جهاني ته
ســـــباوون په تمه ناست تورو تـيارو كي
زنګېدلى د غــــــمونو په ټالــــــو كي
دا د ميني د دنيا خوږ انــــــــځورګر ته
چي يې ځاله د عشق جـوړه ده مغزو كي
دا زموږ د وخت هـــــــوښياره لېوني ته
جـــهاني ته جـــــهاني ته جـــهاني ته
د حـــميد او د خـوشال د پګړۍ ګل ته
د الفـــت او د رښــــــتين د بڼ بلبل ته
د مــكتب غــــوره شاګرد د پير محمد ته
چي يې تاج په سر كي ايښى دى غزل ته
د كـــروړ د ميخانې ښــــــكلي ساقي ته
جـــهاني ته جــــهاني ته جــــهاني ته
قلـــــندر عبدالرحـــمن د كور ډېوې ته
د حـــــمزه بابا په سر جـــګي شملې ته
د مــــيرويس نيكه د باغ خوږې مېوې ته
د پښتو ادب دې ښــــــكلى تـــرانې ته
د احــــــــمد بابا د ستر كهول لمسي ته
جـــهاني ته جــــهاني ته جـــــهاني ته
چي پانــــوس يې سوځيدو سره اشنا دى
چي پتڼ يې د لـــــمبو ســــره اشنا دى
چي يې خــــيال څه د فلك په رحم نشته
چي يې كــــور له سوځيدو سره اشنا دى
ميراث خــــور د بېنوا او د غـــــــني ته
جـــــهاني ته جـــــهاني ته جــهاني ته
دا ســـــاقي چي د جــــامو سره لوبېږي
دا خـــــمار چـى په نيشو كي نه مستيږي
چــي كـــري ځانته پخپل لاس دوږخونه
دا زردشت چــــي بل اور سـره خوښيږي
دا په سوي مــذهب پوه مست دوزخي ته
جــــهاني ته جــــهاني ته جــــهاني ته
چــــى اورونه يې په كــــور د پلار ژړلي
لـــپي لـــــپي يې په هــــر مــزار ژړلي
چـــي يې ټانګ د يرغـلګر په سوك وهلي
ويني ويني يې په هـــــــر پرهـــار ژړلي
د افـــــغان د درد او غــم په اور ستي ته
جــــهاني ته جــــهاني ته جــــهاني ته
چــــي خــيبر او چي ميوند يې ترانه ده
پاني پټ يې د پلـــرونو حـــــــماسه ده
چي پامـــــير او هـندوكش يې د خيالونو
هـــم شــــمله ده هم كعبه ده ميخانه ده
د كابل د پت او ننـــــګ ساده سپاهي ته
جــــهاني ته جـــــهاني ته جــــهاني ته
چي ښــــــكلا يې شـور په سر كي لګولى
چـــي خالونو د صــــنم په زړه خــوړلى
چـــي سينه يې د غاټول سره سيالي كړي
د وزخـــي سره په اور كــى ســــوزېدلى
دا په تلليو كــــي زمــــــــوږه اوسني ته
جـــــهاني ته جــــهاني ته جــــهاني ته
چــــي تر هر چــا په ګناه باندي پوهېږي
چــــي له شـــيخ او له زاهده نه وېرېږي
له چـــړو او له رســــــو يې پــــروا نسته
چــــي د دار حلـــــقې ته خپله روانيږي
دا زموږ د عــــصر بې كـــــــچه ياغي ته
جـــــهاني ته جــــهاني ته جــــهاني ته
دا لــــوى بحر چي ويالـو كى نه ځايېږي
لامــــبوزن چـــي په څپو كي نه ډوبېږي
د قـــــلم توره يې تل د لاس زېــــور ده
چـــي د ظلم د ښــــــامار سره جنګېږي
د لايـــق او د اجــــــــمل دا سـكني ته
جــــهاني ته جــــهاني ته جـــــهاني ته
چــــي په نرخ او خـريدار د زړه پوهېږي
پېرېــــــدل چي په بــازار د زړه پوهېږي
چـــــي فـرياد يې د خوږمنو زړو اواز دى
چـي په جــــوړ او په بيمار د زړه پوهېږي
دې نيالـــــګي زموږ رشاد لوى حبيبي ته
جــــهاني ته جــــــهاني ته جـــهاني ته
چي ســـــبزې كوبي د مســـتو پسرلو كي
چي ساقي ســــره هم غاړي دى پيالو كي
چــــي شـور دى د سيني په خلوتګاه كي
چــي احساس يې توپاني دى په شعرو كي
پـــــخې نښي د پژواك او خلــــــيلي ته
جـــــهاني ته جـــــهاني ته جـــهاني ته
چــــي دوږخ په اجــــارو له فلك غواړي
منــــصوري نشې اخيستى دى دار غواړي
د خـــــيام كوڅو ته ځي په بد مستۍ كي
د ګلاب مينه په كـــــور كي د خار غواړي
دا خـــپلوان د شمس الدين او د داوي ته
جــــهاني ته جــــهاني ته جـــــهاني ته
چـــي ټاكـلي يې خپل ځانته هديرې دي
د منــــصور او د فـرهاد سره يې شپې دي
دا ســــــركښه د جنون پر بستر پروت دى
ماتي كـــــړي يې د عــــــقل زولنې دي
زر ســــــلامه د كــمال عــبدالبارى ته
جـــهانى ته جــــهانى ته جـــــهانى ته