د ارمان غېږه
باداره پرې مې ږده چې مړ شم د ارمان په غېږ کې
لکه بېوسه يو انسان د بل انسان په غېږ کې
د سرو ګلونو په موسم کې راته ګوره خدايه
زه لکه ژېړه پاڼه پروت يم د خزان په غېږ کې
ستړي فکرونه په ځانګو کې د حسرت ځنګوم
لکه چې کونډه ځنګوي خپل يتيمان په غېږ کې
د ژوندانه فلسفه څه ده دا و چاته معلوم
په دغه باب کې حقيقت پټ د زبان په غېږ کې
د لېوني غوندې همېش و وخت ته ژاړې څه له
د وخت خوړلي نه جوړېږي د لقمان په غېږ کې
زما همدغسې مسکن او منزل نه دى معلوم
لکه حالات چې خوري څپې تل د خفګان په غېږ کې
ګومان کول که ناروا دي خو عالمه دلته
فکر ټالونه خوري اکثره د ګومان په غېږ کې
لکه توپان چې سيمه ړنګه کړي سېلاب راولي
داسې مې اوښکې نن ورغړي د چشمان په غېږ کې
هېڅ رحماني نظر چې خدايه په شهزاد ونه کړې
ښه دى چې ګرځي لېونى ستا د جهان په غېږ کې.
فيض محمد شهزاد