Edmond Spencer
زما ښايسته داسي سړه ده لكه واوره
او زه تود يم لكه سوځنده اورونه
څنګه راز دى نه پوهېږم چي دا ولي؟
كله كله واوره وخوري انګارونه
زما د ميني په دې سوځنده لمبو كي
د هغې د وجود واوره نه ويلېږي
په زاريو چي هر څو ور نيژدې كېږم
له واورين وجود يې نور غښتلى كېږي
او دا څنګه معمى ده څه اسرار دى
د لمبې په راز هم نه سم پوهېدلاى
چي د دې په يخ وهلي سوړ زړګي كي
زما د ميني لمبې نه سي سړېدلاى
وار په وار مي وجود اور اخلي تودېږم
په كوګل كي ايشېدلى خولې كېږم
او لا نوره مي لمبه پسي زياتېږي
او لا نور د سره انګار په څېر بلېږم
وايه نوري به لا څه معجزې كېږي
چي په واوره كي اورونه نه سړېږي
تازه كېږي په كوګل كي يې سكروټي
او لا نوره يې لمبه پسي زياتېږي
داسي زور وي ميني كړى پر مغزونو
داسي مست جادو يې كړى وي په زړونو
چي د هر څه لاري واړوي په بله
پكښي اصل وي اوښتى د رنګونو
Edmund Spencer
My Love Is Like to Ice
My love is like to ice, and I to fire,
How come it then that this her cold is go great
Is not dissolved through my so hot desire
But harder grows the more I her entreat?
Or how comes it that my exceeding heat
Is not allayed by her heart-frozen cold
But that I burn much more in boiling sweat,
And feel my flames augmented manifold?
What more miraculous thing may be told,
That fire which is congealed with senseless cold
Should kindle fire by wonderful device?
Such is the power of love in gentle mind
That it can alter all the course of kind.