غزل
وژنمه دې نن راته اشنا ووې
ما وې زه منمه څه چې تا ووې
لږ خاطر به کړې د رقيب مخ کې ته
ډېر په احترام مې ورته دا ووې
عشق کې مې مرګ خوښ په څو څو وار دى
ماته که يې تش دا په ادا ووې
بې تا نه مې مرګ د رب په کار نه دى
دروغ دي که صنمه تا رښتيا ووې
دار باندې منصور چې خپله وخاته
تا د امتحان څنګه نن بيا ووې
اور ته د غرور چې عشق ورودانګل
عقل و حيران چې راځه ما ووې
خپل زړه کې دوکه او فريب نه لرم
ځکه مې الفاظ ساده صفا ووې
ودې ښود غزل اسراره طرح کې
خيال دې د حمزه په ملګرتيا ووې.
سرزمين اسرار