غزل
د زړه په سر سودا خو ما پرېښوده
اشنا که تا راته رښتيا پرېښوده
خود به ځنګېږي د غرور په نيلو
ما د تورتم په سر رڼا پرېښوده
د اميد ګل راته اغزي اغزي شو
سلګو د اوښکو مې ژړا پرېښوده
ملامت نه يم سرې لمبې دي اشنا
د خاطرو لمنه تا پرېښوده
ظاهر غلط شو ستا په ښکلې موسکا
دې فيصلې ته يې دنيا پرېښوده.
ظاهر شاه، ظاهر
١٣٦٦/١١/٢
غزل
راپورې بلې سرې لمبې شي چې ځې
د اميدو ډيوې مې مړې شي چې ځې
خپل لېوني زړګي ته څه ووايم
ستا نه يې ډېرې شان ګيلې شي چې ځې
د بېلتانه پر هر رغېږې کله
د غم شېبې راته نږدې شي چې ځې
جرګه د خيال مې چاته ولېږمه
چور مې دهيلو قافلې شي چې ځې
ظاهر تنها دجنون کلي کې شو
په اوښکو سرو يې سترګې سرې شي چې ځې.
ظاهر شاه، ظاهر
١٣٦٦/١٠/١٥