John Stuart Blackie
هر څه چي دي د خداى له ذاته ډك دي
هوښيار طالس ويل كلونه پخوا
چي د يونان ټولو هوښيارو خلكو
د عقل لاري وې اخيستي جلا
له هغې ورځي بيا تر اوسه پوري
قرنونه ډوب سول زمانې تېري سوې
شيخ او ملا كړ كتابونه ستړي
پېړۍ زړې سوې ورځي شپې تېري سوې
يو حقيقت لكه سپين لمر دى روښان
هره ذره ده له خالق د جهان
په اسمانونو كي چي نور ځلېږي
پر سمندر چي يې لمن خپرېږي
چي ځلوي د مچمچيو وزر
لكه الماس چي پر چمن اورېږي
دا بې حسابه اسماني حادثې
او چي د مځكي پر مخ څه تېرېږي
دا له يوې سرچينې اخلي الهام
دا څاڅكي ټول په يوه سيند ګډېږي
او چي هر څوك د ميني وينه لري
د لمر له نوره سره مينه لري
د ژوندون ټولي سرچينې د جهان
راځي له لوري د خالق لامكان
كه څوك احساس لري كه پوهه لري
هغه عطا ده د څښتن او يزدان
كه په سيندونو كي لامبو كړي ماهيان
كه په هوا كي ګرځي ښكلي مرغان
ستا له جهانه تښتېدلاى نه سي
ستا بې حضوره ساه ايستلاى نه سي
ځه نجوم ګره آيينې دي واخله
مخ دي پر لوري د آسمان ونيسه
د كايناتو په سفر سه روان
لار د ناپايه پراخ جهان ونيسه
ستا پر كمال او د جهان پر علم
يو حقيقت به لكه لمر وي روښان
ټول قدرتونه قوانين د نړۍ
دي تجسم د ارادې د سبحان
John Stuart Blackie (1809 � 1895)
All Things are Full of God
ALL things are full of God. Thus spoke
Wise Thales in the days.
When subtle Greece to thought awike
And soared in lofty ways.
And now what wisdom have we more?
No sage divining-rod
Hath taught than this a deeper lore,
ALL THINGS ARE FULL OF GOD.
The light that gloweth in the sky
And shimmer in the sea,
That quivers in the painted fly
And gems the pictured lea,
The million hues of Heaven above
And Earth below are one
And every lightful eye doth love
The primal light, the Sun.
Even so, all vital virtue flows
From life�s first fountain God;
And he who feels, and he who knows,
Doth fell and know from God,
As fishes swim in briny sea,
As fowl do float in air
From thy embrace we cannot flee
We breath, and thou art there.
Go take thy glass astronomer
And all the girth survey
Of sphere harmonious linked to sphere
In endless bright array
All that far-reaching Science there
Can measure with her rod
All powers, all laws, are but the fair
Embodies thoughts of God.