Robert Frost
ګرځېدم په كروندو كي په ځنګلو كي
وروسته واوښتم تر جګو دېوالونو
سر ته پورته سوم د لويو لويو غرونو
نندارې ته د كورونو د ښارونو
لويو لارو باندي سومه سرګردانه
كور ته ستون سوم له سفر څخه ستومانه
مړه برګونه دي پر مځكه چي ښويېږي
بېله هغو چي په ونو لا ځړېږي
يو په يو به دوى هم لوېږي له ښاخونو
له بادونو سره ځي پر مځكه څكېږي
پر لوېدلو سپينو واورو به پرېوزي
نور برګونه چي د مرګ په خوب ويدېږي
مړه برګونه ټول خاموش هلته پراته دي
نه پر دغه نه پر هغه لور خوځېږي
وروستۍ پاڼي د ګلونو رژېدلي
سره او ژړ ګلونه ټوله زمولېدلي
زړه هنوز لا په تلاښ د منزلونو
پښې پوښتنه كړي د لوري د ګامونو
داسي وخت دى پر انسان باندي راغلى؟
چي يې لږ تر خيانت وي دا بللى
چي منزل وكړي په حكم د بادونو
پر سجده سي څوك په زور د حسابونو
او سر كښته سرنوشت لره تسليم سي؟
كړي منظور ختم د عشق يا موسمونو
Robert Frost
Reluctance
Out through the fields and the woods
And over the walls I have wended
I have climbed the hills of view
And looked at the world and descended
And lo, it is ended.
The leaves are all dead on the ground,
Save those that the oak is keeping
To travel then one by one
And let them go scraping and creeping
Out over the crusted snow
When other are sleeping
And the dead leaves lie huddled and still
No longer blown hither and thither
The lost lone aster is gone
The flowers of the witch hazel wither;
The heart is still aching to seek
But the feet question �whither?�
Ah, when to the heart of man
Was it ever less than a treason
To go with the drift of things
To yield with a grace to reason
And bow and accept the end
Of a love or a season?