John Fletcher (1579 � 1625)
مه ژړا كړئ مه فرياد كړئ مه تر خوله باسئ آهونه
په ژړا په اسوېليو نه راګرځي تېر وختونه
چي غوټۍ سي يو ځل بېله د ګلابو له ښاخونو
بيرته نه سي غوړېدلاى د سپرلي په بارانونو
په خندا كه شېبې تېري دغه ورځي دغه شپې دي
د قسمت فيصلې پټي هم له سترګو هم له زړونو
كه خوښۍ راڅخه تښتي لكه خيال پر وزرونو
غم پر څه راته دېره سي په كلونو په عمرونو
غم پرهار دى ترې تويېږي ورځي شپې ورڅخه ويني
د خوښيو په مرهم كړئ خوله ورپټه د غمونو
John Fletcher (1579 � 1625)
Weep no more
WEEP no more, nor sigh, nor groan
Sorrow calls no time that�s gone
Violets pluck�d the sweetest rain
Makes not fresh nor grow again
Trim thy locks, look cheerfully
Fate�s hid ends eyes cannot see
Joys as winged dreams fly fast
Why should sadness longer last?
Grief is but a wound to woe;
Gentlest fair, mourn, mourn no moe.