پښتنې انداز
ستا که په وعدو پسې وعدې نه واى
جوړې به د اوښکو قافلې نه واى
ما به بې شک هله بل نيولى واى
يار مې که ولاړ منګولې سرې نه واى
خير که ستا د عشق په اور کې سوى واى
بل که د اغيار په اشارې نه واى
ژوند به حوصله وخته خوړلې وه
ستا دغه ترخو کې که خوږې نه واى
ما به درته هله برند کتل کاوه
ستا که هر انداز د پښتنې نه واى.
علم
غزل
اخلو به قدم د اور په مخ به ځو
نه به کوو غم د اور په مخ به ځو
ستورو ته به ګورو لنډوو منزل
نه به کوو دم د اور په مخ به ځو
وايو به ملګرو دا يوه او بس
کور ته د صنم د اور په مخ به ځو
ځو به د منزل تر رسېدو پورې
اخلو به قسم د اور په مخ به ځو
پوه که مې پښتون اشنا په دې نه شو
سوځو به قلم د اور په مخ به ځو.
علم
غزل
ستا که د زلفو سلسلې خورې ورې پرتې دي
دلته له غم نه ډکې شپې اوږدې اوږدې پرتې دي
راشه ته وګوره د زړه خونه چې څه دي په کې
ډېرې خبرې او ګيلې نوې زړې پرتې دي
ټول اميدونه شول بدل په حسرتونو باندې
ځکه مې اوښکې په ګرېوان د ميکدې پرتې دي
ما سره څه دي اى رقيبه نور مې مه ځوروه
ستا د کردو مې په زړګي ډېرې ترخې پرتې دي
کله چې راشمه له خوده بې خودۍ دنيا ته
بس هره خوا کې خوشالۍ دي او مزې پرتې دي
دا ابتدا ده د منزل لا انتها چېرې ده
د يار درشل ته خو لا ډېرې ورځې شپې پرتې دي.
علم
١٣٦٦/٢/٣