ټولنيز ژوند د انساني اړيكو يوه واحد بهير ته اړتيا لري، په يوه ټولنه كې
ټول مېشت انسانان يو بل ته لازم او ملزوم دي، چې همدغه اړتوب او يا يو بل
ته ضرورت، انساني ټولنه پالي. له وركاوي او ړنګېدو څخه يې ساتي.
كله چې موږ د ژبې اړخ ته پام كوو، نو په دې برخه كې كه څوك غواړي، هراړخيزه
هڅه پيل كړي، لومړى بايد د نورو ژبو، ملتونو، توكمونو او دودونو لـه
څرنګوالي څخه ځان خبر كړي، كه چېرې په يوه ژبه كې د نورو ملتونو، د دودونو،
كلتور او پوهنيزو هـڅو په اړه ليكنې او مواد نه وي موجود. نو په دغسې
بېخبرۍ كې هر فعاليت، كار و زيار بشپړه پايله نه وركوي. ځكه په داسې بېخبرۍ
كې قضاوتونه او اټكلونه ناسم خېژي.
په پښتو كې هم بايد د نورو هېوادونو د ټولنيزو اړيكو او ټولنيزو دودونو
اړوند كتابونه راوژباړل شي. په دې توګه به هم د نورو هېوادونو لـه ټولنيزو
تجربو څخه ګټه اخيستلاى شو، هم به د يوې داسې نوې ټولنې بنسټ ايښوولاى شو،
چې د نېكمرغۍ او سعادت لپاره به يې په خپله هڅه كوو.
دا چې پښتو دومره وروسته پاتې ده او په نړۍ، يا نورو ملتونو كې دومره مطرح
نه ده، وجه يې همدا ده چې ټولنيز اړيكي يې كمزوري دي، تر اوسه د پښتنو د
ټولنيزو چارو كوم اړوند كتاب په انګرېزۍ نه دى ژباړل شوى، چې نړۍ يې ولولي
او ځان پرې خبر كړي. له همدې كبله زيات پښتوضد او پښتون ضد كسان چې يوه
موخه يې د پيسو ګټل وي، د افغاني ټولنې ارزښتونو، دود او روايتونو ته پام
نه كوي، راولاړېږي او داسې فلمونه جوړوي، يا داسې مطبوعاتي خپرونې كوي، چې
په افغانستان كې نه وېشل كېږي، بلكې بهرنيو هېوادونو ته لېږل كېږي او هلته
خپرېږي. دغسې يو فلم په كابل كې د ايينې دفتر له خوا جوړ شوى و، دغه مركز د
فرانسويانو له خوا حمايه كېږي، لويه موخه يې همدا ده چې غيردولتي خپرونو ته
مالي لګښت وركړي او نورې هنري چارې ترسره كړي. دوى د اسامه په نامه يو فلم
جوړ كړى، چې يوه افغانه ماشومه يې په كې انځور كړې ده، منفي كركټرونه يې
ټول پښتانه دي، چې په پښتو خبرې كوي. سم او په اصطلاح ملايكې وروڼه ټول د
نورو ژبو ويونكي دي.
دغه فلم په همدې موخه جوړ شو، چې كوم بهرنى ارګان ورته ډالر ډالۍ كړي. نور
مركزي كركټرونه يې ټول غيرمسلكي كسان دي، چې همدغې خامې تجربې!! د يوه غيور
ملت ژبه او كلتور خپله وسيله وګرځوله او خپل ناوړه هدف يې ترلاسه كړ.
دغسې يوه بله بېلګه Escape from Taliban [له طالبانو تېښته] نومى هندى فلم
دى، چې په دې وروستيو كې خپور شو، په دې فلم كې هم د پښتنو پر ټولنيزو
ارزښتونو ملنډې وهل شوي، د دوى ټولنيز ارزښتونه او دودونه منفي معرفي شوي،
حال دا چې زيات پښتني-كلتوري ارزښتونه له اسلامي ارزښتونو سره غاړه غړۍ دي.
كه چېرې پښتنو د خپلو ټولنيزو ارزښتونو د ځلولو او خپرولو وسيلې لرلاى، يا
يې لږ تر لږه د نورو هېوادونو ټولنيز ارزښتونه په پښتو، يا د پښتنو ټولنيز
ارزښتونه په نورو ژبو ژباړلاى، نن به د دغسې خرافاتو او لاروركوونكو هنرونو
مخه هم نيول كېداى شواى.
د دې لپاره چې ايرانيان په خپل ټولنيز ژوند كې له كومې ممكنه ستونزې او
وركاوي سره مخ نه شي، نو اكثره بروشرونه، خبري پاڼې او اعلانونه د هغوى په
خپله ژبه ژباړل شوي، ان پر داروګانو، توليدي توكو او نورو محصولاتو هم په
ايرانۍ ژبې ليكنې شته، چې د هغوى يو ماشوم هم پرې پوهېږي، ايرانيان دېته نه
مجبورېږي چې وييپانګه ورپسې راواخلي، يا هم بله ژبه ورپسې زده كړي.
ټلويزيون، راډيو او ځينې نور ټلويزيوني چينلونه هم په پاړسۍ ژبه دي، چې د
ايران لپاره خپرونې كوي. له دې كبله نه ايرانى ولس په دې برخه كې كومه
ستونزه لري، نه يې هم ماشومان خپله ملي او رسمي ژبه هېروي، بلكې د ملت
جوړونې پروسه يې هم په ښه توګه پرمخ روانه ده او برياوې يې هم خورا زياتې
دي.
څرنګه چې د ټولنيز نظام په جوړښت كې ژبه يو ارزښتمن رول لري، نو په كار ده،
چې په ټولنه كې د ژبې محبوبيت او ارزښت ته پوره پاملرنه وشي. زموږ ټولنه تر
دې مهاله په تعصبونو كې راښكېله ده، چې همدغه تعصبونه، په تېره بيا د ژبې
په موضوع كې قومي تعصبونه او توندچلندي، د پښتو په زيان تمام شوي دي.
كه څه هم افغاني جهاد او د پرديو ښكېلاكګرو پرضد جګړه او مبارزه د اسلامي
عقيدې او اسلامي جذبې له كبله وه، خو په دې وروستيو پنځه ويشتو كلونو كې
قومي شخړه پراخه شوې، چې وجه يې د ګاونډيو او پرديو هېوادونو لاسوهنې او
زهرجن تبليغات دي، چې تر دې ګړيه روان دي.
دغه مغرض هېوادونه په خپله ناوړه موخه كې بريمن شوي، خو زموږ يو ژوندى نسل
يې له تباهۍ سره مخ كړى. د ژبې موضوع دوى ته يوه قوي وسيله وه، چې پر همدې
بنسټ يې په خلكو كې تعصبونه خپاره كړل او افغان ملت يې په زرګونو برخو
ووېشه.
د نورو ژبو د ويونكو احساسات يې راوپارول، چې ګواكې يوه قوم پر دوى باندې
دوه نيم سوه كاله پاچايي كړې ده، حال دا چې كه تاريخ ته ځير شو، پر دې
خاورې باندې نورو پرديو زبرځواكونو په سلګونو سلګونو كاله واكمني كړې، خو
حيف چې زموږ ځينې ساده هېواوال چې د تاريخ او تېر مهال مطالعه نه لري، دغه
ډول تبليغات كوي. دا هرڅه په پټو سترګو مني او د مليتهاى ستمديده!! نارې
سورې وهي. د دوى د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه كې هم همدا شعارونه
وركول، چې موږ نه غواړو پښتو ملي ژبه وي، ځكه چې نورې ژبې هم حق لري، چې
وده وكړي. حال دا چې پښتو ته هېڅ كار هم نه دى شوى، او دوى بيا هم چغې وهي،
چې د دوى ژبې وروسته پاته دي، دوى بايد دا ومني، چې په تېرو لسيزو كې په
خپله پښتنو د پښتو ملا ورماته كړې او د هغې حق يې نه دى پرځاى كړى. دوى
بايد دا ومني چې ظلم او ستم خو په خپله هغه قوم وكړ، چې ځان محكوم ګڼي، ځكه
چې د پرديو په غوړو ژمنو او وعدو وغولېدل او د يوه داسې زهرجن تعصب اور ته
يې لمن وواهه چې نه يې دوى ته كومه ګټه ورسوله، نه به په خپله ناوړه موخه
كې بريالي شي. ځكه پوهانو ويلي چې اكثريت هېڅكله هم نه محكومېږي، نه هم له
منځه ځي. نو كه دا اصولي او پخه خبره په سړه سينه ومني، په كار ده چې خپل
ګرېوان ته سر كښته كړي، چې موږ څه غواړو او د چا لپاره يې غواړو؟
كه څه هم د ببرك كارمل په وخت كې د ملي ارشيف لوحه په (ارشيف ملي) باندې
واړول شوه او د دې كار لپاره يې د هغه وخت څلورمليونه افغانۍ ولګولې، خو
هغه ګټه يې ترلاسه نه شوه كړاى، چې تمه يې درلوده.
خو پښتانه اوس تر پخوا راويښ شوي دي، دا په خپله يوشمېر لږكي (اقليتونه) وو
چې په خپلو زهرجنو تبليغاتو او تعصب لرونكو چلندونو سره يې اكثريت دومره
وځوراوه، چې تر پخوا يې لس چنده راويښ او خپلو ملي ارزښتونو ته يې ځير كړ.
پښتانه كه له يوې خوا د دې ستم قرباني شول، له بله پلوه يې دا ګټه هم
ترلاسه كړه، چې د خپلو نږه كلتوري ارزښتونو لپاره لاس په كار شي. په همدې
موخه يوازې په مطبوعاتي ډګر كې دومره پښتو خپرونې راووتې، چې شمېر يې
سلګونو ته رسېږي، د خوښۍ خبره دا چې اكثره خپرونې د دوى په خپلو شخصي
لګښتونو خپرېږي. اوس ورباندې د دربار او واكمنو دا احسان هم نه دى پروت، چې
ووايي: موږ پښتو ته كار كړى دى، بلكې پښتانه په خپله قرباني وركوي او پرته
له دې چې د چا مالي مرستو ته په تمه وي، كار كوي، داسې كار، چې خپل ټولنيز،
ژوند او اړيكي يې غښتلي كوي او د پرمختګ پر لوري ګام اخلي. خو پښتانه په
نورو پسې كنځاوې نه ليكي، بلكې د خپلو حقوقو د اعادې خبره كوي، د ټولنې د
سوكالۍ لپاره هاند كوي او د هېواد د ځمكنۍ بشپړتيا غم كوي.
تاسې كه د كابل زياتره خپرونې وګورئ، په هغو كې د هندي فلمونو د ستورو (اتلانو)
په اړه ليكنې راځي، د هغوى مركې راځي او داسې نور موضوعات، چې د ټولنې د
عامو وګړو درد نه دوا كوي، بلكې يوه ځانګړې طبقه يې لولي.
ټولنه هغه وخت ملي يووالي ته چمتو كېږي، چې تعصبونه يې ختم كړاى شي او هرې
ژبې ته دې د ويونكو په انډول برابر حقوق وركړل شي. دغه راز يې په ټولنه كې
درناوى او قدر وشي.
همدا اوس كه زموږ كوم ازبك، پشه يي يا تركمن ورور په ښارونو كې په خپله ژبه
خبرې وكړي، زموږ دغه لوستى او پوه قشر ورباندې خاندي، ملنډې ورباندې وهي او
ان چې سپكوي يې.
خو زما په اند اوس خلك پرځانونو پوهېدلي او دغه اوسني تعصبونه به هم مينې
او ورورګلويزو اړيكو ته ځاى تشوي. بيا به د هر قوم وګړي د هېواد د اكثريت
په ژبه خبرې كوي او د كار، بډاينې او پراختيا لپاره به يې هم په ټولنه كې
اقدام كوي. لكه څنګه چې په كندهار كې د نورو ژبو ويونكي اوس په روانه پښتو
خبرې كوي او ان داسې پښتو ليكوالي او شاعري هم كوي، چې سړى ورته ګوته پر
غاښ پاتې كېږي. زموږ ځينې هندو او سك وروڼه هم شته، چې په پښتو كې شاعري
كوي، ان چې دېوانونه يې هم شته، چې دا له پښتو سره د دوى مينه څرګندوي.
اصلي خبره دا ده چې له ولس سره دا ستونزه نه شته، په كليو او بانډو كې د
هرې ژبې ويونكي شته، چې په همغه خپله ژبه خبرې كوي، نه څوك ورپورې خاندي،
نه يې هم غندي. بلكې دغه تعصبونه د يوې ځانګړې ډلې او طبقې له خوا په ټولنه
كې خپرېږي، چې له كوم بله ځايه سرچينه اخلي.
په ټولنيز ژوند كې ژبه هغه وخت غوره رول او خپل بشپړ مسئوليت ترسره كولاى
شي، چې پوهاوى-راپوهاوى پرې اسانه وي. همدغه راز ښه زېرمه او بنسټ ولري، كه
چېرې ژبه د ژباړې په برخه كې بهرنى ملاتړ ونه لري او ځواك وركوونكې سرچينه
يې كمزورې وي، امكان لري، خلك د يو بل د پوهونې لپاره د نورو ژبو لـه ادبي،
هنري او ټولنيزو وييونو څخه كار واخلي، خو كه چېرې يوه ژبه د خلكو ټولې
ژبنۍ اړتياوې ځوابولاى شي، خلكو ته هم هوسايي وربخښي، د دې ترڅنګ د ټولنيز
ژوند نظام هم روغ او رمټ پاتېږي.