د شونډو تصوير
زه د رود پرغاړه تلم را يادېدلې
هغه شونډي چي وعدې به يې كولې
هغه شونډي چي د ګل په شاني سرې وې
چي شېريني د سبا باندي وعدې وې
د ګلاب د ګل تر پاڼو وې نازكي
چي به تل باندي خپرې خوږې پلمې وې
هغه شونډي دي نن هېري له كلونو
پردۍ سوي له نخرو دي له نازونو
نه وعدې سي نه پلمې پر ګرځېدلاى
نه غونچې د ګلو ځانته سي بللاى
نه موسكا يې له سينو سي زړونه كښلاى
نه خندا يې نوي هيلي سي سپړلاى
هغه شونډي دي له خاورو سره تللي
خاطرې يې له سينو څخه وتلي
د زلميو له كيسو دي هېري سوي
لكه نه وي چى دنيا لره راغلې
د مين سره نور نه كوي قولونه
اوس يې نه ښكاري د رود پرغاړه پلونه
اوس د سيند پر غاړه نوري ښكلي نجوني
له ساحل سره نژدې د كلي نجوني
زړونه كاږي د زلمو په سرو منګولو
په نازونو كرشمو منلي نجوني
د زلميو زړونو نوي افسانې دي
اوس پر نورو شونډو نوي ترانې دي
دا يو زه يم چي مي ښكلې را يادېږي
دگ ښكلا ږغ مي غوږونو ته رسېږي
وايم اوس به ژړي پاڼي كړي پايمالي
لكه لښته پر نرۍ ملا به غبرګېږي
پر نرۍ شونډو به نوي كړي قولونه
رغوي به مي د زړه زاړه زخمونه
ځان پخپله په خيالونو غولومه
جوړوم د رود پر غاړه تصويرونه
زه له نورو سوركو شونډو په زړه سوړ يم
نويو ښكليو لره جوړ نه يمه زوړ يم
ويرجينيا
2004/3/16