د پسرلي يوه ښايسته سهار كي
له شنه آسمانه پلوشې را اوري
زه په كوټه كي يم فكرونو وړى
پر كتابونو د لمر وړانګي ښوري
دكړكۍ شاته مي له ونو څخه
د مرغكيو آوازونه راځي
راته د تېر پسرلي ياد راولي
راته د تېر عمر خيالونه راځي
پر خپلو سپينو ويښتو لاس تېروم
زړه ته يو يو زلمي كلونه راځي
نامرادي ورځي مي پر زړه را اوري
لكه تياره كي چي ږغونه راځي
ګوره چي څو پسرلي مخكي دلته
پر شنو ښاخونو مرغكۍ ناسته وه
لكه له قافه راوتلې پري
په ځان غره لكه بدرۍ ناسته وه
د فرشتو د نور له ګوتو جوړه
په رنګ رنګينه ناوكۍ ناسته وه
پر شنو ښاخلو يې ترانې اوډلې
د حال په ژبه يې د لاري كيسې
دانه دانه راته په خوله پېيلې
څه د زړې ځالګۍ نكل په خوله
څه يې د نوي كور كيسې كولې
زه په هغه توره كوټه كي ناست يم
زه له هغې كړكۍ برګونه وينم
هغه د ګلو امېلونه وينم
هغه د سرو ګلونو تاندي لښتي
هغه د ګلو امېلونه وينم
د كړكۍ شاته پسرلى تېريږي
د مرغكيو كاروانونه وينم
په هر كاروان كي د مرګي هنګامه
د خزانونو يرغلونه وينم
هغه مرغۍ چي يې نغمې كرلې
چي ترانې چي يې كيسي پېيلې
ورك به يي چېرى وي وروستي ږغونه
پر كوم ولات به وي خزان وهلې
بل پسرلي به وي هم ځاى وركړى
نوي ځالۍ ته به وي هم راغلې
كه به منګولو د خزان نيولې
يا به ژلۍ د پسرلي وژلې
اوس له هغې نغمې كلونه تېر دي
اوس پر هغې شېبې عمرونه تېر دي
پسرلي ښخ سول د خزان پر لمن
پر لحدونو يې وختونه تېر دي
زما دكړكۍ شاته تېرېږى زمان؟
كه زه هم مل يم د همدغه كاروان
نه مي خپل سيورى نه مى پل وليدى
نه په دې لار كي چا ليدلى روان
چا به د عمر قافله بللې
نه يې هى هى نه يې ښكارېږي ساروان
چي لا به څو نه برېښنا و پړكېږي
چي لا به څونه وغړومبېږي آسمان
څومره ګلونه به لا و وينمه
څو به لا وينم لا د پرخي باران
څونه به واورمه اشنا ږغونه
څونه به وناڅي بلبل ته ګلان
څومره به ياد كم له زلميو سره
د ځوانۍ خوب د مستۍ تللى داستان
چي لا به څونه پسرلي وشمېرم
لا څه بادونه به راځي د خزان
لكه چي ماته رايادېږي تللي
ما به هم ياد كي پاته سوي ياران
خو دغه سر به راته نه سي معلوم
دا حقيقت به راته نه سي عيان
چي په لحد كي به بندي اوسېږم
كه په ژوندون يم د ازل بندېوان
راته ښكارېږي چي بندي پيدا دى
د مور له غېږي تر قيامته انسان
ويرجينيا - 2004 /5/10