مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ژباړه او د ژباړې اړتيا

ژباړه

د ژباړې په باب ژبپوهانو او كارپوهانو بېلابېل تعريفونه وړاندې كړي، چې هر يوه له خپل اند او ليدلوري څخه يو پېژند (تعريف) وړاندى كړى دى. كېدى شي دا تعريفونه يو له بله توپير ولري او په فكري لحاظ سره بېل وي، خو بيا هم يوه مشتركه نظريه او تړون په كې شته، چې ويلاى شو: په هره ژبه كې يو كلام، يوه بڼه او جوړښتForm او منځپانګه (محتوا) لري، چې دغه بڼه او منځپانګه په پوهونه او راپوهونه كې مرسته كوي. كه په لنډ ډول د ژباړې تعريف كوو، نو وبه وايو: �ژباړه له يوې ژبې څخه بلې ته د يوه متن د پيام لېږدونه ده�.
په نړۍ كې د ژباړې لرغونتيا او تاريخي قدامت د لومړۍ پېړۍ نيمايي ته رسېږي، چې تر دې دمه يې په ولسونو كې دود ژوندى دى او د يوه ارزښتمن كار په توګه پېژندل كېږي. استاد نجيب منلى، بيا ليكي:
"د ژباړې ليكلي تاريخي شواهد تر درېيو زرو كلونو زيات دي".(1)
استاد رشاد خو ژباړه "د مدنيتونو د لېږد رالېږد اغېزناكه وسيله" ګڼي، چې ملتونه او د ملتونو وګړي يې په فكري او ذهني لحاظ سره تړلي دي او تر ډېره كچه د يو بل له ګډو احساساتو خبر شوي دي. له دې لارې يې د پرمختګ پر لوري هڅه كړې او په دې توګه توانېدلي، چې خپل فرهنګ بډاى او د خپل ملت غوښتنې په كې ځاى كړي:
"ژباړه د علم د عامېدلو او د فكر د خورېدو يوه داسې وسيله ده، چې علم او پوهه نړيواله كوي او فكر او فن د انسانانو ترمنځ شريكوي. له همدې امله ژباړې هماغه د ليك له پيدايښت سره خپل ارزښت جوت كړى او د زرګونو كلونو وړاندې داسې ډبرليكونه شته، چې هماغه د ليك په وخت كې په نورو ژبو ژباړل شوي او څوژبې متنونه راپاتې دي".(2)
ژباړه د زياتو هېوادونو په فرهنګي بډاينه كې ستر ارزښت او رول لري، نو ما چې د كتاب ليكلو په وخت كې د انټرنټ پاڼې كتلې، يو وخت د يوې ايرانۍ انټرنټ پاڼې پر يوې ليكنې ورپېښ شوم، چې سرليك يې و: (چرا ترجمه؟) د دې ليكنې ليكوال ښاغلى ر. رشيدا دى، نوموړى ددې پرځاى چې په خپل هېواد كې پر دغو ګڼو ژباړو خوښي څرګنده كړي، يو ډول خواشيني څرګندوي، ځكه د هغه په اند په دې توګه يو ډول استثمار پراختيا مومي، چې د دوى خپل فرهنګ به تر اغېزې لاندې راولي. دا په داسې حال كې چې د دوى خپل هېوادنى فرهنګ تر ډېره حده ځواكمن، بډاى او پياوړى دى، چې د شا و خوا هېوادونو وګړي يې هم تراغېزې لاندې دي. دى كاږي:
"كه څه هم ژباړه زموږ په هېواد كې ډېره اوږده سابقه نه لري، خو اوس يې بازار خورا تود دى، كله چې د بهرنيو ليكوالو او انديالو (متفكرانو) ادبي، فلسفي او فكري اثار په ايران كې ژباړل كېږي او خپرېږي، موږ په عملي ډول له نوې نړۍ سره اشنا كېږو، له داسې نړۍ سره چې موږ ته راښيي دلته نور فكرونه او اوازونه هم شته، چې موږ لا نه وو پېژندلي. موږ له دغو اوازونو، فكرونو، شعر، داستان، فلسفې او... څخه خوند واخيست، ترې اغېزمن شوو او ګټه مو ځنې واخيسته. دغې ژباړې موږ ته د ادبياتو په برخه كې نوي سبكونه او ډول هم رادننه كړ.
خو هغه څه چې د اندېښنې وړ ده، د دغو اثارو يرغل او بېسارې پراختيا ده، چې زموږ د خپل هېواد ادبيات او خپلې ملي غوښتنې تر اغېزې لاندې راولي، كله چې كتابپلورنځيو ته ځو، په الماريو كې يې د شعر، كيسو، فلسفې، سياست او پوهې... ژباړې تر سترګو كېږي، چې زموږ د خپلو ليكوالو د اثارو كچه ډېره كمه ده".
بيا هم په ټينګار سره ويلاى شو، چې كه چېرې دغه ژباړه نه واى، نن به دغه ژبه دومره نه پراخېده، ژباړه د هر فرهنګ او ادب د بډاينې لپاره يوه داسې زينه ده، چې د راتلونكې پرمختيا او پرمخيون ضمانت كوي.
كله چې يو فرهنګ او ادب د ژباړې په مرسته شتمن، بيا پر خپلو پښو ودرېد، بيا يې كه د ژباړې كچه راټيټه هم شي، كوم منفي اغېز نه لري، خو په دې منځ كې تر ټولو ارزښتناك توكى، د كتابونو منځپانګه او پوهنيز مواد دي، چې هغه كه هرڅومره غوره او په تول پوره هم وي، خو په مورنۍ ژبه وي، ملت ته يې زياته ګټه رسېږي. دا كه د هر هېواد پوهنيزه موندنه يا فرهنګي غنا وي، د نورو ژبو ويونكو ته يې هم په هماغه كچه ګټه رسېږي.
د ايران يو بل نامتو ژباړن، چې په لسګونو اثار يې خپلې ژبې ته ژباړلي، د ژباړې په هكله داسې وايي:
"كه كومه انګېزه نه وي، انسان يو كار نه پيلوي. د يوه اثر ژباړه د ژباړن په حس او شخصي انګېزې پورې اړه لري. ټولنيزو شرايطو ته په پام سره بايد ژباړن داسې كتاب د ژباړې لپاره وټاكي، چې د لوستونكو د پوهې په زياتوالي كې مرسته وكړي. كله چې ژباړن په كومه برخه كې كومه تشه (خلا) احساسوي، نو د خپل چاپېريال په ټولنپوهنې لاس پورې كوي، چې په دې توګه د خپلو لوستونكو احساس هم پېژندلاى شي".
كه چېرې څوك كتاب ليكي، كېدى شي زيات كړاو پر ځان ومني، خو ژباړه هم خپله ستونزه او د زړه كوټلو ربړه لري. ژباړن لومړى اړ دى، چې د وخت، هېواد او ملت غوښتنه په پام كې ونيسي، بيا د خپل ذوق كتنه وكړي، يانې بيا دې د خپلې خوښې كتاب ومومي، خو تر ژباړې وړاندې بايد د كتاب منځپانګه له هره اړخه وارزوي، چې له اسلامي عقايدو سره ټكر ونه خوري، ملي ارزښتونه يې زيانمن نه كړي او ځوان نسل د پوهې او اصلاح پر لوري وهڅوي.
ښايي زيات داسې كتابونه وي، چې ښه بازار ځان ته موندلاى شي، خو ژباړن بايد يوازې د تجارت او پيسو ګټلو اړخ ته پام ونه كړي، يا دې هم يوازې خپل شهرت معيار نه ټاكي.
له بده مرغه چې زموږ يو شمېر ليكوالو او ژباړونكو نور ارزښتمن معيارونه تر پښو لاندې كړي او يوازې يې په همدې موخه د يوه كتاب ژباړې ته پلتۍ وهلي، چې كتاب يې ښه بازار پيدا كړي. يو بل هېوادوال مو له امريكا څخه راغلى و، چې له انګرېزۍ څخه يې ډېرې ټوكې راژباړلې وې، دغه راز يې د خلكو له خولو څخه هم ليكلې وې، كله چې كتاب تر چاپ او خپراوي وړاندې ما ته راوسپارل شو، نو ما هغه ټوكې چې د خپرېدو وړ نه وې، په سره قلم په نښه كړې، چې تر نيمايي كتاب يې ونيو، كه څه هم نوموړي ښاغلي ته زياتو كسانو د كتاب د نه خپراوي وړانديز وكړ، خو هغه ونه منله، بلكې كتاب يې په يوه بل خپرندوى ارګان كې په لوړ تيراژ سره خپور كړ، چې ښه ډېر خرڅ هم شو او لكه چې ښكاري، هغه كتاب په دې وروستيو كې بيا چاپ شوى او بازار يې ښه ګرم دى.
يوه بدمرغي دا هم ده، چې زيات خپرندوى ارګانونه شخصي دي، چې كومه تګلار او اصولي دريځ نه لري. له دې كبله هر هغه كتاب خپروي، چې ښه بازار ومومي. يوشمېر دغسې كتاب چاپوونكو د محمدګل خان نوري د فولكلوريكو كيسو كتاب په وار وار سره چاپ كړ، چې د ليكوال نوم يې هم نه و ياد كړى، دغه راز په پېښور كې د دغه كتاب نكلونه د ډرامې په توګه هم تمثيل شوي، چې د ليكوال د نوم يادونه نه وه شوې، بلكې بل چا ځان د ليكوال په توګه معرفي كړى و.
كه چېرې حكومت په دې برخه كې كومه كړنلار او قانوني جواز لرلاى، نن به په دې برخه كې دومره خيانتونه نه كېدل. دا له كتاب سره د مينې له كبله نه كېږي، بلكې دغه كار له پيسو سره د مينې لېونتوب دى. كه چېرې زموږ دغو خپرندويو ارګانونو د ملي احساس او غوښتنو له مخې كار كولاى او يا يې هم موخه دا واى، چې خپل عام ولس او خوارې ژبې ته يې د زړه له تله خدمت وكړي، نو هغو كتابونو ته به يې د چاپ لومړى حق وركولاى، چې لا خپاره شوي نه دي او د وركاوي له توند ګواښ سره مخ دي. دغه ارګانونه كه چېرې همدغسې يوه اعلاميه خپره كړي، چې ارزښتمن ناچاپ كتابونه په خپل لګښت چاپوي، بيا يې يو چوكاټ ورته ټاكلاى، چې په دې كې د ارزښتونو د خونديتوب او د ملي ګټو په اړه كومه تګلار واى، نو ښايي زيات هېوادوال به هڅېدل، يا يې هم د ژباړې وړانديز كولاى، چې پر دوو ژبو لاسبري كسان ژباړې وكړي او دوى هم د ټاكلو معيارونو له مخې خپرولاى. په دې توګه به د زيات پرمختګ لپاره زمينه برابرېده، ځكه دا به لومړى اقدام واى، چې نورو هڅو ته به يې هم لار اواروله.
يوه ليكوال ملګري مې كيسه كوله: څو كاله وړاندې په ايران كې وم، هلته د يوه تركاڼ (نجار) دكان ته يوه مېرمن راغله، چې د كتابونو د المارۍ د جوړونې هيله يې درلوده. هغې، تركاڼ ته د المارۍ نقشه انځوروله، تركاڼ ته يې وويل: د المارۍ په كونج كې لږ ځاى پرېږده، زه د خپلو څو سيندګيو (قاموسونو) اندازه اخلم، بيا به يې په ټليفون كې درته ووايم.
وګورئ، خلك چې خپل كور جوړوي، خامخا يوه خونه كتابتون ته ځانګړې كوي او هغوى د خپلو كتابونو په المارۍ كې د كتابونو اوډنه هم په خپلې سليقې سره كوي.
تر هرڅه ارزښتمنه خبره دا ده چې په ټولنه كې مو د كتاب كلتور دود كړاى شي او دغه كلتور په دوو درېيو ورځو كې هم نه شي عامېدلاى، بنسټيزه خبره دا ده، چې ولس او عام وګړي په خپله خوښه دېته چمتو شي، چې مطالعه عامه كړي او له كتاب سره مينه وښيي، په دې برخه كې زيات كار په كار دى.
جاهد جهانشاهي وايي:"....ايران تر نورو هېوادونو په دې توپير لري، چې موږ د كتاب پر پښتۍ د ليكوال نوم د ژباړن تر نوم كوچنى چاپوو، دا ځكه چې كه څه هم د كتابونو له فقر سره مخ يو، بيا هم ژباړه موږ ته زيات ارزښت لري... زموږ پر كورنيو اثارو كوم منفي اغېز نه لري".
په كار نه ده، چې د پرديو اثارو د ژباړې پر ارزښت سترګې پټې شي، ځكه چې دا يوه تجربه شوې او په زبات رسېدلې خبره ده، چې ژباړه د فرهنګي ودې پر لار ستر رول لري. كه چېرې څوك په خپله تخليقي اثار نه لري او هغه د ژباړې په وړاندې هم توند حساسيت ښيي او وايي چې ګټه نه لري، دا په خپله د شاتګ او وروسته والي لپاره لار اواروي. كه چېرې تخليقي ادب كمزورى وي، نو په كار ده، چې دغه تشه په ژباړه ډكه كړاى شي، چې د زياتو ژباړو خپرېدنه په خپله د تخليق او پنځونې لپاره زيات توكي (مواد) رامنځته كوي، چې څېړونكو او لوستونكو ته به زياتې اسانتياوې برابرې شي. دغه راز هغو ملتونو چې غوښتي ځان د نورو له استثمار او يرغل خڅه وساتي، يا هم وغواړي چې خپله ژبه يې ژوندۍ او بډايه شي، نو يې ژباړه زياته كړې ده او په دې توګه يې زيات كسان له دې څخه راګرځولي، چې يا خپله ژبه هېره كړي، يا هم د نورو په فرهنګي كړيو كې له منځه لاړ شي.
د ايران يو بل ژباړن اصغر اندروردي وايي:
"... هغه څه چې غواړم وليكم، ټول نه شم ليكلاى. زما پر كار زما ملګرو خوښي ښوولې ده. زما بله لېوالتيا له دې كبله هم وه، چې زه به د ژباړې په بهير كې له نويو موضوعاتو او مطالبو سره اشنا كېدم. نو زما د هېوادوالو خبرول هم ضروري وو.."
زيات كسان شته، چې يوازې په ژباړې پسې ګرځي او هغوى په دې باور دي، چې بهرني اثار ځانګړى سبك او معيار لري، چې انسان ځان ته وركاږي، بل دا چې په بهرنيو كتابونو كې بېل قوت او كشش پروت دى، چې سړى د نړۍ له نويو اړخونو، د هغوى د ژوند له څرنګوالي، د خلكو له اړيكو او فكري ليدلوري څخه خبرېږي، چې تر دې بله اغېزناكه وسيله نه شته.
شهلايي، چې په ايران كې د كتاب خپرولو د يوه ارګان مشر دى، د ژباړو د خپراوي پر اړتيا داسې رڼا اچوي:
"... هغه كتابونه چې د سياست، ارواپوهنې او لرغونې فلسفې په هكله دي، بايد وژباړل شي، ځكه موږ عملاً ورته اړتيا لرو... موږ د پوهې كاروونكي يو، كه كاروونكي نه يو، بيا هم د غرب د پوهې او فلسفې پېژندنې ته زياته اړتيا لرو".
نوموړى د ژباړې د هركلي پر علت داسې رڼا اچوي:
"څو لاملونه لري، يو د ليكوال نوم او د هغه په اړه خپره شوې اوازه ده، بل د اثر راكښون، د ژباړې ښه والى، البته دا ښه والى د هغو اثارو په برخه كې ارزښتمن دى، چې شخصي حالت نه لري، بلكې مشترك دردونه څرګندوي. ښه اثار وخت او ځاى نه لري، ټول ګټور دي... اكثره خپرندوى ارګانونه ژباړه خپروي، خو كه يو ليكوال ښه اثر ولري، هغه هم خپروو".
موږ تر دې پړاوه پورې د رسېدو لپاره زيات كار او هڅو ته اړتيا لرو، تر هغه ځايه چې د اړتيا په اړه خبره ده، نو غوره به دا وي، چې د ژباړې پر اړتيا هم يو څه ووايو.

پښتو او د ژباړي اړتيا

ژباړه په هر ډول سره كېږي، يوه بڼه يې تحت اللفظي Literal Translation ده. بله يې مانايي Semantic Translation او درېيمه يې ازاده ژباړه Free Translation ده.
ژباړه د هرې ژبې لپاره د يوې سترې روزونكې او مرستيالې په كچه ارزښت لري، هره ژبه د ژباړې په مرسته هم ژوندۍ پاتېږي، هم په پوهنيز، ټولنيز، ښوونيز او فرهنګي ډګر كې ځان ته د پرمختـګ لار اواروي. هغه ژبې چې دا مهال په ژونديو او غښتلو هغو كې حسابېږي، نو د پراختيا يوه وجه يې د ژباړې اړخ ته پاملرنه او له نورو ژبو څخه د ګټورو كتابونو ژباړه ده. اوس ځينې ملتونه د ژباړې د ارزښت لـه مخې دومره ويښ او هڅاند شوي، چې هر ارزښتمن كتاب په خپله ژبه ژباړي او خپروي يې. پرته له دې چې مذهبي، فرهنګي او ټولنيز توپير د هغوى لپاره كوم بريد او خنډ وي.
ښه بېلګه يې په امريكا كې هغه نوى ليكل شوى اثر دى، چې لا يې اصلي مسوده نه وه چاپ شوې، چې د ايرانۍ ژباړې زېرى يې د ايرانيانو تر غوږونو ورسېد. دغه ډول نور كتابونه هم درواخله، چې په دغه هېواد كې په زرګونو ټوكه چاپېږي او ښه بازار هم لري، ان چې ايرانۍ او اردو ژبو غيراسلامي هم ژباړل شوي، ځكه چي دغه ملتونه غواړي خپل ټول وګړي له كفري يرغل څخه وساتي او ويې پوهوي، چې ځينې كفري كتابونه په څه موخه ليكل شوي او څه يې ليكلي دي، هغوى بيا په پټو سترګو قضاوت نه كوي، دغه راز كه وغواړي ځينې غيراسلامي نظريې رد كړي، ټول مواد يې په خپله ژبه كې موندل كېږي، چې دوى ته هيڅ كومه ستونزه نه ده.
كه چېرې په ايراني فرهنـګ او ادب كې د ژباړې ونډه يوې خوا ته كړو، نو لـه ژباړې پرته به دغه ژبه ډېره غني ونه برېښي. همدغه رازكه اردو ژبې ته ځير شو او د پرمخيون يا پرمختـګ لامل يې وڅېړو، نو يوازېنى لامل چې دغه ژبه يې تر نړيوالو پولو رسولې، په اردو كې د بېسارو او هراړخيزو كتابونو ژباړه ده، چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو كې يې سرعت زيات شو. خو شلمې پېړۍ، دغه ژبه نژدې په ټوله نړۍ كې خپره كړه، اوس شرق څه، چې په غرب او نورو خليجي هېوادونو كې هم ګڼ شمېر وګړي پرې خبرې كوي او ان چې پالي يې هم.
كه څه هم د اردو ژبې تاريخي قدامت ډېر لږ دى، خو اوس د انټرنټ او كمپيوټر ژبه ده، ګڼ شمېر ويونكي لري او د نړۍ له مهمو ژبو څخه ګڼل كېږي.
له بده مرغه چې كله- كله خو يوې ژبې ته هغه ارزښت نه وركول كېږي، څومره چې ورسره ښايي. وايي: ټيګور خپل شهكار اثر "ګيتانجلي" په بنګالۍ ژبه وليكه، خو په پيل كې يې يوازې د ګوتو په شمېر مينه وال ځان ته رامات كړل، كله چې ټيګور دغه اثر په انګرېزۍ راوژباړه، نو د نوبل نړيواله ادبي جايزه يې ترلاسه كړه او په دې توګه د نړيوالو نوماندو (مشهورو) ليكوالو په ډله كې وشمېرل شو، هغه هنري متره يې هم په نړيواله كچه مطرح شوه، ځكه خو يې د خپلو څو رخه ګرو (حريفانو) په وړاندې ويلي وو:
"د مينې هغه خداى چې ما په شرق كې لټاوه، له غرب څخه د مينې لاسونه راوغزول".
ستره ستونزه همدغه ده چې كله-كله چاپېريال نامساعد وي او د فرهنګيانو، ادبپالو او هنرپالو لاسونو ته زيندۍ وراچوي، ګنې شهكار اثر كه په هره ژبه كې وي، خپل هنري ارزښت يې خوندي او پټ وي. بېنوايان كه په پاړسي ژبه ژباړل شوى، بيا هم زياتو كسانو لوستى، د اټكل له مخې استاد حبيبي په طلوع افغان ورځپاڼه كې برخې- برخې خپور كړى هم دى، چې لا راټول شوى نه دى. خو كه هر وخت راټول او د يوه بېل كتاب په بڼه چاپ شي، خپل هنري او ادبي ارزښت به لري، ځكه چې هنري ځواك او ادبي ارزښت كه د هر اثر مهم عنصرونه وي، په ژباړې سره له منځه نه ځي، بلكې بلې ژبې ته هم ګټه رسوي.
ژبه د پوهونې- راپوهونې تر ټولو ښه او اغېزناكه وسيله ګڼل كېږي، چې انسانانو د خپل ژوند له پيله تر دې دمه ترې ګټه اوچته كړې ده. يوه زمانه به انسانانو د خبرو- اترو لپاره كره او سمه ژبه نه درلوده، د خطر په وخت كې به يې يو ډول ږغ (غږ) كاوه، د خوښۍ په وخت كې به يې ځانګړې نارې او كوكې وهلې، د خواشينۍ لپاره به يې بېل اوازونه كښل، همدغو ږغيزو توكو (موادو) د خلكو ترمنځ دود وموند، چې وروسته يې ږغيزه يا د خبرو- اترو اوسنۍ ژبه دود كړه.
د ځينو لرغونو پاچايانو او ټولواكانو په وخت كې چې ليكنۍ ژبه لا نه وه دود شوې، نو انځورګرانو به د ونو پر ډډونو، دېوالونو يا ښويو ډبرو انځورونه كښل، د انځورونو په واسطه به يې خپل نور ملګري يا هملاري پوهول، خو كله چې ليكنۍ او ږغيزې ژبې لږ څه نور پرمختګ هم وكړ، ليكدود رامنځته شو، چې اوس د نړۍ ټولې ژبې ځانګړى ليكدود او ليكلار لري. دوى ته دغو موادو د ژباړې كار وركاوه، ځكه چې دوى به يو بل په دې توګه پوهاوه.
په نړۍكې داسې هېوادونه هم شته چې څو ژوندۍ ژبې په كې ويل كېږي، خو هلته هرې سيمې ته داسې نصاب، اداري نظام ټاكل شوى، چې عام ولس ته په كې ستونزه نه وي، په نوره نړۍ كې حكومت د خلكو لپاره كار كوي، نه خلك د حكومت لپاره.همدا وجه ده چې په دغو هېوادونو كې قومي تعصبونه، كم دي او يوازې د پرمختګ لپاره سو كوي، هلته ادارو، ښوونځيو، پوهنځيو او د خلكو ژبه هماغه ژبه وي، چې د سيمې اكثريت خلك يې ويونكي وي، حكومتونه هم هرې ژبې ته برابر حقوق وركوي او كوښښ كوي، چې د خپل هېواد او سيمې هرې ژبې ته وده وركړي. درسي نصاب په هماغه ژبه وي، لوحې په هماغه ژبه وي او خبرې اترې هم هماغسې دود لري.
كه چېرې فرانسه په پام كې ونيسو، په دې هېواد كې فرانسوي ملي او رسمي ژبه ده، ان چې د انټرنټ، اداري غوښتنليكونو، ولسمشر او ښوونځيو ژبه فرانسوي ده. هلته داسې كسان هم شته، چې انګرېزي يې په بشپړه توګه زده ده، خو دومره يې نه كاروي، بلكې له خپلې ژبې سره ځكه مينه لري، چې د خپل ملي هويت څرګندويه يې ګڼي، ان چې هر سامان او هر شي ته يې معادل تورى جوړ كړى، يا يې ژباړلى، بيا يې دود كړى دى. هغوى له خپلې ژبې سره بې كچه مينه لري او دا مينه يې په ذهن، زړه او اروا كې په ژوره توګه ځاى لري، چې هر وخت د خپلې ژبې او ملت انډوليز پرمختګ ته لار اواروي.
كه څه هم د نورو سيمو له خلكو سره به مذهبي، ټولنيز او د بدني رنګ تعصبونه لري، خو د ژبې په مسئله كې بيا بېل دريځ او ليدلورى لري.
دغه راز چينايي ژبه تر ټولو ګرانه او د ډېرو تورو او هيجاګانو لرونكې ده، چې زده كړه يې ډېر وخت غواړي، كه چېرې د ژبې د ارزښت مسئله نه واى، هغوى به هم اوس انګرېزي خپله ملي او رسمي ژبه ګرځولاى. خو داسې نه ده، هغوى خپل همدا ليكدود عام كړ او په دغه هېواد كې هم په انګرېزي باندې اكثريت پوهېږي، خو پاتې برخه يې نه پوهېږي. ځكه چې د كار و بار ژبه يې هماغه يوه ده. كه څه هم د هرې سيمې لهجه يې لږ توپير سره لري، خو بيا هم ليكلدود يې مستقل دى. هغوى كه د افغانستان لپاره كوم سامان جوړوي، پر سامان او كارټن يې كه انګرېزي ليكي، په خپله ژبه هم ورباندې څرګندونې ليكي، حال دا چې په افغانستان كې به درې كسان هم نه ورباندې پوهېږي.
د پښتو يوه ستونزه دا ده چې په لره خوا كې د اردو ژبې تر ښكېلاك لاندې ساه كاږي او بل پلو بيا د پاړسي، په ځانګړې توګه د ايران كلتوري ستم زياته ځپلې ده. په كوټه، ږوب، لورالايي، پښين، ږوب، ان تر پېښوره پورې يوه لوحه هم په پښتو نه ده راژباړل شوې، كه شته، هم د څومره والي لـه مخې لږې دي. يو ښوونځى هم پښتو لوست نه وركوي. نو پښتو به څنګه وده وكړي؟
په كوزه پښتونخوا كې خلكو ځانونه اړ كړي، چې اردو زده كړي، په اردو ښوونځيو كې لوست ووايي او د پوهنتون ژبه يې هم اردو وي. نور نو پر خپله ژبه شرمېږي او ځان ورته ځپل شوى، وروسته پاته او كمزورى ښكاري. په بره خوا كې بيا ښاري پښتانه داسې دي، چې له پښتو او پښتونولۍ څخه يې لاس اخيستى او ځانونه ښاري ګڼي، ځكه نو نه پښتو وايي او نه يې لولي.
د كوزې پښتونخوا په ټوله سيمه كې واكمن دولت اجازه نه وركوي، چې په ښوونځيو كې دې پښتو لوست وركړل شي. دولت اجازه نه وركوي، چې كومه لوحه دې په پښتو واړول شي.
په لره خوا كې هم دكابل او هرات غوندې نور ولايتونه يا ښارونه د پښتنو او پښتو هديره ګڼل كېږي، په دې دوو لسيزو كې د چا نه يادېږي، چې په كابل يا هرات كې دې د پاړسي كتابونو په اندازه پښتو كتابونه چاپ شوي وي.
دربار كه پاللې ده، يوه ژبه يې پاللې،پښتو يې پرې ايښې، ان چې سپكه كړې، ځپلې او وركه كړې هم ده. دربار كه كوم پوهنيز كتاب چاپ كړى، هغه يې په پاړسي چاپ كړى، پښتو يې هېره كړې ده،كه پښتانه واكمن شوي دي، پښتو، پښتونولي او پښتانه يې هېر كړي دي او د دربار او دفتر ژبه يې پاړسي كړې ده. له پښتو سره تل د مور و د ميرې چلند شوى، كه كوم پښتون د خپل حق د غوښتنې په موخه چغه پورته كړې، ورته ويل شوي چې خير دى، لحاظ كوه! خو د نورو ژبو يوه ويونكي ته هم چا ونه ويل، چې د پښتو او پښتنو لحاظ وكړه!
دربار، هېڅ وخت هم پر پښتو لګښت نه دى كړى، نه يې هم دغې ژبې ته كار كول، كار ګڼلى دى او دا يې د ژباړې ژبه ګڼلې ده. په دې مانا چې لومړى به هر څه په پاړسي وي، بيا دې پښتو ته اړول كېږي. په ټوله سيمه كې يوازې پښتانه اړ دي، چې پاړسي زده كړي، يوه دري ژبي ته هم دربار نه دي ويلي، چې ته پښتو زده كړه. حګه چې واكمنان تل د خپلې واكمنۍ، څوكۍ او قدرت په خاطر پښتانه ځپلي، پر حق يې سترګې پټې كړي او ذليل كړي دي.
هغه استادان هم اوس د پښتنو پر روا حقوقو او عام وژنو سترګو پټوي، چې يو وخت به يې د هند پر پردي شويو پښتنو په سلګونو مخونه كتاب ليكه.
پښتانه له پاړسي سره تعصب نه لري، بلكې ان د احمدشاه بابا د دربار ژبه هم پاړسي وه او دغه دود تر اوسه راروان دى، چې يوه پښتانه هم په دې برخه كې د خپل حق د غوښتنې چغه نه ده پورته كړې، نه هم دوى خيرات غواړي، پښتو خو هم د يوه غوڅ اكثريت ژبه ده، دا خلك خو هم په دې هېواد كې د سرښندنې او مېړاني لرغونى تاريخ لري.
د شمېرنو له مخې، په سيمه كې تر پنجابيانو وروسته پښتانه غوڅ اكثريت دي، خو ستونزه دا ده چې د پاكستان په ځينو ښارونو او هندوستان كې پښتانه يوازې په دې پېژندل كېږي، چې له خپل نوم سره د (خان) تورى ليكي، په هند كې خو ډېركي پښتانه نه په پښتو خبرې كولاى شي، نه هم پښتو لوستلاى شي.
زموږ موخه د ژباړې له اړخه د پښتو پياوړي كول او د ژباړې د اړتيا په ګوته كول دي، غوره به دا وي، چې پر نورو خواوو زياتې څرګندونې ونه كړو.
كه چېرې پښتو ته د ژباړې لپاره د كار و زيار تيارى نيول كېږي، تر هرڅه لومړى بايد د پوهنتونونو او ښوونځيو درسي كتابونه په نوي ميتود او له نويو پوهنيزو معيارونو سره سم برابر، بيا دې چاپ او ووېشل شي. خو د پوهنتوني كتابونو د ژباړې په برخه كې هم زياتې ستونزې شته، چې وروسته به يې پر خپل ځاى وڅېړو.
پښتو يوازې په دې وده نه كوي، چې هرڅوك دې ورباندې پوه شي او پښتو خبرې دې وكولاى شي، بلكې پښتو كه په هره توګه وده كوي او د ودې لارې چارې يې هرڅه وي، يو ارزښتمن اړخ يې د پوهنيزو كتابونو ژباړه ده، چې دغه كار د ژبې په بډايتوب او وده كې ستر اغېز لري. كه څوك د ژوندۍ ژبې خبره كوي، لومړى د پوهنيزو كتابونو شتوالي ته ګوته نيسي، كه يوه ژبه پوهنيز مواد ونه لري، نو د اړتيا ژبه هم نه وي. خو د پښتو بدمرغي همدا ده چې پوهنيز كتابونه يې لږ دي او د ژباړې تله يې درنه نه ده، د پښتو د علمي كولو لپاره يوه داسې اقدام ته ضرورت شته، چې وكولاى شي په ټوله سيمه كې مېشت پښتانه د پرديو له كلتوري ستم څخه راوباسي، يوه اېډيولوژيكه تګلاره دې ورباندې پلې كړي، چې شعوري خلك كار او پراخو هڅو ته اړ كړي. هسې خو هم ويل كېږي، چې پښتو په مړو ژبو كې راځي او تر څو كلونو وروسته به له خلكو هېره وي، هغه د چا خبره پښتو به په يوويشتمه پېړۍ كې، د مړو شويو ژبو په كتار كې راځي.
"ژبه په دوه ډوله ده: يوه هغه چې ژوندۍ ده، هغه ژبه چې د يوه يا څو ملتونو وګړي پرې خبرې او ليك- لوست كوي، بايد هر څوك ورباندې وپوهېږي.
دويم ډول هغه ژبه ده، چې په هغې باندې د خبرو اړتيا نه پېښېږي، دا ژبه مړه ده، نه سم اسلوب او ژبني قوانين لري، نه به هم په ورځني ژوند كې كارول كېږي".(3)
څرګنده خبره ده چې نه كارېدونكې ژبه پايښت، محبوبيت او پياوړتيا نه شي موندلاى، خامخا به له دوده لوېږي او له كارونې څخه لوېدلې ژبه نه له نورو سيالو ژبو سره سيالي كولاى شي، نه هم له پوهنيزو شتو څخه برخمنېدلاى شي، له پښتو سره هم همدغه د ميرې سلوك شوى، پښتانه په دې ګناه ځپل شوي، سپك شوي او رټل شوي، چې په پښتو خبرې كوي. لكه څنګه چې په كړكېچنو حالاتو كې زيات شمېر ټوپكمار همدېته ګمارل شوي وو، چې له ناسمو شرايطو څخه په استفادې سره د علومو له اكاډمۍ، كابل پوهنتون او عامه كتابتونونو څخه پښتو چاپ او ناچاپ كتابونه راوباسي او له منځه يې يوسي. يو وخت پر كابل داسې حالت راغى، چې پښتو كتابونه په تاله خرڅېدل او پاكټونه به ترې جوړېدل. قلمي زړې نسخې به يې اور ته اچول كېدې، خو په دې هم د ټوپكوالو زړونه ساړه نه شول، بيا يې چې هرځاى پښتو ارزښتمن كتابونه موندل، څيرل به يې او يا به يې په بله طريقه له منځه وړل. چې دغه له منځه وړل شوي پښتو كتابونه ، قلمي نسخې او نور اسناد بيا نه شي تر ګوتو كېدى. نه به يې هم دولت د پلټنې لپاره څه وكړي، ځكه چې دا كار ورته هسې بابيزه ښكاري. پښتو دا وخت د ژوند او مړينې پر پوله ولاړه ده، چې د پرمختګ په دې ګړندي يون كې يې يوازې ژباړه، ژباړه او ژباړه ژغورلاى شي. په دې توګه به په نړۍ كې يوه مطرح او څرګنده ژبه وي، چې ويونكي به يې هم د پوهنيزو توكو په موندنې پسې د نورو ژبو زده كړې ته لاس نه غزوي او تر هغه وخته چې پښتو د دفتر او رسمي ادارو، دربار او دولت ژبه نه شي، وده يې هم ناشونې ده. ښه دا ده چې خپله آر (اصله) سكالو (موضوع) له څو اړخونو وڅېړو او وګورو چې جفاكارو كومې نادودې ورسره كړي، همدغه راز يې د ژباړې له اړخه د ودې او پراختيا لپاره كومې لارې چارې اوارولاى شو؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery