مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تكيه پر ځان

Matthew Arnold (1822 � 1888)

هم له خپله ځانه تنګ يم هم ستړى له پوښتنو
څه شي وم څه شي بايد واى څه حاصل له دې غوښتنو
د كښتۍ پر سر ولاړ يم وړي مي ليري تر موجونو
په اوبو كي ستوري ښكاري د آسمان د ماښامونو
زړه مي ډك له ارمانونو تماشه د څپو كړمه
سمندر ته او تر ستورو د آرزو لړۍ لېږمه
چي ماشوم غوندي مو غېږ كي ټوله عمر زنګولى
كراري غواړم تر پايه نن په سوال درته راغلى
هم څپو ته هم تر ستورو لېږم چيغي پيغامونه
يو ځل بيا جادو راوكړئ پر زړه نوي كئ خوبونه
ورته وايم لږ كرار سئ چي مي سترګي در مړېږي
چي مي زړه لكه آسمان او سمندر داسي پراخېږي
د شينكي آسمان سينه ده له رڼو سترګو اودلې
تر موج خېزه سمندره د نور لاره ده راغلې
د څپو په غرغړو كي جواب راغى له آسمانه
زړه اسمان او سمندر كه څه در سوي دي انسانه
پر هر لوري خاموشي ده خو دوى نه ورنه بېرېږي
نه يې فكر شاوخوا ځي نه يې زړه ته څه تېرېږي
نه په خيال كي يې ورګرځي اسمانونه جهانونه
نه له چا خواخوږي غواړي او نه مينه سوغاتونه
چي د ستورو كار ځلا ده په خوښۍ د زړه ځلېږي
په څپو د سمندر كي سپوږمۍ څرنګه رغړېگږي
هر څه خپل پر سر روان دي هر يو كار كوي خپل ځان ته
نه ريا كوي نه طمع نه يې خوله وازه احسان ته
سمندر دى كه څپې دي او كه ستوري د اسمان دي
نه له كاره ستړي كېږي نه محتاجه د فرمان دي
نه يې پام پر حركت وي د نړۍ او كايناتو
نه يې كار په انتظام سته د خالق د مخلوقاتو
چي څه زور خالق وركړى په خپل كار يې تمام كړى
نه يې ورځ نه شپه معلومه نه هوسا لري نه ستړى
زه دي اورمه خواستونه هر آواز دي څرګندېږي
ستا يوه يوه ناره مي پر زړګي باندي بېلېږي
ملا دي وتړه په ټينګه په ژوندون كي چي خپل ځان سې
كه دي خپل وجود پيدا كړ له غمو به په امان سې

Matthew Arnold (1822 � 1888)
Self-Dependence
Weary of myself, and sick of asking
What I am, and what I ought to be,
At this vessel's prow I stand, which bears me
Forwards, forwards, o�er the starlit sea.

And a look o passionate desire
O�er the sea and to the stars I send:
�Ye who from my childhood up have calm�d up
Calm me, ah, compose me to the end!

�Ah, once more, �I cried, �ye stars, ye waters,
On my heart your mighty charm renew;
Still, still let me, as I gaze upon you
Feel my soul becoming vast like you!�

From the intense clear, star-sown vault of heaven,
Over the lit sea�s unquiet way,
In the rustling night-air came the answer:
�wouldst thou be as these are? Live as they.

Unaffrighted by the silence round them,
Undistracted by the sights they see,
These demands not that the things without them
Yield them love, amusement, sympathy.

�And with joy the stars perform their shining,
And the sea its long moon-silver�d roll;
For self-poised they live, nor pine with noting
All the fever of some differing soul.

�bounded by themselves, and unregardful
In what state God�s other works may be,
In their own tasks all their powers pouring,
These attain the mighty life you see.�

O air-born voice! Long since, severely clear,
A cry like thine in mine own heart I hear:
�Resolve to by thyself, and know that he,
who finds himself, loses his misery!�

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery