غزل
د حسن ټال ته ورختمه زنګېدمه په کې
د ګړنګونو به لوېدمه مګر تلمه په کې
د چا په ناز خندا خرد له مانه لاس واخيسته
د جنون اور کې سوزېدمه اوسېدمه په کې
د زړه په وينو ګوره هسې اوښکه ځان بدلوي
د ګرېوان ډنډ کې ډوبېدمه ورکېدمه په کې
د هجر ګوتو يې زما د زړه ارمان څيرې کړ
سر په صحرا به ګرځېدمه کړېدمه په کې
ساقي پيالې دې ډکوه چې نن يې وار راغلى
ډېر يې په تمه تاوېدمه ځورېدمه په کې
دا ستا د عشق په سوزونکي اورنۍ بټۍ کې
لکه نينه به جګېدمه لګېدمه په کې
دا د ارزو د شونډو سره دي چې پرهر ښکلوي
د حسرت اوښکې پاکومه خندومه په کې
ستا د رخسار او اننګو له قاروني خزانې
خالي کچکول راووتمه ژړېدمه په کې.
محب الله خپلواک
١٣٦٦/٣/٤
غزل
اسمان ته زه د خيال په سر درو کې وختم
سپين مخ ته د اشنا چې په کمڅو کې وختم
توبې خو مې زاهد ته له پخوا نه وې وېستلې
تقدير دى چې په ليکه د پيالو کې وختم
پښتو غيرتي هوډ به مې هېڅ وخت تغير ونه کړي
منزل ته که په څوکو د چړو کې وختم
قسمت که مې ښه بولئ نو له دې نه بل څه نه شته
بس دا چې په نامه د پښتنو کې وختم
د حسن په زنځير چې نن د عشق زندان کې بند دي
محبه! نور نو هغو لېونو کې وختم.
محب الله خپلواک
١٣٦٦ل کال