ما د ځوانۍ ما د مستۍ په بيه
ما د هستۍ په بيه
د ماشومتوب د طلايي ورځو په بيه
اوښكى واخيستلې
څومره چلبازه سوداګر دى آسمان
زما يې د ژوند خمير په اوښكو كاوه
ما ته مي ژوند ما ته ځوانۍ ژړله
زما زلميتوب ما ته مستۍ ژړله
په هر منزل كي مي مستۍ ژړله
او ده په ويړه خوله خندله راته
ويل يې لنډي د خندا ورځي دي
او نا پايانه دى د اوښكو سفر
ويل يې ژوند مي ابدي در كړى
عمر مي ټوله جنتي دركړى
قدم قدم مي كوثري دركړى
ستا په نيستۍ كي مي هستي وكرل
ستا مى په وينو كي مستي وكرل
تا ته به لاړ د مرغلرو دركم
زه به خرمن د جواهرو دركم
آب حيات به دي ځوانۍ ته د بڅرو دركم
او ستا د اوښكو له تصويره به هستي څڅوم
ستا له آوازه به مستي ويښوم
ستا له شپېليو به ځواني پاڅوم
خوته ورځه اوښكي نيمګړي نه كې
زه له ځوانۍ له ماشومتوب زه له هستيو څخه
د زلميتوب له بدمستيو څخه
د خوب او خيال پر نيلي سپور تېر سومه
ما ويل ځم په نا پايانه سفر
ما له سپين ږيري سوداګر سره سودا كړېده
پر ما يې لاړ د مرغلرو دى ارزان پلورلى
پر ما خرمن د جواهرو دى اسمان پلورلى
آب حيات يې يو په سله په تاوان پلورلى
ځم چى بڅري د حيات له اوبو وپاڅوم
خو چي له ښاره د هستۍ وتلم
چي زه منزل ته د نېستۍ ورتللم
چي مي په اوښكو د سلګيو سفر ولمباوه
چي مي په وينو د اغزيو ګودر ورنګاوه
چي ناخبر مي نيلى پر هستۍ وځغلاوه
هغه چلبازه سوداګر په كټ كټ وخندله
او زه د اوښكو په ګامونو روان
زه د خيالونو له سفره ستومان
لا پوروړى وم ځوانۍ د اسمان
د ژوند وروستي پړاو ته ورسېدم
ما يې نه لاړ د مرغلرو وليد
نه مي خرمن د جواهرو وليد
او نه مي تنده د حيات په اوبو ماته سوله
كابل انټركانټينيټال
2002/6/5