زموږ شاعر جهاني
نه د چا د پېكي يـار يم نه د چا په تور سنګسار يم
نه بې لاري نه پر لار يم له خـــــپل ځانه مي ګيله ده
كه هنر د انسان د روحي، فكري، عاطفي اړتياوو پوره كول وي، نو ښه هنر او له هغې ډلي
نه ښه شعر بيا د انسان په ارواحي ژورتياوو، ښكلاييزو احساساتو (ميني، كركي او
غريزه) كي د هڅو او هاند د بهير پلټنه، څېړنه او يا د دغه بهير د كومي شېبې يا برخي
انځورول دي. د دې لنډي يادوني نه مي موخه دا وه چى باري جهاني زموږ په هماغو
شاعرانو كي راځي چي دا ټولي يادوني په خپلو شعرونو كي رانغاړي او زموږ مخي ته ئې د
ژونديو انځورونو په توګه ايږدي. د غزلو يا قصيدو ترڅنګ هغه دا هنر په نظم او
داستاني بڼه كي هم تصويروي. باري د خپلى ژبي او ملت ويده نكلونه، هيرى شوي كيسې او
ناويل شوي افسانې بيا ژوندۍ كوي هغه، هغه اولس ته وريادوي چي پر هيواد ئې د وحشت او
تيارو كيږدۍ لمن اواره كړې ده. د باري شعر او دا كيسې د دغه تيارو لاندي، د ده د
اولس روښان اندي ته د ستوري په څېر ځلېږي او د لارو نښي ئې ګرځي. د خلګو ژبي ته د
هغه شعر د ژبي نږدې والى د دې سبب شوى دى چي دا هڅه لا پسي بريالۍ او اغېزمنه وي كه
كوم لويديز كره كتونكى يا د شعر څېړونكى د هغه د شعرونو څه زوروره څېړنه وكړي، هرو
مرو به هغه د افسانې يا اسطورې جوړونكي شاعر په نامه ونوموي.
هغه د تېرو او اوسنيو مذهبي، ملي تاريخي اتلانو په ملي كولو كي بې سارى لاس لرى.
هغوى ته ملي څېره وركوي، هغوى په خپله فلسفه، د ياغيتوب او درېدو په اندېښنه،
اندېښمنوي. له هغوى سره د هغوى له اواز سره خپل، خپل اواز، خپل هڅونكى ښكلاييز
انداز ملګرى كوي.
آدم او درخو، شيرين او فرهاد، ملوك او بدرىجماله، ليلى او مجنون، بلال، منصور،
نمرود، كليم، نيل، اسرافيل، يعقوب، يوسف، زليخا، كنعان، ښاپېرۍ، خضر او د خضر چينه،
شيطان، سكندر، جام جم او ډېري ډېري نوري خبري دي چى د ده منظومي افسانې رنګينوي.
زركه، شپېلۍ، شپانه، رمباړي، وچ ډاګونه، نكريزي، ډولونه، غرونه رغونه، د بلبلو
چغهار، منګوټي، پايزيب، ځولۍ، ګودر، پېزوان، كلي، سپېلني، كاڼي، مالت، اغزي، كوچي،
كيږدۍ، دكيږديو اورونه، اتڼونه، د نجونو ټالونه، ورا، كاروان، رباط، ريبار، رباب،
خال او د ده د خلكو ژوند ته نوري ډيري خبري بيا هم دلته حضور لري، او د ده په شعر
كي د هغه د اولسي چاپېريال غوره اغېزه ګڼلى شو. د هغه ځيني شعرونه د هيواد د فرهنګ،
سياست او تاريخ داسي ګډ مالګوبي دي چى د هېرو شويو افسانو، يادونو، بدمرغيو، خوښيو
او غمونو بېساري انځورونه باسي.
د لرغوني او كلاسيك شعر نه خبرتيا، په هغه پوهېدنه،
د هر ښه شاعر غوره ځانګړتيا ده. د ده په نكلونو او ويل شويو نظمونو كي دا له ورايه
ليدل كېږي. د دې تر څنګ د خپل تاريخ، تاريخي تګ لوري او د لوړو ژورو او د جرړو نه
خبرتيا د ښه شاعر بله ځانګړتيا ګڼله كېږي.
دغه راز كه شاعر د خپل ملت په هره كيسه، هره افسانه، هر متل، هري ټوكي، ان ملنډو او
په ټولي توګه په فوكلور او دود دستور پوه وي، هغه به د خپلى ژبي له هر توري، هرى
كلمې، هر تركيب او هري جملې نه په رښتيا، لوى، نه هېرېدونكي، ژوند بښونكي،
آزاروونكي او زړه راښكونكي كيسې او افسانې جوړوي.
باري ته باري تعالي دا ټولى ځانګړتياوي وركړي دي. د هغه ذهني خوځون، د دې پورتنيو
ځانګړتياوو د خوځون له هري لوېشتي او څپك سره خوځېږي، خوځېږي او په خپل تګ لوري كي
د زمانې له زړې حافظې نه هېر شوي زياتره هغه څه وينى او را سپړي، چي نور يې حتى
تصور هم كولاى نه شي.
د مثال په توګه د دريو غوايانو كيسه كي چي سپين او ابلق د زمري په ټونګ له تور نه
خپله لاره بېلوي او وروسته سپين هم د زمري په شيطانت له ابلق نه بېلېږي او يوازي
خپل ځان اصيل ورته ښكاري، او بالاخره د خپل بېځايه غرور قرباني كېږى، د كيسې وروستۍ
او د نتيجې خبرى داسى رانغاړى.
په ژړا شـــــو سپين غويى ويل يې خـدايه
په ريشتيا چي زه كـــــم عقل وم لـــــه ځايه
په هـــــــغه ورځ مي مرګي ته ځان تيار كړ
چي جــــلا مي تور له ځــــانه په اختيار كړ
چي ابلق مي د زمـــــري په خــــــوله جلا كړ
هـــغه ورځ مي ځان له مرګ سره سودا كړ
د غــــوايي او د زمـــــــــري پردۍ دي ويني
د دښــــــمن سره څـــــوك څنګه پالي ميني
چي په اصــــــــل او كــــم اصـــــــــل تېر وتلم
په لوى لاس مي د مرګي خولې ته ورتللم
د ده په شعر كي د داستان يا افسانې يا نظم ليكني يوه ستره او غوره ځانګړتيا دا ده
چي هغه د كومي لاسي ايډيالوژۍ او يا واكمن مين او اسير نه دى. هغه مين دى، هغه په
ښكلا، هغه په ادا، هغه په تخليق، هغه په انځورونو او هغه په نوښت مين دى. دى سره له
ټولو ياغيتوبه تر نه باوره پوري د هغو پېرزو او ناز وړى دى خو اسير يې نه دى. د
باري شعر د پښتو ادب د هغو ګوت شماره شاعرانو په شعر كپ راځي چپ له رازونو او
نيازونو ډك دى او دا راز و نياز لا تر اوسه پور وړ وړونكي او وړ سپړوني نه لري.
اوس به له چــــــــا سره سيالۍ ته د نصيب راوزو
منـــــصوري چيغي غرغړې د ميدان پاته نه دي
دلــــــــته راغـــــــــلي وه د كاڼو په حساب سرونه
جــــــنون هغه دى زولنې د زندان پــــــــاته نه دي
كه له ګـــــرېوانه يې ســــــــكروټي اورولي نه دي
نوري په زړه كي خـــرخښې د اسمان پاته نه دي
زه د خــــــــــــوني فلك په سترګو كي اورونه وينم
پاس له نصيب سـره ځولۍ د توپان پاته نه دي
او يا دا چى :
مــــــه راوړه تندي ته مي انكار په انګارونو كي
تا ته مي نمروده د ايمان كــيسه مـــــــــعلومه ده
څه به مي بوډى نــــــــظر ته نيسې د حـــــــــيا پلو
ما ته دي پر شونډو د پېزوان كيسه معلومه ده
نوري په څـــــــــپو كي الاهـــــــــو سندري مه بوله
رنګ د زمــــــــانې كي د توپان كيسه معلومه ده
ولاړل جـهاني زاړه ياران بيا به ســـتانه نه سي
وايى مــــــلاجلان د بل جهان كيسه معلومه ده
او يا دا چي :
په تڼاكو رنــــګومه د جـــــــــنون د پلونــــــــــــــــو نښي
چي د هر اغزي په كور مي د يادونو كيسه شنه سي
د پردېس محــــــــشر ميدان ته دوږخي ساقي راغلى
چي پر شــــــــونډو مى جانانه د كوثر پياله ترخه سي
ځواني ستا انتظار يووړه بوډى عمر مي در جار سه
سپېلنى به داسي چېري درته بل څــــوك نذرانه سي
د شعر لوستونكي، په شعر پوهېدونكي او د شعر اورېدونكي كه لږ ښه ځير شي چي د باري د
شعر هر تورى څو ځگله د وينو د ګلاب په عطرو، د ارمان په اسوېلو، د درد په زګېرويو،
د خيال په څپو او د ديدنونو په شېبو كي لمبيدلى، ډوب شوى او بيرته يې ځان د غزل يا
قصيدې، يا څلوريزي او يا كوم ښكلي نظم په بڼه را څرګند كړى دى. كه يو كلاسيك شاعر
دا يادونه چي شعر په زړه كي د تېر شوي خيال نه جوړه شوې خبره ده، چى په ژبه راځي،
ومنو ډېره به شاعرانه وي مګر دا هم بايد ور زياته كړو چي شعر يوه داسي نه ماتېدونكې
تنده ده چي په ويلو سره يې ماتېدل غواړي، مګر په ښو شاعرانو كي چي يو هم پكى باري
دى، دا تنده د هر نوي شعر په هر ځل ويلو سره لا څو چنده كېږى. د نظمونو او
داستانونو په بيان كي د باري دغه شان تنده له ورايه بريښي. هغه خبره چي لېونى ميني
كړم اشناله بيابانه سره، دى ورځ تر ورځي د كيسو او افسانو د بې پايه شاړو او مېرو
لوري ته هڅوي او ورغواړي يې. دى چي څومره دې پلو ته درومي هومره يې تلوسې لا پسي
تلوسې كوي. دى هره ورځ هلته نوي څه پيدا كوي. كله چي د مقدوني سكندر استاد ،ارسطو
هغه ته په رمز دا ورپوهوي چي خپل زاړه او له كاره لوېدلي مامورين او جنرالان برطرفه
كړي او پر ځاى باندى ئې ځوان او لايق افسران وټاكي نو هغه د خپل استاد له توصيې سره
سم عمل كوي او داستان داسي نتيجې ته رسيږي:
مقرر پر مــــــــــــــقامونو يې ځوانان كړل
د لښــــــــــكر يې ټوله نوي افسران كړل
ارســـــــــطو ورته لــــــــــــــېږلي وه رمزونه
ده له رمــــــــــزه وه اخيستي دا پـــــندونه
زوړ ګـــــــمراه لارى ته نه سى سمېدلاى
لو مينا خـــــبري نه سى زده كـــــــــــولاى
كوږ لرګى په بار كى نه سي ځايېدلاى
نه كـــــــــوږ بار سي تر مـــنزله رسېدلاى
په وطن كي كــــــــراري سـوه عدالت سو
له زړو داړه مـــــــارانو په راحت ســـــــــــو
د خـاين قـــــــــاضي يې ورانه كړله خونه
اهــــل كار ته چي يې وســــــپارل كارونه
دغه راز تقريبا ټول داستانونه يا په يوه او يا څو بيتونو داسي نتيجې ته رسېږي چي د
سړي يې بيا بيا لوستلو او اورېدلو ته زړه كېږى. باري جهاني د خپلى شاعرۍ په اوږدو
كي كرار كرار او سوكه له ذهني ښكلا نه ټولنيزى، ژبنۍاو جلېزي ښكلا ته، هغي ښكلا ته
چي كله نا كله د لويو ارمانونو انځورونه باسي، ور روان دى او كولاى شو ووايو چي
ورسېدلى دى.
د ده د داستاني شعر بهير په څو ګودرونو وېشلاى شو.
د پښتو په شاعرۍ كي د لاسي يا آګاهانه ښكلاييزي چاري لپاره هڅه، ملي معنى، ملي
غوښتنو ته، پراخ اوښتون ته او ملي ويښتيا ته لاره پرانيستل د ټولو په وړاندي درېدل
د ده په شعر كي ما دغه خوځون مخكى د عصيان په نامه نومولى دى.
بله خبره د ده د شعر ښكلې ژبه ده. خبره په دې كي ده چي دى آن غندني، ښكنځلي او د
نادودو يادونه په ډېر ښكلي انداز سره بيانوي. كه د سليمان لايق شعر د مست، ياغي او
نه اېلېدونكي سمندر ښكلو څپو ته ورته دى د باري شعر كولاى شو، زرين اميل يا مرغلين
اميل ته ورته كړو. داسى زرين اميل ته چي د ښكليو د غاړي هار او د غاصب او مكار زاهد
او د دوكه مار مجاهد د غاړي د لعنتونو كړۍ جوړوي.
دى د چا، د كومي ډلي، د كومي لاري تربور نه دى. دى د تيارو، دى د شرارت، د شيطاني
ارواحو او شيطاني كړو تربور او دښمن دى. هغه خو په دې برخه كي كله ناكله ان د هستۍ
بښونكي په وړاندي هم خپله تربګني نه پټوي. شاعر بايد لوى روح ولري، شاعر بايد د لوى
روان درلودونكى او د پراخ زړه خاوند وي. شاعر بايد د بې پايه تفكر، د نه ماتېدونكي
ارادې، نه اېلېدونكي تكل، د سمندر سمندر ذوق، د پاى ته نه رسېدونكو خيالونو، د ژور
درك، د پياوړي پېژندني او نه هېرېدوني ياد خاوند وي. تېر هغه وخت ښه دى چي د هغه له
پېژندني او تجربې نه نننۍ شخړي اواري كړاى شو او فوكلور د تېر ميراث ژوند كول دي. د
فوكلور تر ټولو غوره معنى په ولسى هنر، په تېره بيا ادب كي د ژوند د بهېر موندل دي.
په فوكلور كى افسانې، متلونه، كيسې، نكلونه او ان اپلتي هم را تلاى شي. د فوكلور تر
ټولو نه يوه غوره ځانګړتيا په هغه كي د يادونو ژوند دى. ټولو ته به څرګنده وي او
كنه چي باري يو موْرخ دى، يو ملي موْرخ، يو بامسْوليته موْرخ او يو د رازونو د
راڅرګندولو په تېره بيا په پښتو فوكلور كي د تاريخى پېښو د پلټلو موْرخ دى. هغه د
هګل خبره د ټولنيز ژوند نه د پردې د پورته كولو موْرخ دى . ښه شاعر همداسي وي چي د
خپلي ژبي، د هغې له روحي توان نه د هغه د تخيل، عاطفې او ملي اندېښنو له ښكلاييزو
اندازو نه هغه پرده لري كوي چي د انځورولو مخه يې نيولې ده.
د هغه شعر ښكلاوي، ناښكلاوي، تور او سپين او ډېر څه
او څوك شعر ته ولېږدوي. هغه ارمانونه، هغه ويرونه، هغه خوښۍ، هغه مينه، هغه كركه،
هغه په شاعرانه نه بيانېدونكي بيان سره، هر هر څه چي نور يې لا په خبرو كي د ويلو
توان نه لري، دى يې شعر ته ورليږدوي.
كه څه هم هغه پخپله هيڅكله د متعهد شاعر دعوا نه ده كړې، خو هغه تر زياتو متهعدو
شاعرانو نه متعهد شاعر پاته شوى دى خو توپير يې له دې نورو متعهدو شاعرانو نه په دې
كي دى چي باري د ملت، د خپلي ژبي، د خپل تاريخ او د خپل دوران په وړاندي متعهد پاته
شوى دى. دى د رڼا د ساتني او پالني، دى د ژبي او د هغې د ابياتو په وړاندي پوروړى
او متعهد دى. د ده د دې ډول شعرونو يوه بله ځانګړتيا دا ده چي دى دلته تصويرونه
داسي جوړوي چى هلته معنى او مفهوم د تصويرونو په مرسته په ژوند بښونكو او لمسونكو
انځورونو بدلېږي.
باري پخپلو داستاني يا اسطوره اى شعرونو كي ځينى داسي سپېڅلي اساطير چي پېړۍ پېړۍ
پټي پاتي شوي دي راسپړي او څېړي. د نكل يا داستان ويل له ولس سره، له ډېركي ولس
سره، داړېكو، د خبرو او د مخامخ كېدلو تر ټولو غوره لاره او چاره ده. هغه ولس چي
پخپله د همدې كيسو، د همدې نكلونو او د همدې روايتونو اصلي سرچينه او زيږنده دى. ښه
شاعر هغه يادونه، هغه خاطرې او هغه ټوله مروړي هستۍ د نظم په بڼه، د شعر په بڼه
اميل كوى، هغه په ښكلايي انداز، په ښكلاييزه ادا او د عاطفې او تخيل په زياتوالي
سره خلګو ته وريادوي، باري هم د خپلي ژبي تاريخي بهير، د هغې د ويونكو روحي خوځون
لويو ابدي اساطيرو په ويناوو، د هغو د اتلانو په خبرو د هغو په تاريخي پېر او د هغو
په غم او خوشحالي كي لټوي او په خوږه شاعرانه ژبه يې ننني كوي.
د نورو ځانګړتياوو تر څنګ كولاى شو ووايو چي باري ډېر هغه څه چي شاعرانه نه دي،
شاعرانه كوي. عنعنه ماتول، صراحت، طبيعى وزن او په هغو كي د مكار غندنه د ده په شعر
كي بل نوښت دى. هغه په دې افسانو كي موږ ته را په زړه كوي چي څوك يو؟ چيرته تلاى
شو؟ او څه كولاى شو ؟ په دې توګه ويلاى شو چي هغه دلته هم خپل ياغيتوب ساتلى دى.
هغه دلته هم له دوكې ياغي، له دروغو ياغى، له مكاره ياغي او له ريا ياغي پاته شوى
دى. د ده همژبي بايد زموږ د څو نورو ګوتو په شمار شاغرانو د شعرونو په شان د ده شعر
هم د پښتو د ويښتيا نوې الفبې وګڼى. هر يو يې په ډېري مينى او تلوسې سره د هغه زده
كړي ته پلتۍ ووهي او كنه دوى به د خپل ملى ژوند پېژندنه كي همداسي نالوستي پاتي وي
.
په مينه
ډاكټر عبداللطيف بهاند
ماسكو