يادښت
اوس زموږ د هېواد د ادبياتو په نړۍ کې د ادب ځوانې غوټې غوړېږي او د شعر چينې
خوټېږي، چې دا کار زموږ له هيلو ډکو زړونو ته خوښي وربښي، د (هيلې) په نوم د شعرونو
دغه جونګ چې ستاسو په لاس کې دى، د ګلبڼ د تنکيو سرو غونچو د خندا يوه څپه ده، چې
په غوړېدو به يې زموږ اميدونه تازه او تنده به مو پرې ماته شي.
د نوي او زاړه ادب ترمنځه د نږدېوالى غټه وسيله او رابطه هم داده، چې د ځوانو
شاعرانو تازه اشعار د چاپ ډګر ته راووځي، په دې لړ کې غواړو، چې د قبايلي ځلميانو د
اشعارو خوږه مجموعه، چې د ښاغلي اسمعيل له خوا راټوله شوې ده او د کوزې پښتونخوا
ځوان شاعر ان يې هم له ياده نه دى ايستلي، د قدر وړ بولو.
د ا. ځ. د. س. مرکزي کمېټه به په راتلونکي کې هم د لرې او برې پښتونخوا، د ځوانو
شاعرانو او ليکوالو د استعدادونو د غوړېدلو په هيله، د داسې شان مجموعو په خپرولو
کې خپل هاند او هڅه ونه سپموي.
په دې هيله چې زموږ د ادبياتو په ګلبڼ کې د ځوانو شاعرانو ګرمه وينه وچلېږي، خپلې
خبرې پاى ته رسوم.
په درنښت
د ا. ځ. د. س. مرکزي کمېټه