Matthew Arnold 1822 � 1888
چي له خپلو انسانانو مو زړه شين سي
چي د ژوند مو هر ګړى راته ناورين سي
نو مو لاس وي له وحشي نړۍ پرېولى
چي هر لوري ته يې مخ سي موږ منلى
هوسېږو ژوندانه د بل جهان ته
زړونه صبر فيصلو د شنه اسمان ته
چي هر څوك به په سزا هلته رسېږي
څوك چي دلته ښه دي هلته به لوړېږي
خو په بل جهان كي ستر قوي پوځونه
چي تل پايي باك يې نسته له ژوندونه
په څه سپك نظر به ګوري زموږ پر لوري
چي مات سوي يو زړه ماتي او كمزوري
كه به دوى هم مهربان هغه زمان سي
په زړه سوي به يې نېكمرغه مظلومان سي
چي په ژوند كي مو ليدلي دي اورونه
اوس در واخلئ ساړه سيوري جنتونه
نه، نه ! اور د ژوندانه سي موږ ساتلاى
په دې اور سو موږ تازه پاته كېدلاى
په دې زور سو له لحده پاڅېدلاى
خو له سره ژوندون نه سو پيل كولاى
او يوازي هغه څوك هلته پايېږي
د جنت پر كوثرونو به اوبېږي
چي يې مرګ نه دى منلى په جهان كي
پاڅېدلى خروښېدلى په زمان كي
له سنګر څخه سنګر ته خوځېدلى
له بري څخه بري ته پاڅېدلى
د طاقت له تنستې يې زړه اودلى
هر ميدان يې په مړانه وي ګټلى
هغه پاڅي تشوي به كوثرونه
دايمي به يې وي برخه له ژوندونه
Matthew Arnold (1822 � 1888)
Immortality
Foil'd by our fellow-men, depree'd, outworn,
We leave the brutlal world to take its away
And Patience! In another life, we say
The world shall be thrust down and we up-borne.
And will not, then, the immortal armies scorn
The world�s poor, routed leaving? Or will they
Who fail'd under the heat of this life's day,
Support the fervours of the heavenly morn?
No, no! the energy of life my be
Kept on after the grave, but not begun;
And he who flagg'd not in the earthly strife,
From strength to strength advancing � only he,
His soul well-knit, and all his battle won,
mounts, and that hardly, to eternal life.