پسرلى شو
د وطن په جګو غرونو
نوى ساز زمزمه کېږي
د سيندونو په موجو کې
د ژوندون نغمه تاوېږي
د سپېرو خاورو له منځه
سره ګلان پورته جګېږي
وچې دښتې شوې ګلونه
بلبل خوښ دى او خندېږي
د مرغانو کتارونه
د ګلشن په لور خوځېږي
مصلحت کړى ګلانو
غر او سمه زرغونېږي
په بلبلو بوراګانو
حقيقي اختر جوړېږي.
محمد ظفر تڼى