غزل
بخت مې د مينې هسې خوار وينم
اغيار په څنګ کې چې د يار وينم
زړه په ګوګل کې ناقراره شي لا
يار مې په لار چې د اغيار وينم
هر څه به تېر شي خو زما زړګيه!
خير که خندا د عشق په دار وينم
لکه بلبل د ګل په مينه باندې
مدام سينه کې د ګل خار وينم
بدره! دا ستا د اميدونو کور کې
د سرو ګلونو سور بهار وينم.
صديق الله بدر
١٣٦٦ جدي
د زړه خبرې
چې راته کله کړي په خوله خبرې
ماته معلومې شي د زړه خبرې
وړوکى نه يم چې به هېره شې ته
هېرېدل تل وي د واړه خبرې
وږى دا ستا د مينې موړ به نه شي
مينه کې نه کړم د ماړه خبرې
وايم چې تل واى خوا په خوا راسره
چې مو کولاى د هر څه خبرې
مين زړګى چې راته نه ژړوي
بدره مه کړه د بېلتانه خبرې.
صديق الله بدر
١٣٦٦/١٠/١
غزل
زه چې شرابي يم له نشو سره ملګرى يم
يم چې مين شوى شونډو سرو سره ملګرى يم
ماته د دوزخ د لمبو څله يادونه کړې
دلته د جانان د مخ شغلو سره ملګرى يم
لار د ژوندانه مې له غمونو سره ستړې ده
ځکه تل د ژوند له اندېښنو سره ملګرى يم
ځم چې د ساقي د حال پوښتنه خو هم وکړمه
تل يې له نشو ډکو جامو سره ملګرى يم
راز زما د مينې چې په زړه کې تل ساتي بدره
هسې له راز ډکو زمانو سره ملګرى يم.
صديق الله بدر