هغه شاعر چي ستا د دوو سترګو ښايستو مين و
هغه چي هم دي د موسكا هم اوښكو سرو مين و
چي كرۍ ورځ دي لكه سيورى ګام په ګام ملګرى
ستا د وجود ستا د تصوير او د خيالو مين و
زخمي زخمي به ستا تر سر بلا ګردان ګرځېدى
هم دي پر ګل هم دي پر پاڼو هم اغزو مين و
چي خپل نصيب يې ستا د حسن په قلم وهلى
ستا په اغزنو انديښنو يې و قسمت ليكلى
هغه چي تېر يې پر خپل ځان او ټول جهان بللې
هغه چي تور يې ستا د ميني په ازل منلې
نور به يې پل ستا په كوڅو كي څوك ليدلاى نه سي
څوك به يې ستا په نامه چيغي اورېدلاى نه سي
د غزل سور به يې شهباز را ويښولاى نه سي
د نظم رنګ به يې سورونه شرنګولاى نه سي
له ګودرونو د كيږديو تر ماښامه پورى
نغمه نغمه به دي پر شونډو ګرځگېدلاى نه سي
هغه د تل دپاره ستا له څنګه كوچ كړى دى
نور دي خوبونه په پيزوان كي زنګولاى نه سي
هغه شاعر ستا د خيالونو سترګي پټي كړلې
اوس دي په لاره كي لېمه درته كرلاى نه سي
اوس به دي څوك د زړه په كور كي تصويرونه كري
اوس به دي څوك په تصويرونو كي رنګونه كري
اوس به دي څوك د محفل شمع په وزر تودوي
څوك به پتڼ غوندي پر ځان ګونګي داغونه كري
څوك به شيرين كي ستا نكلونه د تندي په وينو
اوس به دي څوك په افسانو كي كلنګونه كري
اوس به د چا هنر در اړوى نظر د جهان
اوس به د چا له چيغو ولړزيږي مځكه اسمان
اوس به د چا له سترګو تور وخوري منتر د رقيب
د چا لېمه به كي خطا د سپېلنيو ايمان
هغه شاعر ستا له محفله وچى شونډي ستون سو
نور يې د خضر تركوثره اثر نه رسېږي
د بوډۍ ټال ته دي يو رنګ ور خېژولاى نه سي
ستا په تابلو كي يې بې رنګه جادو نه چلېږى
اوس يې ګونګۍ ده تر قيامته د زخمونو ژبه
د فريادونو له پايكوبه يې څوك نه بېرېږي
هغه شاعر په زكندن كي اوښكي وګنډلې
ته يې د مينى د خالق پر لمن وسپارلې
د حال په ژبه يې څو ځله دا پوښتنه وكړه
څنګه يې توري ورځي خپل پر ازل ومنلې؟
ويرجينيا
2002/11/15