Robert Burns (1759 � 1796)
زما ښايسته داسي نازكه لكه سور ګلاب ښكارېږي
په جوزا كي غوړېدلې پر ملا غبرګه ورګه كېږي
زما ښايسته لكه نغمه چي پورته كېږي له سازونو
سور يې څومره خوږ لګېږي هم پر زړه هم پر غوږونو
ته چي هر څه ښايسته يې زه دي مينه كي كړېږم
ته مي شمع په پانوس كي زه پتڼ غوندي سوځېږم
ګراني ستا سره مي مينه تر هغه ګړي پايېږي
د سيندونو په كوګل كي چي وروستي څاڅكي وچېږي
چي له لويه سمندره د اوبو كډي بارېږي
چي د لمر د اور له تاوه غرونه چوي او ويلېږي
ګراني ستا سره به زما وي د دې ميني پيوندونه
چي لا الوزي بيديا كي له توپان سره رېګونه
ځه په مخه دي ښه ګراني زما تنها لېونۍ ميني
يو څو ورځي به جلا يو زما لومړۍ وروستنۍ ميني
ګراني هر څونه چي ولاړ سم بيا تر تا پوري راځمه
په زرګونو فرسخونه بيابانونه پى كومه
Robert Burns (1759 � 1796)
A Red, Red Rose
O my luve�s like a red, red rose
That�s is newly sprung in June,
O my luve�s like the melodies,
That�s sweetly play�d in tune
As fair art thou, my bonie lass,
So deep in luve am I,
And I will luve thee still, my Dear,
Till a' the seas gang dry.
Till a' the seas gang dry, my dear,
And the rocks melt wi� the sun;
I will luve thee still my dear,
While the sands o�life shall run.
And fare thee weel, my only luve,
And fare the weel, a while!
And I will come again, my luve,
Tho� it ware ten thousand mile!