William Coper
خداى چي كارونه كوي څوك ورباندي نه پوهېږي
په سمندر كي ګام ايږدي او پر توپان تېرېږي
په مهارت يې جمع كړي د كانونو ډېرۍ
له خزانو يې ډكه كړې ده دا لويه نړۍ
په خپله پاكه اراده له خپل كماله سره
هغه كوي چي يې ښايېږي له جلاله سره
زړونه پوړه لرئ شيخانو چي ونه بېرېږئ
د تورو وريځو له هيبته څخه مه پټېږئ
كه توري وريځي دي د رحم بارانونه كوي
لمن يې ډكه ده ځولۍ د نعمتونو لري
خداى ته به نه ايږدئ د خپل كمزوري عقل مېزان
پر عظمت اعتماد وكړئ د خالق د جهان
كه يې بېرېږئ له جلال او له قدرته څخه
طمع يې سل چنده په كار ده له رحمته څخه
په هر ساعت كي به څرګند كي خپل مطلب د عمل
ښايي ترخه به وي غوټۍ ګل به وي ډك له عسل
هغه ړاندي چي پر خداى باندي ايمان نه لري
هغه ګمراه دى هغه برخه د يزدان نه لري
خالق په خپلو كړو پوهېږي ترجمان نه لري
هغه قادر دى ضرورت د امتحان نه لري
William Coper
Light Shining out of Darkness
God moves in a mysterious way
His wonders to perform;
He plants His footsteps in the sea,
And rides upon the storm
Deep in unfathomable mines
Of never � failing skill,
He treasures up His bright designs,
And works His sovereign will.
Ye fearful saints, fresh courage take
The clouds ye so much dread
Are big with mercy, and shall break
In blessings on your head.
Judge not the Lord by feeble sense
But trust Him for His grace;
Behind a frowning providence
He hides a smiling face.
His purpose will ripen fast
Unfolding every hour
The bud may have a bitter taste
But sweet will be the flower
Blind unbelief is sure to err,
And scan His work in vain:
God His own interpreter,
And he will make it plain.