د شعر دا تنکي ګلان
د شعرونو دا مجموعه، زموږ د ګران هېواد افغانستان او پښتونخوا د يو شمېر ځوانو او
تنکيو شاعرانو او ناظمانو شعرونه او نظمونه په غېږ کې نيسي. بې له شکه، دا اثر به د
برو او لرو ولسونو له پيوستون سره مرسته وکړي او د ځوانو شاعرانو په تشويق کې به بې
اغېزې نه وي.
د دې مجموعې موضوعات، عشقي، ملي، اجتماعي او انتقادي دي، خو د فورم له پلوه زياتره
په غزل کې راځي، ازاد شعرونه او نظمونه هم لري.
په دغه مجموعه کې هڅه شوې ده، چې په لومړي ګام کې د هغو کسانو شعرونه او نظمونه
راټول شي، چې تراوسه پورې يې زموږ په مطبوعاتو کې د چاپ او نشر لږ چانس موندلى دى.
زموږ په عقيده، مطبوعات د ځوانانو د استعدادونو د روزنې او ودې ډېره ښه وسيله ده،
مطبوعاتي نړۍ د زده کړې ځاى او د ځوانو هيلو د غوړېدو ډېره غوره سرچينه ده. په دغه
پراخه جهان کې شاعران او اديبان نه يوازې د ادبي ماليارانو په توګه د ګلو کر کوي،
بلکې د دغې زړه راښکونکې دنيا له څپاند سيند څخه يو يو څاڅکى هم راپورته کوي او
خپله تنده پرې ماتوي.
ادبي نقادان دنده لري، چې د ځوانو شاعرانو پر شعرونو د دې پرنسيپ له مخې چې څنګه يې
بايد وليکي!؟ ښوونيزه کره کتنه وکړي. د لوناچارسکي د وينا له مخې: (( نقادان د
ليکوالو او شاعرانو استادان دي، خو دوى حق نه لري، چې ځانونه استادان وبولي، ځکه چې
که له ادبي نقادانو څخه په نقد کې تېروتنه وشي، نو همدغه شاعران تر بل هر چا څخه
زيات د هغوى تېروتنې ورسمولاى شي!)) زه دغو شاعرانو ته په عمومي ډول سپارښتنه کوم،
چې د هېواد د مجربو او نوښتګرو شاعرانو شعرونه په ژوره توګه ولولي او د نړۍ د هغو
شاعرانو اثار هم مطالعه کړي، چې په پښتو او دري ژبو ژباړل شوي دي. زموږ د ګران
هېواد ځوان شاعران او ليکوال بايد يوه ګړۍ هم د کرغېړنو افکارو په چاپېريال کې ونه
اوسي، ځکه هغوى يې په پړاوونو شاته پرېږدي، د نمونې په توګه: که کوم شاعر خپله ټوله
شاعري يوازې او يوازې د يوې نجلۍ د ښکلا لپاره وقف کړي، نو هغه به نه يوازې د
ځورېدلو پرګنو پر وړاندې خپل تاريخي رسالت لکه څنګه چې ښايي هماغسې سرته نه وي
رسولاى، بلکې په جرئت سره دا ويلاى شو، چې د تکامل له بهير څخه به په پړاوونو بېرته
پاتې وي او بايد د خپلې شاعرۍ پر سرنوشت باندې له سره غور وکړي او د وخت او زمان له
هيلــــــــــــــــو او غوښتنو سره سم پيوند ورکړي. زمــوږ عقيده دا ده، چې داسې
شاعـــــــــــران دې د خوبانو ښکلا وستايي، خو خپل لوڅ او بربنډ ولسونه دې هم نه
هېروي. په دې ارتباط کارل مارکس څه ښه وايي: (( که چېرې څوک يوازې د ځان لپاره کار
وکړي، ښايي لوړ شاعر، د پوهې څښتن او نامتو شخص شي، مګر هېڅکله نه شي کولاى چې بشپړ
شخص او په رښتيني توګه ستر وي!)).
کارل مارکس: (( په استثمار ګره ټولنه کې ترقي له يوه کرکجن اورپالونکي رب النوع سره
تشبه کوله، چې نه يې غوښتل خپل نوشادر د مړو له کوپړيو پرته په بل شي کې وڅښي!))
تاريخ ددې خبرې شاهد دى، چې کلونه کلونه او حتى په پېړيو يو شمېر شاعران او ليکوال
د پاچايانو، سپاه سالارانو او شاهانه دربارونو په خدمت کې وو، خو د خلکو د پرګنو نه
ايلېدونکې ارادې ته يې په خپلو ايجادياتو کې ځاى ور نه کړ او له دې نه بې خبره وو،
چې د ولس د ځپل شويو ارادو او هيلو انعکاس هغه تلپاتې پيغام دى، چې د خلکو شاعر يې
د تل لپاره له ځانه سره لري. دوى په دې هم نه پوهېدل او که پوهېدل نه يې غوښتل چې
رښتينى قدرت په وسلو او د شاهانو په تاجونو کې نه، بلکې د بېوزلو پرګنو په لوړ او
اوچت مقام کې پروت دى.
د ژمنو شاعرانو افکار که د زمانې په کږلېچونو کې په تيږه هم واچول شي، نو د شنه
کېدلو او غوړېدلو امکانات يې ډېر او د تل لپاره به د وخت او زمان په سرو منګولو کې
د سرو جنډو په څېر ورپېږي او وځلېږي، ځکه تاريخ پر هغوى باندې د صحت مهر لګولى دى
او تر پايه پورې به د مهربانې مور په شان په خپله پسته، خو له حوادثو څخه په ډکه
غېږ کې ځاى ورکړي. هېڅ ډول بې بنسټه تورونه به د هغوى پر ورين تندي باندې د مړو
ايرو ګرد هم ونه شي پاشلى او دا ځکه چې دا د خلکو مال دى او د هغوى پرون، نن او سبا
پورې تړلى دى، نو ځکه يې له لاسه هم نه ورکوي او د بلې ډيوې غوندې يې وړانګې لا پسې
خورېږي، تر پولو او سرحدونو څخه اوړي او د ځمکې د کُرې د هر ګوټ تيارې رڼا کوي. دا
د شعري نړۍ يو اړخ دى.
ددې په مقابل کې زموږ د معاصر شعر او ادب په ځوانه ادبي پروسه کې منفي تمايلاتو او
بېګانه پديدو، نه يوازې زموږ نوى او مترقي شعر او ادب خوږ او ښکلى نه کړ، بلکې خپل
ناولى سيورى يې هم پرې وغورځاوه.
د هر ملت د مترقي ادبياتو په بهير کې منفي تمايلات ددې سبب کېږي، چې د هغې دورې
ادبيات په موقتي توګه په ولس کې تجريد کړي او د هماغې ادبي دورې جريان د بې لارۍ
لور ته سوق کړي. د دې لپاره چې زموږ ځوان شاعران او اديبان د بېګانه پديدو ښکار نه
شي او د هغوى له پيروۍ څخه ځان وژغوري، نو بايد د سبا په هيله د خپل شعر په بڼ کې
بې مېوې نيالـــــــــګى کېننوي او بايد د هغه چــــــا په شان هم نه شي چې د اوبو
په ډکه وياله کې د تېرېدلو لپاره يوازې څو لوټې وغورځوي او يو ځلې پرې تېر شي، خو د
دويم ځل لپاره نه دده په درد خوري او نه هم د نورو لارويانو!
په هر حال مهمه خبره داده چې د ((درفش جوانان)) نشراتي موسسې تقريباً د خپل (٨) کلن
نشراتي کار په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د يوې ځانګړې پښتو مجموعې د خپرېدو لپاره
تکل کړى دى، نو ځکه يې دغه کار د ستاينې وړ بولو.
موږ چمتو يو چې په راتلونکي کې ډېر ارزښتناک اثار د درفش جوانان د نشراتي موسسې د
مسوولينو په واک کې ورکړو، څو يې دغه موسسه په خپل وخت کې د مينه والو خدمت ته
وړاندې کړي. همدا راز د دې مجموعې د ترتيبوونکي ځوان شاعر اسمعيل زيار ګټور بولو او
د نېکو هڅو پلوى يې کوو.
په مينه
محمد نبي صلاحي