شهيد ته
شهيده له سپېڅلې عقيدې نه دې ځارېږم
د وړو، وړو بچيانو له نارې نه دې ځارېږم
د غيرت په اور کې تاوې دې جذبې نه دې ځارېږم
په ګوليو بهېدلې وينې سرې نه دې ځارېږم
ما قسم کړى دى ستا په اسوېليو
چې دښمن به دې هر ځاى کې زه په دار کړم
د دوزخ د اور لمبو ته بې ګذار کړم
په نازک ټټر بى بل د اور انګار کړم
که مې نه کړې ډيوې ستا د ارمان بلې
بيا مې مه بوله پښتون، له پښتنو به نه يم
شال راپه سر دجنکو کړه له زلمو به نه يم.
فيض محمد تصور
١٣٦٥ل کال