زه پوهېدم چي يوه شپه به مي په غېږ كي نيسې
ما دي د دغي شپې خوبونه ليدل
ته به مي شونډي ښكلوې زه به دي نه ښكلوم
ته به مي ځان ته كشوې زه به دي نه كشوم
ته به ياغي يې له ګناه او له عالمه څخه
ته به بېغمه يې د ژوند له هره غمه څخه
زه به بندي د خپل ايمان په زولنو كي يمه
زه زولانه به د پرهېز په اندېښنو كي يمه
زه به لا ورك د خيالي لارو په تيارو كي يمه
لاس به مي غاړي ته در تللاى نه سي
سترګي به مخامخ كتلاى نه سي
شونډي به شونډي مچولاى نه سي
خو له ګناه به مي ايمان ايسارولاى نه سم
لاس به دي غاړي څخه كښلاى نه سم
له ګرمو شونډو به دي شونډي خپلولاى نه سم
نازك زړګى به دي ټوپونه وهي
د زړه په ژبه به پوهېږو سره
كرار كرار به نيژدې كيږو سره
زړه به مي اوري ستا د زړه ږغونه
د ګناهونو به سستېږي ملونه
له ټينګ ايمانه به سي مات بندونه
د پرهېزونو مقدس خطونه
ټول به رشتيا سي شيطاني خوبونه
زه به اوښتى يم له لڅو سترګو
د خپل ايمان له سرحدونو څخه
ويرجينيا
2002/12/27