مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په كړكۍ كي

Carl Sandburg

په اسمانو كي ناسته خدايه واوره
ته چي نړۍ ته فرمانونه لېږې
ماته نصيب كه هغه سخته لوږه
چي انسانانو ته رزقونه لېږې
زه درنه لوږه زه دردونه غواړم
ما ته شرمونه ناكامۍ نصيب كه
نورو ته وركه شهرتونه طلا
ما ته زړې جامې خوارۍ نصيب كه
مګر يو لږ مينه را پرېږده خدايه
چي يو آواز مي تر غوږونو راسي
د ورځي پاى وي په تياره خونه كي
احساس د ميني د لاسونو راسي
زما د عمرونو تنهايي ختمه كي
دا زما اوږده بېنوايي ختمه كي
د ورځي پاى كي د ماښام پر مهال
چي تر غروب وروسته تياره خپره سي
او په لوېديځ كي د وړوكي ستوري
تورو سايو څخه رڼا ښكاره سي
پرېږده چي ولاړ سم د كړكۍ لوري ته
او ننداره د ترغوني وكړم
د لږي ميني د راتلو په اميد
يو څو شېبې منتظر ودرېږم

Carl Sandburg
At a Window
GIVE me hunger
O you gods that sit and give
The world its orders.
Give me hunger, pain and want,
Shut me out with shame and failure
From your doors of gold and fame,
Give me your shabbiest hunger!

But leave me a little love,
A voice to speak the sunset,
A hade to touch me in the dark room
Breaking the long loneliness

In the dusk of day-shapes
Blurring the sunset,
One little wandering, western star
Thrust out from the changing shores of shadow.
Let me go to the window
Watch there the day-shapes of dusk,
And wait and know the coming
Of a little love.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery