پښتنه مينه
د زړه محفل کې مې ستا مينه په نڅا ښکاري
ځکه ويجاړه راته دا ښکلې دنيا ښکاري
ستم جفا دې د زړه کور راته پخوا وران کړى
که راته خاندې ما ته هم ظلم، تعدا ښکاري
هر دم مې هيلې ارزوګانې د زړه کور کې ګرځي
په هرې هيلې کې قسم دى چې نوم ستا ښکاري
که د حسرت اوښکې په مخ مې بارانونه جوړ کړي
ماته د يار په درد او غم کې لا دوا ښکاري
د زړه قطرې مې ستا د مينې ناکردو ته ورکړې
زخمي زخمي زړه ته مې دا مينه شفا ښکاري
د پښتني مينې د ننګ او پت ساتو په خاطر
د پلوشې مينه کې يو جهان حيا ښکاري.
پلوشه ساپۍ
د کاکاجي صنوبر حسين د غزل په اقتضا
غزل
بيا که مې له زړه وتې چغارې دي
خدايږو چې د مينې داسې چارې دي
زړه چې مې زخمي شو د جفا په تېغ
ښکاري چې دې سترګې لا خونکارې دي
کله به يوځل هم خطا ونه کړي
دا پښتني سترګې حيا دارې دي
ته راشه د اوښکو قافله ګوره
ستا راتلو ته ناستې انتظارې دي
زه خو ستا د عشق څپه کې خوښه يم
ځکه اندېښنې رانه فرارې دي
هم چې مې په سترګو کې ستا عشق ساتم
دې کې د پښتو سپېڅلې لارې دي
کړى مې تکل د مينې لار کې دى
خير دى پلوشې ته که دشوارې دي.
پلوشه ساپۍ
دا کور يوازې ستا دى
ما ستا په سترګو کې دنيا وليده
د مينې دنيا
د هيلو کور مې په کې جوړ کړ
ستا عشق په کې مېلمه و
او مېلمه به مې ساتلو
ما ويل چې
دا مېلمه مې خفه نه شي
دنيا به مې د مينې ونړېږي
خداى مه کړه
چې کورګى دا ستا د مينې
ويجاړ شي په غمونو
دردونه ژړاګانې به ترې واخلم
بس ته په کې مېشته شه
دا کور زما د هيلو
ستا د مينې ستا د عشق دى
يوازې ستا پښتونه!
ستا پښتو زما حيا ده
بس ته په کې اوسېږه
دا کور يوازې ستا دى.
پلوشه ساپۍ