غزل
شېبې شېبې د اوښکو وروې چې رانه ځې
چړې مې په زخمونو ښخوې چې رانه ځې
د ناز خندا چې وکړې په نازکو نرمو شونډو
غوټۍ د سرو ګلونو غوړوې چې رانه ځې
ويده ټپونه ويښ کړې چې د ناز په قدم راشې
نرۍ، نرۍ پرې مالګې دوړوې چې رانه ځې
د هيلو بڼ مې وسپړي ګلونه په خزان کې
د سترګو په بڼو يې رژوې چې رانه ځې
ځيګر خو مې لا هلته په ټوپونو باندې راشي
په تګ کې چې دې سترګې جنګوې چې رانه ځې
سور داغ دې د سرو شونډو د هوس پر شونډو پرېږده
يو ځل خو به مې ګلې ښکلوې چې رانه ځې.
ملوک هوس
١٣٦٦ل کال
د اوښکو پيغام
د يار خياله رانه ځې او که نه؟
لږ په قراره مې پرېږدې او که نه؟
ځه رانه لاړ شه نور مې مه ځوروه
ته چېرته کور کلى لرې او که نه؟
د زړه له حاله خو مې ته خبر يې
مغرور اشنا هم خبروې او که نه؟
د زړه پردې مې له زخمو ډکې دي
يو څو پټۍ پرې لګوې او که نه؟
چې يو پيغام درته د اوښکو درکړم
هغه مې يار ته رسوې او که نه؟
وخته بلد شوم له غمونو سره
په ما دې زور نور ازموې او که نه
هوسه! تش خو دې کړ زړه پر کاغذ
نور دې غزل اوس ختموې او که نه.
ملوک هوس
١٣٦٦ل کال
د محبت کلى
د ښکلا ګل دې د کمڅو په څوکو
د هر عاشق په زړه داغونه وهي
د حسن تېغ دې د مين په زړګي
څرخي راڅرخي او ټپونه کاږي
د ناز چاړه دې هوسېږي دې ته
چې مې د زړه پردې سورۍ سورۍ کړي
تور لونګين دې د سينې په دښته
په اوږدو لارو کې کاروان ځغلوي
ځان رسوي د محبت کلي ته
چې ورته يوسي د خوښيو زېرى.
ملوک هوس
١٣٦٦ل کال