځان كله جانان وينمه
غونچه غونچه وينم ګړېږي راته
ښاخله ښاخله ګورم نڅېږي راته
د ارغوان د سرو ګلونو سره مينه لرم
د ارغوان په سرو ګلونو كي مى وينه لرم
زه پر سره ګل د ارغوان مين يم
ما يې د سرو پاڼو تر سيوري لاندي
د سرو شرابو له جامونو سره
له ډكو ډكو ګيلاسونو سره
نيم له يارانو نيم له خپلو غزلونو سره
پر محتسب او پر زاهد خندلي
وچي رېښې مي د تقوا سوځلي
شونډي مي غبرګي د توبې ګنډلي
هيلي مي ټولي د كوثر وژلي
اوس مي شېبه شېبه يادېږي راته
اوس د ځوانيو شپې ژړېږي راته
ما يې د سرو پاڼو ترسيور لاندي
د سرو شرابو په مستي كي ځواني وركه كړله
اوس مي په وركه پسي
د لا لهاندو مرغكيو په څېر
كله ښاخلې كله ريښې د ارغوان لټوم
ويرجينيا
2004/3/4