Alice Corbin
هلته ليري يو وطن دى ډك له ميو شرابونو
ټول روښان د لمر له نوره ډك له رنګ رنګ نعمتونو
سروكال پكښي بهېږي د شيدو ويالې رواني
پسرلي يې نه ختمېږي تل مېوې پكښي پرېماني
پكښي هر څه ښايسته دي ټوله ښه دي ټوله ښكلي
چي پر چا دي مينه راسي ټولي ستا دي نازولي
انسانان به تل زلمي څوك په ژوند كي نه زړېږي
نه پرون سته نه سبا سته همدا نن دى نه تېرېږي
يو له بله به ګړېږي لكه وړي وي خوبونو
سره خاندي به وګړي كور به وران وي د غمونو
خو چي تل تر تله نن وي ستا به خوښ داسي ژوندون سي
يا هر څه لكه تېر كال وي در منظور به دا مضمون سي
دا چي هر څه لكه نن وي څومره عقل به كوچنى وي
څومره لږه به وي پوهه څه د زده كړي به كمى وي
نو يې ښه وبوله عمر له غمونو مه ډارېږه
نن بهتر تر سبا نه دى له سبا سره جوړېږه
او نه نن تر پرون ښه دى زمان الوزي تېرېږي
ورځي شپې سره پېيلي يو د بل په غېږ كي زېږي
ستا د سترګو نور كمېږي زما د زړه مينه پاتېږي
زه پوهېږم چي هم مينه او هم عقل مو زياتېږي
Alice Corbin
Two voices
THERE is a country full of wine
And liquor of the sun
Where sap is running all the year,
And spring is never done
Where all is good as it is fair
And love and will are one.
Old age may never come there,
But ever in to-day
The people talk as in a dream
And laugh slow time away.
But would you stay as now you are,
Or as a year ago?
Oh, not as then, for then how small
The wisdom we did owe!
Or if forever as to-day,
How little we could know!
Then welcome age, and fear not sorrow;
To-day�s no better than to-morrow,
Or yesterday that flies.
By the low light in your eyes,
By the love that in me lies,
I know we grow more lovely
Growing wise.