Francis Quarles
لكه دوې ويالې سي بېلي يو له بله
دواړي مينځي په لمنو كي رېګونه
دواړي درومي لكه لاړ د مرغلرو
پلټي په اوږده لار كي زر كونجونه
يوې لويي ذخيرې ته سي دننه
چي سپين زر يې پر سينه وهي موجونه
په آخر كي يوه لوى درياب ته لوېږي
د اوږده سفر په پاى كي كرارېږي
داسي زه يم او همداسي مي جانان دى
زه دده يمه دى زما دى زما ځان دى
داسي موږ هم سره ګورو يو ځاى كېږو
په آخر كي د اوږدو اوږدو مزلونو
دواړه يو سو په وجود كي دواړه كل سو
مفهوم نه وي نور د نويو پيمانونو
ځكه زه لكه څپركى وم د واوري
او جانان مي سره لمبه وه د اورونو
يو په بل كي مو روحونه داسي ورك سول
سوو نيژدې د غبرګوليو تر ځانونو
داسي زه يم او همداسي مي جانان دى
زه د ده يمه دى زما دى زما ځان دى
په دنيا كي چي شاهان او سلطانان دي
چي تختونه يې را لاندي تر اسمان دي
چلوي چي پر جهان باندي حكمونه
په زرګونو يې پوځونه غلامان دي
كه راوبخښي دا خپل واړه تختونه
خزانې د جواهرو درمندونه
ور په نه كړم دا هستي چي يې لرمه
زما دي مينه وي د دوى ناز او عيشونه
د دوى ټوله شته مني كلپي روپۍ دي
زما په لاس كي ده سكه اصيل مهرونه
وربخښلى مي زمان دى كه جهان دى
ما ته بس دا خپله مينه خپل جانان دى
كه ښايستې په افسانو كي د يونان دي
كه څه ښكلي د نړۍ د دې جهان دي
چي رالاندي تر شنه چتر د اسمان دي
خزانې چي ور بخښلي لوى يزدان دي
د خوښۍ سيالي مي كله سي كولاى
په شېبه مي د ژوند نه سي ارزېدلاى
نه زما زړه سي له جانانه رانيولاى
نه جانان سي څوك له ما نه بېولاى
نه د شعر او د ښايست نهه خداياني
زما د ميني په ښايست سي كښېوتلاى
نه زمان او نه مكان او فرصتونه
نه د مرګ خوني حملې تېره غاښونه
زما تندى سي خپل مقام ته كږولاى
نه مي طمع سي په زړه كي پارولاى
هغه زما سره سوګند د ميني كړى
ما په قول د وفا شرط دى منلى
دى په زور د عقيدې او ايمان زما دى
زه په مينه يم د ده ځان مي سپارلى
دى اوبه او زه شراب يم سره خپل يو
دى زما دى زه د ده يم سره مل يو
دى محراب دى په سجده ورته ورځمه
زه د ده د ذات مسجد يم ځان پالمه
زه مېلمه د ده پر خوان يم دى كوربه دى
دى غذا ده زما وجود پر ده مېلمه دى
زه د ده يم په توبه ورسره خپل يم
او دى زما دى په كرم ورسره مل يم
زه د ده يم زر خريد يم رانيولى
او دى زما دى زما په وينه كي اخښلى
دى زما د ګلو ونه په نازېږم
زه پر ده باندي پېچك غوندي تاوېږم
يو له بل سره په زر پيونده خپل يو
زه د ده يمه دى زما دى سره مل يو
هغه ما ته شته مني ده رابخښلې
ما يې مينه په قولونو ده منلې
ما د ده په نوم سندري دي ويلي
ده مي ژوند كي اوږدې ورځي دي اوډلي
رانيژدې سي د كرم تاج مي پر سر كي
پر جهان مي له سيالانو برابر كي
زه هم ځم د ده معبد كي پر سجدو سم
په ستايلو د كرم په ورځو شپو سم
دى هم ومني سجدې زما د عمرونو
نښانې مي تر قيامته د قولونو
زه محبوب يم تر هر چا ورباندي ګران يم
زما جانان دى دى زما زه د جانان يم
Francis Quarles (1592 � 1644)
My beloved is mine, and I am his; He feedeth among the lilies
EV�N like two little bank-dividing brooks,
That wash the pebbles with their wanton streams,
And having rang�d and search�d a thousand nooks,
Meet both at length in silver-breasted Thames
Where in a greater current they conjoin
So I my best-beloved�s am; so he is mine.
EV�n so we met; and after long pursuit,
Ev�n so we joyn�d; we both became entire;
No need for either to renew a suit
For I was flax and he was flames of fire
Our firm-untied souls did more than twine
So I my best-beloved�s me; so he is mine.
If all those glitt�ring Monarchs that command
The servile quarters of this earthly ball
Should tender in exchange their shares of land
I would not change my fortunes for them all
Their wealth is but a counter to my coin
The world�s but theirs; by my beloved�s mine.
Nay more; if the fair Thespian Ladies all
Should heap together their diviner treasure
That treasure should be deem�d a price too small
To buy a minute�s lease of half my pleasure
Tis not the sacred wealth of all the nine
Can buy my heart from him, or his from being mine.
Nor Time, nor Place, nor Chance, nor Death can bow
My least desire unto the least remove;
He�s firmly mine by oath; I his by vow;
He�s mine by faith; and I am his by love;
He�s mine by water, I am his by wine,
Thus I my best-beloved�s am; thus he is mine.
He is my Alter; I his Holy Place;
I am his guest and he my living food
I�m his by penitence; he mine by blood;
He�s my supporting elm; and I his vine;
Thus I my best beloved�s am; thus he is mine.
He gives me wealth; I give him all my vows:
I give him songs; he gives me length of days;
With wreaths of grace he crowns my conqu�ring brows,
And I his temples with a crown of Praise
Which he accepts as an everlasting sign,
That I my best-beloved�s am; that he is mine.